کور / شعر / لوى افغانستان دې كړم

لوى افغانستان دې كړم

 


مومند بابا ادبي بهير- بلخ


 


 


 


لاس شوې او ګريوان دې كړم


ځان پورې حيران دې كــــــــړم


 


خپل د زړه په خوښــــــــــــه تل


ړنګ دې كړم ودان دې كـــړم


 


تا چې اټك زړه راكـــــــــــــــــړو


لوى افغانســـــــــتان دې كړم


 


مورې! مننـــــــــــــدوى دې يم


لوى دې كړم افغــان دې كړم


 


راشـــــــــــــــــــه د ټپې په شان


ځار د ې كړم قربان دې كـړم


 


يو ناڅاپه څنـــــګــــــــــــه دې


ښكل كړمه، جانان دې كړم


 


ځه په دې اراك فـــــــــــطرت


وادېخيســــتم ځان دې كړم