کور / علمي / دجدي شپږمه – لاملونه او پايلې ئې

دجدي شپږمه – لاملونه او پايلې ئې

        يو روسی متل وايی : چی څوک زور لری نو دعقل اړتيا ئی نشته . کله چی دبرژنيف کم عقله بانډ په يوه ناسنجولې عمل سره پرخپل يوه دوست هيواد افغانستان باندی چی لخوا ئی د هيڅ ډول خطر ډار نه درلود ، ديرغل تکل وکړ ، هغه ئی اشغال او دمنځنۍ اسيا دخپلو مستعمرو پشان ئی د روسفيکيشن پلانونه ورپکښی پکار واچول ؛ نوهغه وخت ما داسی فکر کاوه چی دامتل د روسانو دکړو وړو سره د سمون له مخی منځته راغلی دی او يوازی ددغه اولس د واکمنانو ځانګړيتوب ښئی . دنړۍ ديوقطبی کيدلو وروسته امريکا ځان يو بی رقيبه ځواک وموند او خپلسرې ئی پيل کړه . نژدی دټولې نړۍ دمخالفت سره سره پر عراق باندی د بوش يرغل ودی پايلې ته ورسولم چی دامتل دهر زورور سره سمون خوړلای شی . وروسته پدی باور شوم چی اصلا بشری ټولنه لاتر اوسه د ذهنې ودی او تکامل په کښتو پړاوونو کښی واقع ده ، اوسنۍ نړيوالې اړيکی او په ملې کچه ځان غوښتنې د زورلرونکو هيوادونو دمشرانو ذهنيت داسی عيار کړی دی چی ددغه زنځير په هره کړۍ کښی بايد له هرڅه نه وړاندی خپلې شخصی ګټی په پام کی ولری او د دغو ګټو پربنسټ بيا ملی ګټو او يا نړيوالو ارزښتونو ته پام واړوې . ددغی خبری دثبوت دپاره کيدلای شی په يوه يا بل شکل کی ديادونې وړ ډيري بيلګی په ګوته شی .


        د دی ډول بيلګو څخه يوه تر ټولو کرغيړنه ئی په ١٩٧٩کی دکرملين دناپوهو واکدارانو په برخه شوه . د١٣٥٨ کال دجدی شپږمه نيټه دافغانانو دهغي غميزی پيل دی چی پايلي ئی دپرافغان مين اولس په ميړانه دنړۍ په تاريخ کی دشوروی امپراتورې په نړيدو سره يو نوی پړاو رامنځته کړ . ددغه بشری ناورين څخه که هرچا دخپل توان او وړتيا په پيمانه ګټه ترلاسه کړه ، خو يوازی افغانان دی چی په کور کی ئی دکرملين په مردارو لاسونو د بل شوی اور لمبی لا اوس هم د اسمان لورته په جګيدو دی . 



هر يو مخ کله لايق وی د آبرويو 
اوښکی نه درومی پرمخ دهرناولې
( رحمان بابا )


       راشې وګورو چی نومړې کړغيړنه پريکړه دغه انسان دښمن شيطانې ځواک په کوم دليل او دڅه پخاطر ترسره کړه . جنرال لياخوفسکی په خپل ( دافغان ميړانه او غميزه ) نومی کتاب کی داخبره لا اوس هم يوه معما ګڼلې ده . په دغه کتاب کی ليکوال دنوموړې غميزی مختلف اړخونه څيړلې او دلوستلو وړ ټکې ئی را سپړلې دی . 
        غواړم دهمدغی توری ورځی په پلمه دده دکتاب نه داګړۍ يوازی دهغه د دوهم پاړکی ( فصل ) نه چی سرليک ئی


( افغانستان ته دپوځونو دليږلو په باب ستونزمنه پريکړه ) دی ، يو څو کرښی وشنم او د لوستونکو مخ ته ئی کښيږدم :


