کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کوچيانو د ژوند څرنګوالی او ستونزي

د کوچيانو د ژوند څرنګوالی او ستونزي

د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده
په کابل او پيښور کې افغان يو دی



څلرمه برخه


……………..


درنو هيوادوالو!  دابرخه  داختر په شپه ليکم ،ځکه موږ اختر نلرو ،اختر به هغه وخت وی چي زموږ په سوځېدلي اودبم اوريوتر باران لاندي  وطن کې دتوپ خوله اودجنگی اودالوتکو وزرمات شي . ماشوم مو وخاندي ، اومورته ووايي مورجاني پلارته مي ووايه چي ماته له بازار نه داختر کال راوړي  ،اوپېغلوټې ورږ غ کړی ،مورجانی نکريځی ئې هيري نشي . خواوس له يوي خوا لوږه تنده ،بيکاری دنرخونواسمان ته ختل اوله بلې خوا،په تروريستانوپسي دگرځيدواودهغوي دځالودله منځه وړلو په پلمه  له کليو ،اوښارونه داور لمبې پورته کيدواختر په غم ولاړه .هرچيري چې دجگړې داورلمن مخ پر پراخېدو وی له هغه ځايه  اخترونه اوخوښۍ کډه کوي،غم مرگ ،درد ،ژړااو وا ويلا ئې  پر کور ميلنه وي .


خوکه دکوم چا اختروی  اويا وايي دنياپه اميد خوژل کيږي دلوي اختر په مناسبت  خپل دزړه له کومی مبارکی اونېکي هيله وړاندي کوم . دستر استاد پژواک پدي شعر به ئي پيل کړم چې وايي :


خلک وايي چې راغلی بيا اختر دی   داپه چا باندي اختر دی خداي خبردی


په تيرودريو برخو کې موپر دي بحث وکړ چي کوچيان اوپه ځانگړې توگه پشتانه کوچيان څوک دي ،دکال په بېلا بيلو موسمونوکې په کوموسيمو کښې اوسي ،دوي دافغانستان  اصلي اوسېدونکي ،اتباع دي ،دټولو ميشتو قومونوسره برابر حقوق اومسوليتونه اومکلفيتونه لري . دامې په څوکرښو کې جوته کړه چې څوک او ولې دپښتنو اوپښتنو کوچيانوسره دښمني لري  .


پدې برخه  کې به داقتصادي اوټولنيزو اړېکوپر بنياد دکوچيانو د مختلفو ډلوپه هکله او همدا شان  دکوچيانو دستونزوپه هکله لنډ معلومات وړاندي شي .


