کور / شعر / لروبر

لروبر

مومند بابا ادبي بهير- بلخ


 


 


ستا د بڼو بر سر كې


سيند د امو ښكارېږي


ابدالې توره پكې


بس هو به هو ښكارېږي


او


ستا د بڼو لر سر كې


رود د اټك بهېږي


رود د خټك بهېږي


څه ذات دى!


خداى ته خو ګوره كنه


د باريكۍ ځاى ته خو ګوره كنه


چې ستا باڼه هم لروبر پراته دي


او پښتانه هم لروبر پراته دي