        ليکوال که ديوی خوا هڅه کړی دا وښئی چی افغانستان ته دشوروی پوځونو ليږل ، دافغانی مشرانو ( نورمحمد تره کی او حفيظ الله امين ) داړتياوو له مخی د هغوي په غوښتنه اودهغوی سره دمرستې په موخه ترسره شوی دی ، خو دبله پلوه هغه د


( کی جی بی ) لخوا وړاندی شوی اسناد او دليلونه چی ليکوال دافغانی مشرانو دغوښتنو په هکله دلته نقل کړيدی ، دهغو کړنو سره هيڅ ډول سمون نلری ، کوم چی دغه پوځ دافغان خاوری داشغال په موخه ترسره کړه . دی په هغه په اصطلاح سند کی چی دنورمحمد تره کی او کاسيګين ترمنځ دتليفونې خبرو جريان پکښی ليکل شويدی ، ښئی چی دهرات تربلوا وروسته دبلوا دځپلو پخاطر نورمحمد تره کې د کاسيګين نه دپوځی مرستو غوښتنه کوی او کاسيګين دنړۍ او سيمې دشرايطو په نظر کی نيولو سره دپوځونوليږل ددواړو خواوو په ګټه نه بولې اوپايلې ئی دخطره ډکی بولې . ددی خبرو اترو جريان دکتاب په ٧٤ مخ کی پدی کرښو پای ته رسيږی :


( ٠٠٠٠٠ دغه خبری په کابل کی دلوی پوځی سلاکار جنرال ل. ګاريلوف دياور لخوا ژباړل کيدلې او د ب. باڅانوف لخوا ثبت کيدلی ) . که څه هم دکتاب په ٨٨ مخ کی ليکوال پخپله ليکی چی : ( ٠٠٠٠٠ دهرات بلوا حکومت ته وفادارو ځواکونو پرته لدی چی د شوروی پوځونو مرسته تر لاسه کړی ، پخپله وځپله ) . له دی نه چی تيرشو په لوړه موضوع کی دحقيقت څرګندولو په هکله منطق ډير کمزورې ښکاری ځکه اول داچی دي خبرو دکابل او مسکو تر منځ په تليفون کی جريان درلود او ترهغه ځايه چی زه معلومات لرم ، تره کی او کاسيګين دواړه په انګريزی ژبه پوره بلد خلګ وه او وژباړونکې ته اړتيا نه بريښيده . دوهم داچی


( کی جی بی ) پخپله په مسکوکی دثبتولو بشپړ امکانات درلوده ، او پدی خاطرنو په کابل کی بيا ددوی د اجنټانو لخوا دثبتولو ضرورت څه وو ؟


        لياخوفسکی له يوی خوا دکتاب په ٩٢ مخ کی ديوه پټ راپور له مخی دحفيظ الله امين دخولې ليکې چی دشوروی پوځی ټولګې که افغانستان ته راوليږلی شی نو په جګړو کی به ونډه نه اخلې اويوازی به ديوه ډاډمن ډال په توګه دنده سرته رسوی ، خو لږ وروسته په ٩٣ مخ کی بيا ديوه بل پټ راپور پر بنسټ همدارنګه دحفيظ الله امين له قوله ليکی چی دشوروی څرخکو