کوچيان  ددوي د ژوند دڅرنگوالي  له امله پردريو ډلو وېشلاي شو :
اول : عبوري کوچيان ،دا هغه کوچيان دي چي دمنی  اوژمي په موسم  کي  دپاکستان په لوردکرښي نه هاخوا تلل او په دوبي دهيواد داخلي ورشوگانو اوعنعنوی څړ ځايونوته چي دډيرو پخوا زمانو راپدې خوا ددوي دورشو گانوته چې د پنجشيرله درې نيولې ،دهندوکش دغروسلسله بيا داسي د پغمان غرونه ،دباميان ،غزني ،زابل ،دايکنډي ، روزگان  ،کندهار، هلمند ،فراه ،هرات  ان ترغور اوچخچران  دجگوغرنوپه درو اولمنو کې ئې کږدی درولې  . کوچيان داوړی مېنوته سيا بندوايي يعني (سوړ ) ځاي . داډله کوچيان په عمومي ډول يوازي  مالداری دي  بل په هيڅ ډول کرهڼيزکارمشغول ندي .دوي دکال په اوږدوکې  دوه ځله خپله څومياشتنۍ مېنه بدله وي . يعني په اوړې  کې سړو ځايو اوپه  ژمی  کي تودوسيموته کوچ کوي . دکوچيانودلارو اومېنوپه هکله وړاندي بحث  شوی ځکه ئي دتفصيل څخه ډډه کوم . داخبره ديادولو وړبولم چي دمرحوم داودخان دحاکميت تر نړېدو وروسته بيا دعبوري کوچيانودکرښې ها خوا تگ راتگ بند شو،ځکه ډير ژرددولت پرخلاف جگړه پيل شوه اوجگړه ددې لامل شوه چې دکوچيانوپه ژوند کې  جبرأ يوډول تغيرات  راولي . يعني  پسله هغه  مورعبوري کوچيان په هغه عنعنوي بڼه چي پخوا مودرلوده نه لرو.  يوازي دپکتيا،پکتيکا اوخوست ولايتونودځېنو سيمو دکوچيانو رمې ممکن دکرښی نه تيري شي . نور په هغه لويه پيمانه چې کوچيان دژمی په موسم کې له کرښې (ډيورنډکرښه ) نه پوري وتل اوس نه تيرېږي .
دوهم : غير عبوري کوچيان ،دا ډله کوچيان  هم  په  اوړي او ژمي کي دهيواد په دننه کښي له شرقي سيمو نه تر مرکزي اوجوبي غربي او غربي سيمو پوري تگ راتگ کوي . داټکۍ ديادولو وړدی چې عبوري اوغير عبوري کوچيان ټول پښتانه دی پدې ډله کوچيانو کښي دنوروقومونواستازي نه لېدل کېږي ،تنهاپه نيمه کوچيانوکې پر پښتنو سربېره دنوروقومونواستازي شته . داډله کوچيان هم دخپل ژوند اړتياوي يوازي دخپلو څارويو دمحصولاتوله لاري پوره کوی  . دعبوري اوغير عبوري کوچيانو محصولات  .غوښی ،شيدې ،مستې ،غوړی  ،وړۍ  اوپوستکۍ دی . دوي په زياته پيمانه وړئ توليدوی ، دکورنی  جگړي تر ناورين  وړاندي په زرهاو ټنه وړۍ  اوپوستکۍ بهرنيو بازارودهغه جملې پخوانی شوروي اتحاد،انگلستان  اونوروهيوادوته لېږل کېدل ددغومحصولاتوڅخه په داخل کې هم  يوه اندازه استفاده کېدل . نيمه کوچيان بيا پر پورته توکوسربېره دقرقل پوستکۍ توليدوي ،هغوي هغه مېږي روزی کوم چې دبچو پوست ئې دقرقل په نامه يادېږي  ،همدا ډول  دهيواد په شمالی ،مرکزي اوشمالي غربی سيمو کښي قالينې ،کمبلې اوشالونه اوبدل کېدل ،البته اوس داکار په کمه پيمانه تر سره کيږي . دافغانستان  څخه په زرهاو دقرقل  پوستکي  اوپه زرهاومتره مربع قالينې اوکمبلې  بهرته په ځانگړې توگه لند ن ته صا ديرېدلې . ددي توليداتوکچه دومره جگه وه چي دسوداگرۍ په وزارت کښي ئې  دقرقل اوقالينو دصادراتوپه نامه لوي رياستونه درلودل . له بده مرغه په افغانستان کې دقدرت پر سر دپرديوپه لمسون جگړې لکه چي ښارونه له کنډوالوسره برابر کړه دکوچيانودالا سته راوړني هم له خاوروسره خاورې شولې  . همدا اوس زموږ دهيواد دشمالي ولاياتو يوزيات شمير کورنۍ چي  دغاليواوکمبلوپه اوبدلوکې  زيات مهارت لري په پاکستان کې دپاکستاني سرمايدارانو لپاره غالۍ اوبدی ،ددوي دلاس محصولات  له پاکستان څخه دافغاني غاليوپه نامه بهرته صادريږي . زموږ دسوداگرۍ اوصنايعو وزارت  دغفلت اوبېگانگۍ په خوب ويده دی . په دولتي کچه ددغوکورنيو دهڅونې اوراستنېدو لپاره هيڅ ډول پروگرام  ترلاس لاندي ونه نيول شو. هغو کورنيو چې هوس وکړۍ وطن ته راغلل چې گويادلته به ارام ژوند وکړی ډير ژر دهوس له خوبه رابيدار اوبيرته ئي پښې خپلې کړې پاکستان اوايران ته ولاړل .


