کور / شعر / درې ګوټيز

درې ګوټيز

 


 


كلونه تېر شول اوس د نوي كال درشل كې اوســــــوو


لا مو ګټلې نه ده لا خوپه مورچل كې اوســـــــــــــــــــوو


د درې ګوټيز * په دغو درې ټكــــــــــــــو دې نه غولېږو


مونږه په بلخ، موږ اباسين، موږ په زابل كې اوسوو


موږ جادوګـــــــــــــــــــــــر يوو له اورونو نه اوبه جوړوو


لكه ماهيان يې كله سر او كله تل كې اوســــــــــــــــوو


زمونږه هست او وده تل شوې په دښــــــــــــتو كې وي


موږ ښايستونه وېشوو ګل يوو په اوربل كې اوسـوو


 


* درې ګوټيز: (فارسي ژبى مثلث) د افغانستان، ايران او تاجكستان ګډه ټولنه چې افغانستان پكې دفارسي ژبي هېواد په توګه نړۍ ته پېژندل شوى چې له حقيقت څخه ډېره لرې خبره ده. په همدې اساس ايران او تاجكستان د ۱۳۸۸ لمريز د نوروز ميله په بلخ كې په ګډه ونمانځله.


 


د ۱۳۸۸لمريز لومړۍ ورځ