کور / کیسه / کابلى والا

کابلى والا

( لنډه کيسه )


ليکوال : رابندرانات ټاګور
ژباړه: علامه رشاد بابا


زما دپنځه کلنې لور ((مينى)) طبيعت داسې دى چې نه سي کولاى يو آن هم پټه خوله کښېني ، زه باور لرم چې دا به په ټول ژوند کې (په ويښه) يوه دقيقه هم پټه خوله نه وي پاته سوې، مور يې زياتره ورته خښمېږي او له ډېرو ويلو يې منعه کوي ، خو ما په درست ژوند دا کار نه دى کړى ، چې دا پټه خوله ووينم ، وايم دا به ((مينى))نه وي ځکه مينى او پټه خوله؟
د((مينى)) پټه خوله پر ما درنېږي ځکه نو زه هر کله ددې خبرې په مينه اورم او په خورا مهرباني او بشاشت ورسره ږغېږم .
يوه ورځ سهار چې ما دخپل ناول اوه لسم څپرکى (فصل) کيښ ،((مينى)) غلې خونې ته راغله ، خپل تاني او نازک لاسونه  يې زما پر لاسو اېښودل ، په خورا تلوار يې راته وويل :((بابکه ! زموږ دروازه وان (رام ديال) زاگ نه سي ويلاى ، تل يې زوگ وايي دى خوارکى په هېڅ شي نه پوهېږي ، دغسې نه ده؟))ما غوښتۀ چې دلهجو دتوپيرونو په باب څه معلومات ورکړم ،خو دې ماته دجواب موقع رانه کړله او دستي يې په خورا جدي توگه دابحث پيل کړ : ((باران ولې اوري ؟ بهولا وايي چې په ورېځو کې يو غټ هاتي دى تر شونډک اوبه راشيندي دا رشتيا ده؟))ما لا په جواب خوله نه وۀ پرانيستلې ، دې سمدستي پوښتنه راڅخه وکړله : ((زما مور ستا څه کېږي ؟))ما په موسکا ورته وويل :((زما دخوښينې خور ))اودامې پسې زياته کړه ((مينى !ولاړه شۀ له بهولا سره لوبې وکړۀ ، زه کار لرم.))مگر((مينى )) زما  ددغې غوښتنې هېڅ پروا ونه کړله ، زما دکار مېزته نژدې پرځمکه ناسته وۀ،د زنگانه په سترگه يې خپلې نرۍ گوتې داسې ښورولې لکه يو دوکړه يي چې دگوتو په ضربو له دوکړو (طبلو) څخه موزون ږغونه راباسي ، زه دغه وخت په خپل فکر کې خورا ډوب وم ،دناول اولسم څپرکى (فصل) مې دې ځاى ته رارسېدلى و، چې مين خپله مينه د يوې ودانۍ په درېيم پوړ کې موندلې ده او دکړکۍ له لارې يې دتښتولو په
هڅه کې دى په دغه ترڅ کې ناڅاپه ((مينى)) زما دکار دکوټې هغې کړکۍ ته وځغاستل چې عمومي واټ ته خلاصېږي او په زوره يې نارې کړلې .
((اوکابلى والا ! _ اوکابلى والا! ))ماچې بهر ته وکتل رشتيا هم يو جگ سړى چې پښتني جامې يې اغوستې او کلکه پگړۍ يې تړلې ده په عمومي واټ کې کرارکرار رهي دى ، بورۍ يې په شاه ده او دانگورو ټوکرۍ يې په لاس کې .زه نه پوهېږم چې دکابلى والا له ليدلو څخه ((مينى)) ته په زړه کې څه اندېښنې ور پيدا سوې خو ده چې زموږ دکور خواته مخ راوگرزاوه ، د((مينى)) له خولې بې اختياره ووتلۀ((وى))کله چې کابلى والا دکړکۍ مخې ته ودرېدۀ او(( مينى)) ته يې په ځير وکتل ، دې منډه کړه اودې مور په غېږ ننوتلۀ،زما په خيال دې ته گومان پيدا سوى و: کابلى والا په هغه بورۍ کې چې په شاه يې ده ، دوه درې کوچنيان نور اچولي دي او اوس دا هم په بورۍ کې پسې اچوي .