فکر کوم پسله ډيرو کلونو دلومړی ځل لپاره سږکال  به  ددسمبر پر ۲۸  نېټه دچين په هيوادکې د بیچینگ اود المان  دهانور په ښارو،همدا ډول دنوي عيسوی ۲۰۰۸ کال  دجنوري پر ۲۸ دآمريکادلاس ویگاس په ښار کې  نندارې ته وړاندي کېږي  . داپداسي حال کې چې تر اوسه دافغانانو پلاس ابدل شوی غالۍ ((۹۷)) دپاکستانی غاليوپه نامه نړيوالوبازاروته صادريږي  . ۲


دريم : نيمه کوچيان : دا هغه گروپ کوچيان دي چي نيمه کورنۍيې په وړي کي دڅارويو سره دغرو لمنو ته ځي اوهلته په توروکيږديوکي ژوند کوي ،البته دعبوري اوغير عبوري کوچيانو اودنيمه کوچيانودکيږديوپه شکل اونوردود اودستور کې فرق شته .ددغو کوچيانونيم کور پر خپل ځاي پاته وي  اوهلته په کروندگری مصرو ف وي . دا ډول کوچيان اکثره دافغانستان د شمالي او شمالي غربي ولايايتونو په مربوطاتو کي ژوند کوي . 


د نيمه کوچيانوپه ډله کښي  دپښتنو،ازبکو ،بلوڅو ،ترکمنو ،قرغزو،فيروز کوهيانو،جمشيد يانو او ايماقو اونور قومونواستازي  شته  چې  دهرات ،بادغيس ،غور،فارياب ،قندز،سرپل ،سمنگان ،جوزجان،کاپيسا ، بغلان،او بلخ دولاياتو په  مربوطاتو ژوند کوي . دغه  پورته يادشوی قومونه يوازي په خپلو سيمو کې له کليونه رمې اوگلې دغرولمنوته بيايي او څومياشتي دهمدغوسيموپه غرو رغوکې تيروی اوپه منې به بيرته خپل اصلي  ټاټوبي ته راگرځيدل . داکوچيان هم دخپلو عنعنو، دود اودستورپه ساتلوکې زيات زيار باسي کوښښ کوی خپل تاريخي ټولنيز مناسبات دپخواپه دود وساتی . ددوي کړو وړ واولباس اغوستلو کې دتمدن دتاثيراتو بېلگې ډيري کمی ليدل کيږي .


د شمالي افغانستان د كوچيانو دكوچ مسير په بېلابيلو ولايتونو كي مختلف دى . د مثال په توګه ازبك او تركمن كوچيان په ژمي كي په بلخ، جوزجان او فارياب كي اوسي، خو دوبى د بابا غره په شمالي برخو كي تېروي .


ددغوکوچيانواقتصاد دمالداری اودکرنې پر محصولاتو ولاړدي  .  ددغوکوچيانو ځيني کورنۍ  دغاليو او کمبلوپه اوبدلوکښي هم ځانگړی مهارت لري دهيواد دشمالي ولاياتو نيمه کوچيانوزيات شمير کورنۍ څاروي يوازي دقرقل دپوستکو لپاره روزي ، دهيواد په شمال کي داسحاق زيودقوم مربوط کوچيانو لويه برخه اوسي .


ديادولو وړده چې گوجر،جټ اوجوگی دکوچيانوپه احصائيه کې ندي شميرل شوی ځکه اوس جوگي او جټو مواشي دلاسه ورکړی اودلاسي صنعت  دلاري  دژوند احتياجات پوره کوي ،دگوجروکورنې په بدخشان او يو شمير ئي دهيواد شرقي سيموکنړ اونورستان  ته کوچېدلي هلته اوسی . ددوي لږ شمير کورنۍ دوزو په روزلو اخته دی  اونيمه کوچيتوب  ته ورته غوندي ژوند لري  . دوي له دغو وزوسره دموسم له مخي له يوځاي نه بل ځاي ته کوچ نه کوي هر چېږي چې اوسي هلته دغه څاروي ساتی ځکه دوي ته دکوچيانوپه يوه ډله کې هم ځاي نشي ورکول کېداي .


