کور / تازه خبرونه / بلخ: د يو ميليون امريكايي ډالرو وعده وشوه

بلخ: د يو ميليون امريكايي ډالرو وعده وشوه

په مزارشريف كې د نشه توكو پر ضد د مبارزې وزير جنرال خدايداد د بلخ والي عطامحمد نور سره په يو ګډه خبري ناسته كې د يو ميليون او اتلس زره امريكايي ډالرو په لګښت د پيل كېدونكو پروژو تر څنګ له دغه ولايت سره له درې كلونو را په دې خوا د كوكنارو د كر د صفر په وياړ د يو ميليون امريكايي ډالرو وعده هم وكړه.


 


په پيلېدونكو پروژو كې د درې ښوونځيو، يوې مدرسې او روغتيايي مركز د ودانيو جوړونه وه، چې له خبري ناستې وروسته وزير پرانيستې.


 


خدايداد بلخ او ننګرهار، په هر اړخيزو برخو كې د هېواد له برياليو ولايتونو څخه وګڼل او زياته كړه چې بلخ سره بايد لا مرستې هم وشي.


 


نوموړي همدا راز ۲۳ تركتورونه او ۳ ترېشلې د بلخ كرنيزو كوپراتيفونه ته  وسپارلې.


 


له دې مخكې هم د ياد شوي وزات له خوا د بلخ له كروندګرو سره ۱۶ تركتورونو مرسته شوې وه چې  په ټوليزه توګه د څه باندې ۸ ميليونو امريكايي ډالرو ارزښت لري.


 


خو د بلخ والي شوې مرستې د دغه ولايت له اوسېدونكو سره د كوكنارو دكر د صفر كولو پر وړاندې د نشت برابر وګڼلې.