( هيليکوپترونو ) نه به دپاکستان څخه دراليږل کيدونکو ياغيانو او تروريستانو پرخلاف په جګړو کی کار واخيستل شی . دلته زما په اند دوه ټکې دپام وړ دی چی دموضوع رښتينوالۍ تر سوال لاندی راولې : 
    الف – دغه دوه راپورونه ديو دبل ضد غوښتنې رامنځته کوی .
     ب – ټولې نړۍ اوپه ځانګړې توګه دافغانانو پوخ نسل ته معلومه ده چی په هغه وخت کی لا دپاکستان څخه دوسله والو ياغيانو او تروريستانوداسي ډله ايزه راليږنه پيل شوی نه وه چی دهغوی سره دی دجګړه ايزو عملياتو ضرورت دومره زيات شی چی له بل هيواد نه ئی پرضد پوځی مرسته وغوښتله شی ، داخبره دوخت دواقعتونوسره هيڅ سرنه خوری . 
         ښاغلۍ لياخوفسکی همدارنګه د( کی جی بی ) يوه بله ځانګړۍ دوسيه ( بيخی پټ لاسوند ) پرانيزی چی هلته دشوروی اتحاد کمونيستی ګوند د سياسی بيرو ديوی غونډی جريان ثبت شويدی ، چيری چی پ. کيريلنکو ، ف. اوستينوف ( دملې دفاع وزير ) ، ن. کاسيګين ( دوزيرانو دشورا رئيس يا صدراعظم ) ، ی. اندروپوف ( د کی جی بی رئيس ) ، ک. چرنينکو ، ل. زمياتين او دخارجی چارو وزير ښاغلۍ ا. ګروميکو حاضر دی او افغانستان ته دپوځی ټولګيو د احتمالې ليږلو موضوع څيړی ( دکتاب د٧٥ – ٧٩ مخونو پوری ) . پدی راپور کی دهر يوه حاضر غړۍ دنظر ټکی درج شوی چی هريوه په خپل وار دپوځونو دليږلو سره په ډاګه مخالفت څرګند کړي او دخپل مخالفت دليلونه ئی هم په ګوته کړيدی . ديادونې وړ ده چی په سند کی تاريخ ندی ښودل شوی او دخبرو دجريان نه داسی ښکاری چی پخپله برژنيف په جلسه ګډون ندی کړی . غواړم د بيلګی په توګه ددغو کسانو له ډلی نه د ښاغلۍ ګروميکو خبری او دده دمخالفت استدلالونه ټکۍ په ټکۍ دکتاب دپښتو ژباړی نه چی د ښاغلې محب الرحمن پواسطه ترسره شويده ، رانقل اوبيائی په هکله څوکرښی څرګندونې وکړم  :


         ( ا. ا. ګروميکو : زه په بشپړه توګه دملګرې اندروپوف ددی وړانديز نه ملاتړ کوم چی افغانستان ته دی دپوځونو دليږلو په باب پريکړه نه نيول کيږی . هلته پر اردو ډاډ نشته . که زموږ اردو افغانستان ته ولاړ شی نو تيرۍ کونکۍ به وګڼل شی . هغه به هلته دچا پرخلاف جنګيږې ؟ ښکاره خبره ده چی دافغانستان دخلګو پرخلاف به جنګيږی او له هرچا ترمخه به پرخلګو ډزی کوی . ملګری اندروپوف بيخی پرځای وويل چی په افغانستان کی لا حالات انقلاب ته سم ندی چمتو او ټول هغه څه چی موږپه ډيرې سختې پدی وروستيو کلونو کی دوسلو دکمښت او داسی نورو په برخه کی ترسره کړل ، هغه به ټول پر اوبو لاهو شی . البته دابه دچين دپاره هم يو ښه سوغات شی . ټول ناپيئلې هيوادونه به زموږ پرخلاف راپورته شی . پر يوه خبره داډول ګام به ډير سخت عواقب و لری . له کارتر ( دهغه وخت دامريکا اولسمشر . ن. ) سره دليونيد ايليچ ( برژنيف . ن. ) کتنه به پارچاو او دکال په پای کی د ژيسکاردستن راتګ به هم تر پوښتنې لاندی راشي . ښه ، موږ به له دی کارنه څه ګټه ترلاسه کړو ؟ يوازی افغانستان دهغه له اوسنې حکومت او وروسته پاتی اقنصاد سره چی هغه هم په نړيوالو چارو کی چندان وزن نلرې . له بله پلوه داهم بايد له پامه ونه غورځوو چی موږ له حقوقی پلوه هم د پوځونوليږل نه شو سپينولای . دملګرو ملتونو له اساسنامی سره سم دغه هيواد کولای شی له موږ نه دمرستې غوښتنه وکړی او له بهر نه دتيرې د تر سره کيدو په حالت کی موږ کولای شو چی هلته پوځونه ور وليږو . خو افغانستان اوس له هيڅ ډول تيرې سره هم ندی مخامخ . اوس دادهغوی کورنۍ خبره ده او هلته دخلګو يوه ډله له بلې سره په خپل منځی انقلابی شخړه اخته ده . برسيره پردی بايد ووايم چی افغانانو لاتر اوسه په رسمی توګه له موږ نه دپوځونو دليږلو په اړه کومه غوښتنه هم نده کړی . …..)