دهيوادپه شمالي اوشمالي غربي سيمو کښي معمولأ غير عبوري اونيمه کوچيان اوسېږي . چې غير عبوري کوچيان  دمېږو ،وزو او اوښانو په روزنه او نيمه کوچيان بيا دقرقل پسونو ،وزو،آسونو،اوښانو په تيره بيا بخدی اوښانوپه روزنه مصروف دي اوله دي لاري خپل احتياجات پوره کوي . ۳


همدا دشمالي سيمودنيمه کوچيانو برکت دي چې زموږهيوادپه نړی وال بازار کښي دقرقل  پوست له درکه لوړشهرت لري اودرې لسيزي پخوا په زرهاو دقرقل پوستکۍ بهرنيو بازاروته دخرڅلاو لپاره لېږل کېده . له بدمرغه پدي ورستيو کښي چې په افغانستان کې دقدرت پر سر جگړو زور واخيست اوبهرنيو تيريوته ئي پراخه زمينه برابر کړل ، په ټول هيواد دهغه جملې نه په شمالي او شمالي غربی ولاياتو کشي تر هر چا زيات کوچيانو ته ډير زيان ورسيد اوخپله څاروی ئې له لاسه ورکړه . همد ا دليل دی چې اوس زموږ هيواد دمالداری دمحصولاتو صادرات بهرته نلري  ،دقالينو اوکمبلو توليدات  ۹۰ په سلو کې راټيټ شوی دي   . 
دعبوري کوچيانو دوړي د موسم او غير عبوري کوچيانو دژمي او دوبي څړځايونه يا ورشو گاني دڅوسو کلو نو راپدي خوا معلومي دي چي دهيواد له شرقي سيمو شروع بيا تر مرکزي سيمو ،جنوب کي کندهار ،زابل ،هلمند ،فراه ،اوغربي تر هرات  اوبادغيس پوري  په بر کي نيسي .دعبوري کوچيانو لوي قوم احمدزي کوچيان دي چي (( ۹)) څانگي لري . ناصر،دولتزي ،اتمانزي ،سينزي ، عرب ،تر ه خيل،دېگان  او دشرقي سيمو ملاخيل کوچيان هم په ژمي دپيښور په لور کوچېدل  . داجرستان ملاخيل بيا دننه په هيواد کي تگ راتگ کوي . تره کي او اندړ کوچيان هم له ډير پخوا نه دکرښي څخه دتېرېدونه مخ اړه ولۍ ، دهيواد په داخل کي په دوبي سړواو ژمي  تودوسيمو ته راگرځي . دا کوچيان ټول له يوه مخه پښتانه دي ټول پسونه ،وزي او اوښان ساتي . دکوچيانو دنورزو او اڅکزو قومونو زياته برخه دکوچي توب دژوند نه لاس په سر سول يو شمير يي سوداگر ي ته مخه کړه او يوشمير نور يي دارزگان ، کندهار او کرښي نه هاخوا سيمو کي ميشته سول .  دې ټکی ته بايد پاملرنه وشي چي تر اوسه دکوچيانو هيڅ يوه قوم اوياوړې ډلي هم ددولتي پروگرام دپلي کېدوپه پايله کې دکوچيتوب ژوند دلاسه نه دی ورکړی ،اونه هم  ددوي په ميشته کيدوکي دولتي پروگراموکوم رول  لاره ، دوي خپله ددوي په ژوند کې دځينو تغيراتوپه پايله کې  دالار ځانته غوره کړه،فکر کوم عمده لامل به يې له ډيرو پخوا زمانوراپدې خوا  دتجارت او يا دتجارو دمالونو وړل  راوړل وي چي دوي ئي هم دې لاري ته وهڅول  .


