کور / شعر / خدای بښلي ملنګ جان ته

خدای بښلي ملنګ جان ته

و‌طنپالونکي ملي شاعرخدای بښلي ملنګ جان ته


 


پښتونستان دي ساتلو په کابل وختل


په تاريخي بالا حصار په چل او ول وختل


ملنګه ستاخوږی نغمی ځکه خټک راغواړي


بیا په بهسودو اکوړه دوخت مغل وختل


یوځلې پاڅه شاګردانوته دی شعر ووایه


ستا دوښمنان په بی شرمۍ کوي یرغل وختل


دابدالي   توره   لنګۍ  یی  رانه  وا خیستله


بیا په چمن بولدک مقر اوپه زابل وختل


دمکناټن بچوړو یوړه داکبر تفنګچه


مات ګرګینیان په ستر میوند کوي یرغل وختل


دغزنوي اوستر غوري نوم یی په ځان اښئ دئ


درنجت سنګ بچوړی ځکه په یوځل وختل


بودایی مات کړو چی قصور دسومنات پری واخلي


په هر ګودر  هره دیره او هربور جل وختل


داریانا او پښتونخوا دا تاریخي دوښمنان


دخدمتګار دګلستان په هر محل وختل


۸۰ ۱۳ کال دوږی ۹