      که چيری دلياخوفسکی په کتاب کی دسياسی بيرو دغونډی دجريان نقل شوی پټ لاسوند رښتينۍ او حقيقی وی ، نودخارجی چارو وزير اندری ګروميکو ديوه مجرب سياست پوه او د بين الدول حقوقو دماهر په توګه د نښې منځ ويشتلې اويو لړ ډير ضروری او دپام وړ واقعتونه ئی په ګوته کړيدي چی په لاندی کرښو کی به ورته اشاره وکړم : 



       الف – دی ډارڅرګندوی او وايي چی که زموږ اردو افغانستان ته ولاړشی نو تيرۍ کونکۍ به وګڼل شی . ددی خبری ښکاره معنی داده چی دوی له وړاندی لا افغانستان ته داردو په ليږلو کی نور کرغيړن هدفونه په پام کی نيولی ، نه دثور دانقلاب په دفاع کښی مرسته . کنه نو ديوه دوست هيواد اردو چی وبل دوست هيواد ته دنړيوالو نورمونو سره برابر وليږل شی اوهلته دهغه هيواد د ځمکنی بشپړتيا په ساتلو کی مرسته ورسره وکړی ، هيڅکله به هم تيرۍ کونکۍ ونه ګڼل شی . همدا اوس اوس په ډيرو هيوادونو کښی دنورو هيوادونو پوځی ټولګۍ او هډی شتون لری ، خو داچی هلته ئی ځايی دولتونه راپرځولې ندی او خپل لاسپوڅی ئی پرځای ورته کښينولې ندی ، نوهيچاهم دتيرې کونکو نوم ورباندی ايښۍ ندی . 



       ب – او که چيری بيا ددوی اردو هلته په افغانستان کی دنړيوالو نورمونو په چوکاټ کي مرستندويه چاری ترسره او دافغان حکومت ملا تړ وکړی ، نو ګروميکو ته داسوال پيدا کيږی چی لدی کار نه به موږ څه ګټه ترلاسه کړو ؟ يوازی افغانستان دهغه له اوسنې حکومت او وروسته پاتې اقتصاد سره . فکر کوم د ستونزی اصلی زڼۍ په همدغی موضوع ( دافغانستان اوسنۍ حکومت ) کی پټ دی . که چيری ددوی اردو د افغان اوسنۍ حکومت په نسکورولو لاس پوری کړی ، نو طبعی ده چی تيرۍ کونکۍ به وګڼل شی ، داکار به دچين دپاره يو ښه سوغات شی ، ټول ناپيئلې هيوادونه به دشوروی پرخلاف راپورته شی ، ….. …. او لنډه داچی عواقب به ئی ورته ډير ناوړه تمام شی . او که چيری نوموړۍ اردو دافغان حکومت سره دسولې په ټنګښت کی قانونی او دوستانه مرسته وکړی ، بيانو داحکومت د ازاد خيالو نورمحمد تره کی او حفيظ الله امين په مشرۍ ددوی ( دکرملين واکدارانو ) په درد نه خوری . معلوميږی چی دهمدغی ستونزی له مخی د سياسی بيرو غړو و افغانستان ته د اردو  ليږلو په کارکښی تصميم نيولوته زړه نشو ښه کولای . دوی داوس دپاره ښه داګڼل چی له دی تير او انتظار وباسی . پدی موده کښي به استخبارات ضربتی کار وکړی ترڅو دغه دوه نافرمانه او سرکښه مشران چی کرملين ته ئی تندۍ پر سجده نه لګيږی ، په خپلو کی سره واچوی اويو په بل ئی وټکوی او فرمانبرداره لاسپوڅی مشر ببرک کارمل ته لاره هواره کړی . پدی کی هيڅ شک نشته چی تره کې او امين دواړه دشوروی سره دټينګې دوستۍ غوښتونکې وه او پدی کار باندی سخت نازيدله ، خودشوروی مشرانو ناسنجونکو کړنو وښوده چی دغو کسانو دا دوستی دمارشال ټيټو ( ديوګوسلاويا پخوانۍ ازادخياله مشر ) په مقام کی غوښته ، نه د دوبچيک ( په چکوسلواکيا کښی دشوروی لاسپوڅۍ مشر ). ځکه نو لکه ګروميکو چی وايی ، ددوی په مشرۍ  ئی اوسنۍ حکومت په درد نه خوری .