شېبه نيمه نه وه تېره چې کابلى والا په دروازه راننووت، سلام يې وکړ او په موسکا يې وويل :((څه مو په کار وو.))په دې وخت کې زما د ناول څپرکى خورا  حساس ځاى ته رسېدلى و، ددې له پاره چې ما له خپله کاره ونه باسي له کابلى والا څخه مې څه مېوۀ ژر ژر راونيوله. دۀ چې بورۍ په شاه کوله ، خداى خبر چې په زړه کې يې څه وروگرزېدل  زما څخه يې پوښتنه وکړله :((بابوجي ! لورکۍ دې څه سوه ؟))ماددې له پاره  چې دغه وهم دمينى له زړه وباسم، دامې راوبللۀ،((مينى))راغلۀ ، خو زما په چوکۍ پورې موښتې ودرېدله، دوې سترگې يې  دکابلى والا بورۍ ته نيولې وې ، کابلى والا دبورۍ له کڅوړو څخه څه مويزې او غوزان (جوز) را وايستل او په دواړو لاسو يې((مينى)) ته وړاندې کړل ، مگر دا نوره هم په ما پورې وموښتلۀ او سترگې يې له وهمۀ نورې هم رډې راوختلې ، دا وه د((مينى)) او کابلى والا لومړۍليدنه. څو ورځې پس،چې يوسهار زه له کوره راووتلم،که گورم(مينى) دروازې ته نژدې پر يوه چوکۍ ناسته ده، کابلى والا يې دچوکۍ مخې ته گونډې وهلې دي ((مينى)) دشاروني (مينا) په شان ورته گډه ده او دى په خورا خوند او توجۀ دهغې خبرې اوري، هريان سوم؛ خو چې ښه ورته ځير سوم، که گورم د((مينى)) دساړي يو پلو له  وڅکو او غوزانو(جوزو) ډک دى، دا وڅکي او غوزان کابلي والا تحفه ورته ورکړې ده، ما کابلى والا وپوښتېده:
     ((دا مېوې دې څنگه مينى ته ورکړې دي؟)) دۀ  لاجواب نه و راکړى  مايوه اټانۍ ( داتوانو سکه ) له جېبه راوکښله اودۀ ته مې وړاندې کړله . دۀ هم بې هېڅ نټې او اکراهه هغه راڅخه واخيستله او جېب  ته يې واچوله  .کله چې زه کور ته راستون سوم که گورم هغې بد مرغې سکې په کور کې لويه لانجه پيداکړېده .د ((مينى) )  مور خښميږي او په ډېره  تنده   او ترخه لهجه له (( مينى )) څخه پوښتنه کوي : (( داسکه دې  له کومه کړېده ؟)) او ((مينى)) په خورا ساده گۍ ورته  وايي: ( کابلى والا راکړې .)) دمينى مور چې دکابلى والا نوم اروي خښم يې نور هم زياتېږي اوپه خورا قهر لورته وايي : (( تاله کابلى والا څخه څنگه اټانۍ اخيستله ؟)) پر دغو خبرواترو  زه کور ته راورسېدلم او دمينى مورته مې وويل : دا هغه اټانۍ ده چې ما کابلى والا ته ورکړې وه ، په دې خبره دمينى دمور قهر لږ سوړسو اوماچې ((مينى )) وپوښتيدله رامعلومه سوله  چې دا دمينى او کابلى والا دوهمه او درېيمه لېدنه نه ده ، تردې  دمخه کابلى والا  په وارو، وارو ((مينى)) ته وڅکې او غوزان  ورکړي دي او ددغۀ دوستانه  رشوت په  زور يې هغه بېره د((مينى)) له زړه اېستلې ده چې پخوايې له کابلى والا څخه درلوده . اوس دوى خورا خواږه او تېروني دوستان دي ، يوله بله ټوکې کوي ، خاندي اويودبل په ليدلو خوشالېږي .