دکوچيانو دا افسانوي ژوند چي په ښو ورشوگانو او دنگو دنگو غرونو په لمنو کي تيرېده زياتي ستونزي يې اوناخوالی  ئې هم له ځان سره  لرلې . دوي تر اوسه دسواد، روغتيايي مرستو ،پاکو اوبو ،درملو اونورو هغو شيانو څخه محروم  دي کوم چي دانسان دژوند دپايښت لپاره  ستر ارزښت لري .
کو چيان چي دقيق شمير يې هيچاته ندۍ معلوم داټکل پر اساس ددوي شمير له دونه تر دريو ميليونو پوري رسېږي ،پدي وروستۍ لعنتي کورنۍ جگړه کي تر بل هر چا زيات زيانمن سول؛ دغه ((  ۲۹))کالو جگړې په سلهاوو زره کوچيان له څارويو نه خلاص کړه . هغه کسان چي همداوس څاروي نلري غواړي څاروي او توره کږدۍ ولري ،اوخپل پخوا نۍ ژوند شروع کړي ،خو متاسفانه ددولت لخوا دکوچيانو دژوند دبيارغوني (اعادې)  لپاره هيڅ ډول مالي اومادی مرسته ونه شوه چي دوي څاروي رانيسي او ژوند ته دوام ورکړي ؛ دوي ته تل هغه وعده ورکړه سوې ده چي وايي (( بزک بزک نه مر ،جوي لغمان ميرسد )) . دپرديوپه پيسو په کليو او ښاروکي  څه ناڅه  کارونه تر سره کيږي ولي دهيواد دا څوميليونه انسانان چي دنورو هيوادوالو پشان مستحق دي او ځانگړي پاملرني ته اړتيا لري دټولو چارواکو هير اودبيا رغونې له پروسې بېرون  ساتل شوی دي  .


ټولو حکومتونو دکو چيانو سره د مرستي ،دهغوي ماشومانو ته دليک لوست دذده کړی په خاطر دگرځنده او ثابتو ښوونځيواوهمدا ډول ليليه ښوونځيودجوړولو،گرځنده کلينيکونو،په ژمنيو او دوبنيو څړځايونو کي دموقتي روغتونو جوړولو په دغو څړ ځايونو او ددوي پر عنعنوي لارواو تم ځايو باندي دژوروڅاگانو دکيندلو او بلا خره دهغوي دميشته کولو دومره وعدي ورکړه سوی دي چي يوه يي لاتر اوسه نده پلې سوې . 


زه نه پوهيږم چي اوس دقومونو او قبايلو وزارت ،دکوچيانو رياست او دکوچيانو شوراپه څه مصروف دي ؟ددې ادارودکار درک په مطوباعاتوکښي  نه منعکس کېږي اونه هم زموردمډيا ژورنالستان  دهيواد دورځنيو ولي حياتي مسايلو سره علاقه نيسی  .دهيواد حالات دومره گرم دی چې ټول ژورنالستان  ئي دخپل نغری پر شاوخوا ساتلی دي .
فکر کوم په دغه لنډه تشريح به دا ښاغلۍ او نور چي کله کله کوچيانو ته توهين کوي ،کله يي پاکستانيان  بولي او کله ئې دتابعيت د حق څخه محروم گڼي ، پدي  ټکی سر خلاص سوۍ وي  چي کوچيان دافغانستان دپښتون غيرتی قوم يوه برخه ده کوم چي دژوندددوام  اوڅارويو دروزلولپاره په مختلفوموسموکې له يوه ځاي نه بل ځاي ته دتگ راتگ کوي اوهرچېري چې ئي زړه وغوښتل هلته خپله کيږدۍ  .


ټيټ مي بوله غورځنگ راباندي مه کړه  زه په دې افتادگۍ کي لوي گړنگ يم


دکوچيانو ستونزي :


کوچيان زموږ په هيواد کې  تر ټولو بې وزله خلک دي چې ددولت اوبهرنيو ټولنو جدي  پاملرنې او اساسی  مرستوته اړتيالري .