 
      ج – دنړيوالو حقوقو دماهر په توګه ښاغلې ګروميکو داټکې له پامه نه غورځوی چی دوی له حقوقی پلوه هم د جهانيانوپه وړاندی افغانستان ته دپوځونو دليږلو خبره سپينولای نشی ځکه چی له يوی خوا دملګروملتونو داساسنامی سره سم دافغانستان دولت لخوا ورڅخه دپوځی مرستی د غوښتلو په اړه يادونه هم نده شوې او دبل لوری ديوه هيواد لخوا د دغسی مرستې غوښتنه که وهم شی ، دنړيوالو حقوقو له مخی يوازی هغه وخت قانونې او پر ځای ګڼل کيدلای شی چی ديوه دښمن هيواد لخوا تيرۍ ورباندی شوی وی او پخپله ئی دمخنيوې وس ونلری . دشورو حاکم ګوند دسياسی بيرو غړۍ او دخارجی چارو وزير په ډانګ پيئلې توګه اعتراف کوی چی افغانستان خوله له هيڅ ډول تيرې سره دهيچا لخواهم مخامخ ندی او هرڅه چی په هغه هيواد کی تيريږی ، دا ددوی خپل منځی کورنۍ خبره ده . له دی پرته دی همدارنګه دسياسی بيرو نورو غړو ته په ډاګه وايی چی افغانانو خولاتراوسه په رسمی ډول( قانونی وی ياغير قانونی . ن. ) له موږ نه دپوځونو د ورليږلو پخاطر کومه غوښتنه هم نده کړی . دکتاب ليکوال ( لياخوفسکی ) دهمدغه ټکې په اړه داړوند مخ په پايليک (حاشيه ) کی ويوه واقعيت ته په اشاره کولو سره زياتوی : ( ښايی دهمدغو خنډونو دپټولو له امله به وی چی افغانستان ته زموږ دپوځونو دليږلو نه وروسته ، پردموکراتيک جمهوريت باندی دبهرنی تيرۍ افسانه رامنځ ته شوه . ) . 
        لدی نه ښکاری چی شوروی واکمنانو هم دامنل چی دتليفونی خبرو اترو په ترڅ کی دکوم هيواد دمشر لخوا دخپل ضرورت ښودنه يوه رسمی غوښتنه نده او دافغانی مشرانو لخوا د داسی رسمی غوښتنی سند چی پربنسټ ئی کرملين  قانونی حق ترلاسه او هلته ته ١٢٠زره کسيز پوځ وليږی ، هيڅکله هم نه شوروی واکداران اونه هم له هغوی نه وروسته دفدرالی روسيی ځای ناستی پدی توانيدلې دی چی نړيوالو ته ئی وړاندی او لکه ګروميکو چی تشويش درلود ، خبره پری سپينه کړی . 
       داوی ټولې هغه اوتې بوتې چی تر اوسه پوري يا دتليفونې خبرو په بڼه اوياهم دشوروی سلاکارانو له قوله په اصطلاح د سند پنامه وړاندی شوی دی . نوربه وطنوال پخپله قضاوت وکړی .