زه به هريان سوم چې کله به مې وليدل . کابلى والا غوندې غټ او جگ سړى دمينى مخې ته پرگونډو ناست دى او مينى ددۀ غښتلي بدن او مېړنۍ څېرې ته په ځيرځير گوري او په خنداخندا وايي: (( او کابلى والا ! او کابلى والا ! په بورۍ کې دې څه دي ؟)) او هغه په جواب کې ور ته وايي :  هاتي ( پيل) . دا جواب که څه هم دخندا وړ نه دى خو مابه ليدل چې دوى دواړه له خندا شنه شنه کېږي او پرپښتو رگو ( بډوډو ) يې لاسونه نيولي دي دا خندا چې به خلاصه سوه بيا به د کابلى والا دپوښتنې  وارسو ،ده به ورته ويل : (( مينى ! ته کله د خوسر کره ځې؟)) په بنگال کې دخوسر دکور په باب ډېر نکلونه سته ، خو موږ به هغه نکلونه ((مينى)) ته نه کول او نه مو غوښتل چې دا په دغه راز کيسو خبره سي ، ځکه به نو دې  په خوراسپېڅلتيا کابلى والا ته جواب ورکړ : (( ته به په خپله دخوسر کره ځې .)) ځېنې خلک دخوسر کره تگ دبندي کېدلو په مانا کاروي ، کابلى والا به ددغې کنايې تر اغېزې لاندې راغى او ((مينى)) ته به يې وويل : (( زه به مې خوسر ټوک ټوک کړم.))
پر دغه جواب به ((مينى ))خورا ډېر وخندل او دصحبت ملگرى ( کابلى والا )  به هم په دغه خندا کې ورسره  شريک و. زه د کلکتې دښار په يوه کوچنۍکوټه کې اوسېدلم، دمني ټاپى (موسم) و .له خپلې کوټې څخه بهرته وتلم ، خو فکر به مې په ليرواو تر  وېش  ( سرحد ) دباندې ملکو کې گرزېدۀ ، په تېره بياچې دپښتو نخواپردېسى( کابلى والا )  به مې په واټ کې وليده ، زړه به مې ديوه نااشناملک وليدلو ته هوسېدۀ ، جگ غرونه ، ژورگړنگونه او گڼ ځنگلونه به مې تر سترگو سترگو کېدل او په دغو غرو او ځنگلو کې به مې هغه له خټوجوړسوي کورونه ليدل چې دغه له ملکه لېرې او دکلونو مسافر به دژوند ورځې او شپې پکښې تېرولې  او د يوه ازاد او خپلواک ژوند څښتن به و، په دغه خيال کې به زه دهغو خورا جگو او هيبت  ناکو غرونو لمنو ته ورسېدلم چې نرۍ لارې به يې پر سينه باندې دمار په څېر تر لمنو راغزېدلې وې او د اوښانو هغه کاروانونه به مې ليدل چې هوارو (ميدانونو) ته ورو ورو راکښته کېږي او دپښتنو شاه ځلميو نېغې شملې او ځلاندى سرنېزى يې بدرگه کوي ،زما خيال چې به دپښتونخوا دسفر دغو حساسو مزلو ته ورسېده، د((مينى )) مور به ناڅاپه را ږغ کړۀ:
((له دغۀ پردېسي څخه وبېرېږه ))
ما به ډاډ ورکړ او ورته وبه مې ويل :
((هېڅ خطرنسته ، ته ولې دومره بد بينه يې .))
  دې به راته ويل :
((دا خلک کوچنيان نه کوي ؟ ايا په کابل کې دکوچنيانو غلا باب نه ده؟))
ما به ورته ويل :
((دا اوازې دي ، ټولې اوازې بايد سړى  ونه مني .))
خو دا به نه راسره ستېدله (قانع کېدله)او زما دغه خبرې به يې ښې زړه ته نه لوېدلې .