تر هرڅه وړاندي بايد دا څرگنده کړم ترکومه ځايه چې ما يوه موده  دکوچيان دکار دولتی  دنده پرغاړه درلوده ځكه دكوچيانوپه اړوند څه  نا څه معلومات لرم اودهغوي  په ستونزو پوهېږم .


د کورنيوجگړوپه كلونو كې كوچيانو ته  ډېر زيان ورسيد، دغه كډه پر سر او محروموخلكو د ژوند په هره برخه كې  له حد نه زيات زيانونه وليدل . هغه وخت چې دپردوپه لمسون دکورنۍ جگړي داورلمبې اسمان ته پورته کېدې دحكومت  ضد ځواكونو به دکوچيانو له كېږديو څخه دپټن ځاي په توگه  ګټه اخيستل، حكومتي او شوروي ځواكونوبه هم د ټوپك، توپ، ټانك او الوتكو له لارې كوچيان تر اورلاندې نيول ،له دوي نه ورکه وه کومې خواته مخه کړي ،البته  تنظيمواوبهرنيانوهم دکوچيانوله پاکواحساساتونه  دجگړې ددوام په موخه گټه اخيستې ده ، ترکومه ځايه چې دوي تل له يوه ځاي نه بل ځاي ته کوچ کاوه په غرو،شلو، او دښتو کښي ماينونه ښخ وه ،ددغو ماينونولومړنی قربانيان کوچيان اودهغوي څاروی  وه .


هغوي  دجگړې له امله بېځايه شول ،څړځايونه ئې د ما ينو نوکرونده شوه اويامحلي واکدارانوخپل ملکيت وگرځاوه ،دتگ راتگ لاري ئي په ماينو فرش شوې ، دمځکي له لاري ددولت مخالفينو اودهواله لاري ددولت لخوا په ړندو غونډارو ويشتل کېده ،دالړئ ترهمدا اوس هم روانه ده . دهيواد په جنوبي اوشرقی سيمو کې پر کوچيانو دطالبانو دپنډغالي په نامه ړندې بم اورۍ کيږي اويا ددوي  پر لارو ددواړو خوانه ښخ شويو ماينو قربانيان کيږي .پدې دريو لسيزوکې کوچيانوزيات شمير څاروي په ماينونو کې  دلاسه ورکړه .


که څه هم دبن دتوافقاتوپر بنياددجوړشويوحکومت لخوا کوچيانوته هم  دنوروځايي خلکو پشان ډير ي وعدې ورکول شوی دي ،مگر متاسفانه تراوسه دكوچيانو لپاره کوم ځانګړى اقتصادي اوټولنيز پروګرام نه تر سترګو كېږي . داسې ښكاري چې د افغانستان په بيارغاونه او نړيوالو مرستو كې كوچيان بې برخې دی ،ځكه چې كوچيان  ثابت كور،ښوونځى، روغتون، پل، سړك، باغ، ځمكه اوكارېز نه لري، چې څوك يې په بيارغاونه كې مرسته ورسره وكړي. داچې ددوي دتگ راتگ عنعنوي لاري له ماينوپاکې شي اوياددوي درمودور شوگانواو موسمې تم  ځايوغم وخوړل شي اويادتگ راتگ پرلارو داوبودڅښلولپاره ورته کوهی (څاگاني )وايستل شي ، دگرځنده کلينيکونه اوښوونځۍ جوړی  شی ،اوله دوي سره دڅارويوپه روزنه اودنسل د اصلاح په برخه کښي  اقتصادي  اوتخنيکی مرستي  وشی  متاسفانه دټولواړونده چارواکوهيردي .