      زما په خيال همدغه ټکۍ دموضوع منځپانګه او د نښی منځ دی چی بايد ورته په ټينګه پام واړول شي او په پوره غور وشنل شی . کله چی (کی جی بی ) پدی و توانيدل نورمحمد تره کۍ او حفيظالله امين په خپلو کی سره واچوی او پدی شخړه کی برۍ دامين په برخه شو ، نو د(کی جی بی) دپلان لومړی مرحله عملې او دوهم پړاو ته د تياری نيول پيل شوه . اوس نو بايد د امين سره حساب پاک شوی وای ، چی پخاطر ئی په اردو کي د حفيظ الله امين د له منځه وړلو په موخه په تحريکاتو او پاڅونو لاس پوری کړ . يو او بل ځای بلواګانی منځ ته راغلې ، خو امين پريکنده ګامونه واخيستل او  په ټکولو کی ئی بريالۍ را ووت . د نيول شوو کسانو څخه دپوښتنو او تحقيقاتوپه ترڅ کی امين ته انکار نه منونکې اسناد پلاس ورغلل چی پدی کار کی د ( کی جی بی ) په دستور شوروی سلاکاران لاس لری او ان د سفارت لخوائی د کارمل پلويانو ته بی شميره پيسی او وسلې هم ويشلې کيږی . پدی توګه حفيظ الله امين ددی بلا څخه دځان دخلاصون په فکر کی شو . داچی ټولې نړۍ ورڅخه مخ اړوې وو او اقصاد ئی دستنې نه نيولې تر ټانک او الوتکو پوری يوازی په شوروی پوری تړلې وو ، ځکه ئی نو په مقابل د پری کونکې عمل توان ندرلود . له هرڅه وړاندی ئی تصميم ونيو د لوديز ، امريکا او ګاونډيانو سره د دوستانه اړيکو دبيا ټينګولو موضوع تر لاس لاندی ونيسی  ترڅولږ و ډير نوری اقتصادی سرچينې پلاس راوړی . ده همدارنګه ددی دپاره چی حاکميت ته قانونې بڼه ورکړی ، داساسی قانون د مسودی دتيارولو دپاره ئی يو کميسيون وټاکه او ديوی پراخی لويی جرګی د رابللو دپاره ئی په تيارۍ نيولو لاس پوری


کړ . دژوند په اخيرنيو ورځو کی ئی د اساسی قانون مسوده هم جوړه شوی وه او په نظر کی وه دهم هغه کال ( هجري١٣٥٨ – ميلادي١٩٧٩ ) د جدی په ١١ نيټه چی دخلق دموکراتيک ګوند دتاسيس کليزه ده ، دنظر غوښتنو په موخه په رسنيو کی  نشر شی او د ١٣٥٩ کال دثورتر ٧ نيټی پوری ئی دلوئی جرګې لخواهم د دوديز تائيد پړاو تيرکړی . ده غوښته حاکميت ته دقانونی شکل ورکولو وروسته دغرب او امريکا سره د دوستۍ او اقتصادی همکاريو تړونونه لاسليک او بيا شوروی ته شاوګرځوی . دحفيظ الله امين داټولې هلې ځلې ( کی ج بی ) په کلکه څارلې . البته شوروی غوره ګڼل تر څو امين په داخل کی د افغانانو پلاس له منځه يوسی او پرځای ئی وافغانستان ته د ببرک کارمل دبيرته راتلو لاره خلاصه کړی . کله چی دا کار ورته ستونزمن شو ، نو ئی امين ته داسی وښوده چی ددوی استخباراتو موثق شواهد ترلاسه کړی چي امريکا غواړی دپاکستان دلاری تجاوز پری وکړی ، نو وړانديزئی ورته وکړترڅو په رسمی توګه له شوروی نه دانقلاب دژغورلو پخاطرد دوی دپوځونو د ورته راليږلو غوښتنه وکړی . داچی امين نور پر دوی باندی پخوانۍ ډاډ له لاسه ورکړی وو ، نو ئی دی کارته زړه نشو ښه کولای . په پای کی جوړه پر دي وشوه چی شوروی به په نسبتا زياته پيمانه نوی موډرنې وسلې او زره ئی  نوی محاربوی ماشينونه ورته راوليږی . داچی افغان پوځ ددغو نوو وسلو سره بلديت ندرلود ، پريکړه وشوه دڅه مودی دپاره شوروی نظامی پرسونل هم ورسره راواستوی چی افغانې پرسونل ورباندی بلد کړی او بيا بيرته خپل وطن ته ولاړشی . ددی کار دپاره هوايی پُل جوړ او دری شپې پرله پسی ضربتی کار پري وشو . وروسته معلومه شوه چی شورويانو پدغه ډول دالفا پنامه هغه ډله راتيره کړی وه ، کومی چی د جدی په شپږم ماښام دتاج بيګ پر قصر هجوم يووړ ، دحفيظ الله امين برسيره ئی دهغه واړه ماشومان هم په بيرحمانه توګه تر تيغ تر کړل . سباته ئی ببرک کارمل هم له شوروی نه راوست او د دوهم شاه شجاع په مقام کی ئی پرتخت کښيناوه . 
        پدی ډول دهمدغی کرغيړنې ورځی نه دافغانانو هغه غميزه راپيل شوه چی دادی نژدی دری لسيزی وروسته ئی لاهم د پای ټکۍ څرګند ندی . 
  – دافغان دښنمو کړيو دهرڅه ژر برباديدو په هيله !