په کال کې يو وار کابلى والا کور ته  تۀ ،سفر ته په نژدو ورځو او شپو کې به دى ډېر بوخت و، پورونه به يې کښل ، دلارې خرڅ او دکور له پاره به يې څه پيسې او سوغاتونه برابرول ، خو ما ليدل چې له دغو مصروفيتونو سره بياهم کابلى والا د ورځې يو وار د(( مينى)) ليدلو ته راځي  او که دسهار په وخت کې وخت ونه مومي د مازديگر خوا ته ځان رارسوي ، زه لږ بدگومانه غوندې سوم چې دکابلى والا په دغه هره ورځني راتگ کې کوم چل نه وي ؟ خو بيا چې به مې وليدل کابلى والا چې داسې ((مينى)) په خورا مينه ښه راغلى ورته وايي او فقط هغه  هرې ورځنۍ ټوکې تکراروي او بس ، بېرته به ډاډه سوم او بد گوماني به مې لرې سوله.
وطن ته دکابلى والا د تگ وخت رانژدې سوى و ناڅاپه  يوه ورځ ما دخپل کار په کوټه کې د ناول پروف سمول د سهار اته بجې وې ، هوا سړه وه   پر مذهب ټينگ هندوان له  درمسالونو څخه پټ مخ خپلو کورونو ته ستنېدل ، په دغۀ ترڅ کې مې په واټ کې يو ځوږ تر غوږ شو  تر کړکۍ چې مې وکتل که گورم  دووپوليسانو کابلى والا تر موټانو تيولى دى او دتاڼې خواته يې کشوي  کوچنيان ډله پسې دي ، هاى و هوى يې اچولى دى دکابلى والا پر جامو د وينو څه ټپلي هم ليدلى کېږي  او ديوه پوليس په لاس کې چاړه هم ده .
په خورا تلوار واټ ته ورو تلم ، پوليسان مې ودرول  پېښه مې ځنې وپوښتله ، معلومه سوه، چې کابلى والا پر يوچا يو دانه پټو خرڅ کړى او هغه يې پر پيسو ناگاره سوى دى ، شخړه جگړې ته رسېدلې ده ، کابلى والا ته قهر ورغلى دى   او ناگاره يې وهلى دى ، _ کابلى والا اوس هم خورا قهرېږي  اوناگاره ته پرله پسې بد  و  رد وايي _ په دغه ترڅ کې ناڅاپه په برنډه کې ((مينى)) ښکاره سوه او دنورو ورځو په شان يې کابلى والا ته ورنارې کړلې .
((او کابلى والا ! او کابلى والا !))
د((مينى)) ږغ چې دکابلى والا تر غوږ شو دستي يې وضعه واوښتله  درد يې شېوه سو ((مينى ))چې دکابلى والا پر اوږه بورۍ ونه ليدلۀ  ، لومړۍ پوښتنه يو ونه کړله ، خو دويمه پو ښتنه يې بې ځايه نه وه دستي يې ورږغ کړۀ:
((د خوسر کره ځې ؟))  
 کابلى والا وخندل او ورته ويې ويل :
((هو هلته ځم ))
خو دې ځواب ((مينى ))ونه خندوله او دکابلى والا هم دې ټکي ته پام سو، دستي يې ((مينى )) ته ورږغ کړه :
((څه وکړم لاسونه مې تړلي دي ، که نه اوس به مې هم خوسر ټوک ټوک کړى واى .))
پردې ځواب مينى وخندل اوپوليسانو کابلى والا د تاڼې لور ته رهي کړ ، پر کابلى والا باندې څو کاله بند راووت ځکه چې دچا دوژلو هڅه يې کړې وه ، مياشتې و کلونه تېر سول کرار ،کرار کابلى والا هم زموږ هېر سو ، موږ دخپل ژوند په خوندونو کې ډوب وو ، دا مو په خيال کې هم نه را گرځېدله چې زموږ يو ازاد منشه اشنا د ژوندورځې وشپې په زندان کې تېروي ، زه شرمېږم چې وايم حى ((مينى )) هم دخپلو ټوکوټکالو ملگرى هېر کړ مينى يوازې کابلى والا هېر نه کړ ؛بلکې زما او د دې صحبتونه يې هم له ياده ووتل ، زما خونې ته نه راتللۀ ،دلوبو شريکانې يې پيدا کړلې او تل به له هغو سره په لوبو اخته وه.