يو تريخ واققيت خو دادی چي دکوچيانوسره دميرېزی ورورکړنه کېږي ددوي ورځنيزوستونزودهوارئ لپاره کومه مرسته نده شوې دوي همدا اوس له زياتوستو نزوسره لاس په گريوان دی ،دبېلگې په توگه  دروان  ۲۰۰۷م کال دمی دمياشتي پر ۲۳ نېټه دپژواک دخبری اژانس دخبرپه حواله دهرات کوچيانو شکايت درلود چي دوي دمړودښخولوځاي نلري  په هغه هديره کې چې ځايي خلک خپل مړی ښخوی کوچيانوته اجازه نه ورکوي . ۴


تاسو قضاوت وکړی دنړۍ په کوم هيواد کې موليدلې چې ديوهيواد اتباع  دخپل مړی دښخولوځاي نلري ؟ ددوي گناه داده چي دوي کوچيان دي . 


زموږدهيواد کوچيان داسي ستونزي لري چي بايد دولتی  اړونده چارواکی دهغو دحل لپاره ژر تر ژره  اړين اوجدي گامونه پورته کړی  .


۱ / اقتصادي ستونزی : د افغانستان مركزي سيمه او د هندوكش لمني لـه لرغونو زمانو راهيسي د كوچيانو د دوبي څړځايونه اورشوګاني وې . غرنيو كليوالوپدې ورستيو څو لسزو کې چي هرې خوا دجگړي داور لمن پراخيږي  دموقع نه په استفادې  سره  دخپل چاپېر دغو دولتي دښتونو اوڅړځايونو ته د خپل ملكيت په سترګه گوری ، دغه علت و چي  اوس کوچيانو ته ددوي دعنعنوي اوتاريخي څړځايونو نه  د استفادې حق نه وركوي . پدې مځکو کښي اوس کوکنار اونورې غلې دانې کرل کېږي اودزوردخاوندانوپلاس کښي دي .


دولت مکلفيت  لري دكوچيانو پخواني څړځايونه بېرته دوي ته  وركړی ،دهېواد په بيارغاونه كې د دوى ژوندته هم جدې اولازمی پاملرنه و شي ، په ټولواړونده وزارتونوكې بايد دكوچيانوسره دکار په اړوند ځانګړى ادارې جوړی اودکوچيانوپه ژوندکې دمثبتوتغيراتوراوستلولپاره ځانگړی پروګرامونه په نظر کې  ونيول شی .  دجگړې ناورين له بلې خوا دورستيو کلونو وچکاليو له بلې خوددوي ستونځی لاپسي پېچلي کړي دی ،کوچيان دېته اړشول خپل څاروي وپلوری  . تر کومه ځايه چې زمور هيواد دمالداري پراختياته اړتيا لري اړينه برېښی چې دکوچيانوسره دڅارويواودهغوي دنسل په اصلاح کې لازمه مرسته وکړی . دکوچيتوب دوباره احيا اودکوچيانوسره اقتصادي مرستی  به زموردهيواد داقتصاد نيمه ناخواله اونېمگړتيا پوره کړي .
د افغانستان په  اساسي قانون کي د ټولو افغانانو حقوق  برابر ګڼل شوي دي . كوچيان هم افغانان دي، دافغانستان اتباع  دي، په افغانستان كې د استوګنې حق لري . ، داساسي قانون له مخې دولت اودولتي چارواکي ددوي  په مقابل کي مسؤليت  لري چي له بدمرغه تراوسه ئي هغه ندی ترسره کړی .  


داساسي قانون په ۱۴ ماد کې   پدې اړه ددولت دمکلفيتو په هکله راغلي : دولت د كرنې او مالدارۍ د پراختيا، دبزګرانو او مالدارانو د اقتصادي، ټولنيزو او د ژوند د شرايطو د ښه كولو او د كوچيانو د ميشتولو او د دوي د ژوند دسمون لپاره د دولت د مالي توان په حدودوكې اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي. 
دولت مستحقو اتباعو ته د استوګنځاى د برابرولو په منظور او دعامه ملكيتونو د وېش لپاره د قانون له حكمونو سره سم او د مالى امكاناتو په حدودو كې لازم تدبيرونه نيسي . ۵