 تبصره:


ډېر ګران او منلی نوزادي صاحب،


تر هرڅه له مخه درته د 2008 نړيوال کال دښې روغتيااو لا فرهنګي بوختيا کال غواړم.


په لر او بر پاڼه کې مې د مرغومې د شپږمې او د سره لښکر په اړه ستاسې اوږده ليکنه ژر ژر ترکتنې تېره کړه.  داچې هغه د امين په بلنه راغلی وو يا د کارمل! خو همدومره وايم چې له هغه پرته به نه يوازې زه، چې ته به هم اوس ژوندی نه وای. ځکه د تره کي تر راپرځونې را هيسې څرخي پله ته د خلقي ملګرو بهير هم رامات شوی وو او موږ تربورانو ته يې ډاډ راکاوه چې د وحدت لپاره هاندو هڅې چټکې شوي او تر هغې مخکې چې موږ او تاسې يو مخ  خپلو يا د هغه بل  اخواني خروټي  جلادانو ته وسپاري، د تره کي په څېر د ده سر هم پر کڅوړه کېږي!


دا سياسي بخولې تاسې ته پرېږدم او دوې داسې ګرامري تېروتنې مو مخې ته ږدم چې دا 35کاله مې له بېشمېرو ليکوالو سره پرې سرخوږکړی او داپلامې د تازه چاپي او انټرنېټي(ټول افغان…) خپاره کړي پښتو ليکلارښود پر پښتۍ هم کښلي دي:


((ترڅو))يا((څو)) د پارسي علتيه((تا)) بېځايه پېښې دي او ان ارواښاد علامه حبيبي هم راسره دا منلې وه او په کوشني کتاب((پښتو نثرته کره کتنې)) کې يې هم ځای ورکړی وو. داسې يې وګڼئ چې دغه ټکی ګرد سره په پښتو کې نشته.
((کوم چې، څوک چې، چاچې…)) د انګرېزي ـ اردو تر اغېز لاندې هم همداسې در واخلئ هرګوره ، تاسې په هغه ليکنه کې يوازې(کوم چې)) کارولی دی. مانا داچې د دواړو پر ځای يوازې((چې)) راځي ما دغه راز پېښې ((کابلۍ پښتو)) او ((پېښورۍ پښتو)) بللې دي!
نوره مو خوښه!


په ګرده پښتني ـ افغاني مينه
ستاسې منندوی زيار