کور / تازه خبرونه / فارياب: ۱۶ افغان كاركونكي وتښتول شول.

فارياب: ۱۶ افغان كاركونكي وتښتول شول.


تېره شپه د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالي كې د واحدي ساختماني شركت ۱۶ افغان كاركونكي د مخاليفو وسلوالو له خوا وتښتول شول.


 


د دغې ولسوالۍ ولسوال حاجي دولت خان رسنيو ته ويلي چې په تښتول شويو كاركونكو كې درې تنه اينحنيران هم دي.


د هغه په وينا واحدي شركت كاروكونكي په سيمه كې د نږدې ۲۰ كليومتره سرك د پخېدو كار باندې بوخت و، چې د شپې نږدې يو بجه تښتول شوي دي.


 


د چارواكو په وينا لا هم كومې مخالفې وسلوالې ډلې د تښتونې پړه پر ځان نه ده اخيستې.



خو په تېر كال كې د همدې سړك د چينايي شركت درې افغان كاركوونكي د طالبانو لخوا تښتول شوي وو، چې يو يې وواژه او دوه نور يې د پيسو په بدل كې پرېښودل.


 


غورماچ ولسوالۍ د تېر كال په اوږدو كې د ولسمشر په ځانګړي فرمان بادغيس ولايت څخه لرې او فارياب پورې وتړل شوه