دافغانستان دبيا جوړونې په پروگرام کې بايددکوچيانو دژوند ټولو اړخونوته دځانگړی پلان له مخې په ټوله کوچې نشينو سيموکې دکوچيانودژونددبسيا ينې ،دهغوي دمحصولاتو دزياتېدو، هغوي محصولاتو  ته  دخرڅلاو بازار پيداکېدو او ورځنيزو ستونزودحل لپاره ځانگړې  پاملرنه  اومعين کارونه پيل شوی واي ،چې متاسفانه کوچيان لکه چي سرگردانه  ژوند لري  ،همداسي ددولتي چارواکوهم دعيش اونوش په سرگردانيو کښي  له ياده وتلې دی.


که کوچيان پدې بڼه دکوچي توب ژوند دلاسه ورکړی يعني داچي دژوند ستونزی  ئي اړباسي چي هر څه پرېږدی  دابه په هيوادنۍ کچه لويه غميزه وي ،اودهيوادپر اقتصادبه ناوړه اغيزه وښندي . ځکه په اقتصادي لحاظ افغانستان يوکرهڼيز اومالدار هيواد دی  ،زموږ دهيواد  داقتصاد هم  له دغوبرخو(کرهڼه اومالداری) نه جوړدی  . په افغانستان دصنعتی توليداتويوازي يوه ،دوي وړې بېلگې شته نور زموږ هيیواديو مصرف  کونکی هيواد دی اودنړيوالوتوليدشوو توکو دخرڅلاو بهترين بازار دی . پدې شرايطو کې ډيره اړينه اوحياتي ده چي دافغانستان دکرهڼي اومالداري پر مختگ ته ځانگړې پاملرنه وشي . ښه به دا وي که دافغانستان کرۀنه ،مالداري اوصنعت يوځاي پراختيا وموی  ،پدې صورت کښي به موږ دصنعتي توليد زيات خام توکی خپله ولرو.


دادتاريخ جبراويوطبعي اصل دی  هر څومره چي په يوه ټولنه ياهيوادکښي  اقتصادي ، ټولنيز اوسياسي مناسبات پر مخ  ځي،دتوليدوسايل نوی کېږي ،نوی توليدي مناسبات ټولنه تر خپل سيوري لاندي راولي  په هغه اندازه دهغې ټولنې دوگړوپه  اقتصادي ،سياسي ټولنيز اوفرهنگی  چاپيريال کي  تغير راځی ترکومه ځايه چي کوچيان هم زموږدټولني يوجزگنل کيږي اوپه شکل دشکلونوتر دغو تاثيراتولاندي راځي  طبعي ده چي  دكوچيانود مېشته كېدوهڅه  هم پياوړې كېږي اوددوي تمايل هم دښاري ژوند په لور راماتېږي  ،همدا لامل دی  چې اوس  دکوچيانو يوشمير  په معينوسيمو کې دمشت کيدولار خپله کړې ده  .


۲ / سياسي برخه کي :


پدې شپږوکلوکې يوځل بيادکوچيانوبدمرغۍ له هغه راپيل شوه چې ددوي دژوند برخليک دهغوپلاس کښيوت کوم چې له بهرنه راغلي او يوازي دقومی تړاو له مخې دتوروکيږديودکوچيانو استاز يتوب پداسي حال کښي کوی چي يوه ورځ ئي هم پدې توره کيږدۍ کې نده تيره کړې . دسړې هغه قيصه ورپيادېږي وايي : دظاهر شاه په وخت کې يو ورځ دارگ بغل ته دکارگرانو لاريون (مظاهره ) تيرېده،کارگرانو شعار ورکاوه چي زموږ تنخوا بايد ډيره شي ،زموږ اولادونه ډوډئ اونوردژوند اړين توکی نلري . ددې لاريون کونکو اواز  د ارگ تر جگواوپلنو ديوالو تېر شو،دپاچايوه زوي دخپلې مور نه پوښتنه وکړه چې دابيرن دڅه شي اوازو