د پوهني د پراختيا په موخه نوي ښوونځي جوړيږي
هرات ولایت: نن دوری په 13 نيټه، دهرات ولايت دګذره ولسوالی داميرشاهی منځنی ښوونځی او دآوبی ولسوالی د سرای پرده دکلی د ښوونځيو د ودانې دبنسټ ډبری دنوموړی ولايت دپوهني رياست دمسولينو له خوا کيښودل شوی.
پدی غونډه کی ددولتی مسوولینو سربیره قومی مشرانو او دښوونځی زده کوونکو هم ګډون کړی و.
دامير شاهی ښوونځی تعمير په پاخه او اساسی ډول په يو پوړکی کی د ٣ جريبه ځمکی په ساحه کي ديوسلو ٥٠ زره امريکايي دالرو په مجموعی لګښت په هالند کی دميشتو افغان مهاجرينو په مالی لګښت د٦ مياشتو په موده کی جوړيږی، چي ٦ درسي خونی،ِ دوې اداري خوني، دکنفرانسونو تالار، يو باب وړکتون، ٩ تشنابه او نور ضروري ملحقات لری.
همدارنګه د اوبی ولسوالی د پرده سرای دکلی دښوونځی تعمير هم په پاخه او اساسي دول د ٢ جريبه ځمکی په ساحه کی چی دسيمی دخلکو لخوا معارف ته ورکړل شوی د ٨ مليونو ٧٣٢٦٨١ افغانيو په مجموعی لګښت دپوهنی وزارت دپرمختيايی بودجی څخه د ٨ مياشتو په موده کی په دوو تعميرونو کی جوړيږی، چی هر تعمير به ٨ درسی خونی، ٤ اداری خونی، ٥ تشنابه، يوحلقه د ابو څښکلو څاه د زده کوونکو لپاره ٣٤٠ پايی ميز او چوکی او نور ضروری ملحقات لری.
د يادونی وړده چي دامير شاهی په ښوونځی کی ٧٠٠ تنه اود پرده سرای دکلی په ښوونځی کی ١٩١٥ تنه انجونی او هلکان زده کوونکی په زده کړه بوخت دی، چی ددی تعميرونو په جوړه ولوسره به يادشويو ښوونځيو د زده کوونکو ستونزی د سرپناه دنشتوالی له امله ليری شی.
دبلخ ولايت دمارمل په ولسوالی کی دیو ښوونځی اومدرسی دودانيو دبنسټ ډبری کيښودل شوی
بلخ ولایت: نن دوری په 13 نيټه، دبلخ ولايت دمارمل په ولسوالی کی دابو عصمت دليسی او د معصب بن عمير دمدرسی د ودانيو دبنسټ ډبری دنشه يی ټوکو پر وړاندی دمبارزی وزير جنرال خدايداد، دولايت دمقام مرستيال محمد ظاهر وحدت، دپوهنی رئيس محمد ظاهر پنهان لخوا کيښودل شوی.
په نوموړو غونډو کی ددولتی مسوولینو سربیره قومی مشرانو او دښوونځی زده کوونکو هم ګډون کړی و.
د ابو عصمت ليسی دودانی تعمير په پاخه او اساسی ډول په يو پوړکی د ٥ جريبه ځمکی په ساحه کي د دوه سوه ٤٦ زره امريکايي دالرو په مجموعی لګښت دنشه يي ټوکو پرضد د مبارزی دوزارت په مالی لګښت د ٩ مياشتو په موده کی جوړيږی، چي ١٢ درسي ټولګی،ِ ٤ اداری خونی، يوحلقه څاه، ٥ تشنابه او نور ضروري ملحقات لری.
همدارنګه معصب بن عمير د مدرسی تعمير هم په پاخه او اساسي دول ديو جريبه ځمکی په ساحه کی چی دسيمی دخلکو لخوا معارف ته ورکړل شوی ديو سلو ٦٧ زره په مجموعی لګښت دنشه يي ټوکو پرضد دمبارزی دوزارت په مالی مرسته د ٩ مياشتو په موده کی جوړيږی، چی ٨ درسی خونی،٤ اداری خونی،٥ تشنابه او نور ضروری ملحقات لری.
ديادونی وړده چي دابو عصمت په ليسه کی ١٥٠٠ تنه زده کوونکی چی دتدريس چاری يی ٤٠ تنو استادانو لخو پرمخ بيول کيږی او د معصب په مدرسه کی طالب العلم، چی د ٨ تنو مدرسنو لخوا تدريس کيږی.
ياده دی وی چی دنوموړی ښوونځی او مدرسی زده کوونکی دا مهال په کرايی کورونو او مسجدونو کی په زده کړه بوخت دی، چی د تعمير ونوپه جوړه ولوسره به يادشويو ښوونځيو دزده کوونکو ستونزی دسرپناه دنشتوالی له امله ليری شی.
سنگ تهداب دو باب مکتب در ولایت لغمان گذاشته شد
ولایت لغمان: امروز ١٣ حمل، سنگ تهداب تعمیر الحاقیه لیسه نسوان منداول در ولسوالی قرغه یی و متوسطه نسوان شیرگړ مربوط مرکز ولایت لغمان توسط لطف الله مشعل والی ولایت درحالی که ریئس شورای ولایتی و مسئولین ریاست معارف آنولایت گذاشته و افتتاح گردید.
تعمیر مکاتب متذکره بصورت پخته و اساسی در یک طبقه به کمک مالی سفارت جاپان به مصرف مجموعی 176 هزار دالر امریکایی درمدت 6 ماه اعمار می گردد، که تعمیر هر مکتب دارای 8 صنف درسی، 4 اتاق اداری با سایر ملحقات ضروری آن می باشد.
گفتنی است که در لیسه منداول به تعداد 740 تن شاگرد که امورتدریس آنها توسط 20 تن معلیمن و در مکتب نسوان شیرګړ به تعداد 840 تن شاگرد توسط 19 تن استادان تدریس می گردند.
شایان ذکر است که در ولایت لغمان به تعداد 235 باب مکاتب وجود دارد، که از آن جمله 67 باب آنرا مکاتب نسوان تشکیل میدهد.
بازگشایی یک باب مکتب در ولسوالی واعظ ولایت غزنی
ولایت غزنی: مکتب ابتدائیه ابوبکر صدیق مربوط ولسوالی واعظ ولایت غزنی که توسط دشمنان علم و فرهنگ مسدود گردیده بود، دوباره فعال گردید.
مکتب متذکره بعد از سعی و تلاش و مذاکره متنفذین و شخصیت های قومی با مخالفین دولت دوباره فعال گردید.
گفتنی است که فعلاً در مکتب مذکور به تعداد 297 تن شاگردان ذکور مصروف آموزش می باشند که امور تدریس آنها توسط 4 تن استادان پیش برده می شود.