کلونه تېر سول ،فصلونه سره واوښتل ، بيا منى سو او موږ د((مينى)) د واده په هڅه کې سوو هغه وخت راورسېدۀ چې زموږ دکورنۍد اميدونو رڼا د نورو مجلسونه روښانه کړي او موږ په تياره کې پرېږدي .
دشپې باران اورېدلى وو، سهار خورا پرېولې او روښانه هوا وه ،دلمر زرينو وړانگو دښار خاورين ديوالونه خورا ښايسته کړي وو ، زموږ په کور کې نر وښځې  دورې  هيسته په خورا خوشالي ښورېدل ، څراغونه يې ځړول ، فرشونه يې هوارول او خونې او برنډې يې پاکولې او ښايسته کولې ځکه چې نن د((مينى )) واده و .
زه دخپل کار په کوټه کې ناست وم،حسابونه مې سره سنجول که مې کتل په دغه وخت کې يو سړى په دروازه راننوت ، په ډېر ادب يې سلام واچاوه او زما مخې ته ودرېدۀ خو ما په لومړي نظر ونه پېژندلى سو ځکه چې نه يې بورۍ پر اوږه وه او نه يې څوڼې غوړې وې ، په چهره کې يې هغه تازگي او په بدن کې يې هغه غښتلتوب نه ليدل کېده .
چې يو وخت ما ليدلى و ، خو چې ويې مسل ومې پېژانده  چې کابلى والا دى ، پوښتنه مې ځنې وکړه
((څه وخت راغلى يې ؟))
دۀ جواب راکړ :
((بيگا له بنده راخوشې سوى يم .))
زه دزندان له نامه څخه کرکجن يم  او بد مې ځينې راتله ، ځکه مې نو په زړه کې راوگرزېدله  په دغه ورځ چې موږ د ((مينى))د واده په ښادي بوخت يو.ښه به واى چې دغه اسکېرلى بندي نه واى راغلى او دستي مې ده ته وويل :
((نن زموږ کره ښادي ده ، زه هم خورابوخت يم ، خوښه دې نه ده چې بله ورځ راشې ؟))
کابلى والا چې دا واورېدل ، دستي رهي سو ، خو چې د دروازې خولې ته ورسېدۀ مخ يې راوگرزاوه او راته ويې ويل :
((ښاغلى ! کېداى سي ، زه هغه ستا کوچنۍ لور ((مينى)) يو وار ووينم ؟))
ښايي ،دۀ به گومان کاوه چې ((مينى)) تراوسه پورې لاکوچنۍ نجلۍ ده او دى چې وويني ، ((اوکابلى والا !، اوکابلى والا !)) نارې به وروهي ، هغسې ټوکې به ورسره کوي او ورسره خاندي به.
ښه چې ورته ځير سوم د کابلى والا په لاس کې مې يوه کاغذي کڅوړه تر سترگو سوله چې له انگورو ډکه وه ، دا انگور ده له خپل يو وطندار څخه اخيستي وو ،ځکه ده خو هېڅ نه درلوده او تازه له بنده راايله شوى و، ما دده دپوښتنې جواب داسې ورکړ :
((ما دمخه درته ونه ويل : نن زموږ کره ښادي ده ، ځکه نو په هېڅ ډول کېداى نه سي ، ته(( مينى)) ووينې .)) زما په دغه ساړه جواب کابلى والا ډېر خواشينى سو ،خداى په اماني يې راسره وکړله له خونې ووت ، زه دده په خواشينۍ او نا امېدۍ ډېر خوابدى سوم ، غوښتۀ مې چې بېرته يې راوبولم ، خو که مې کتل دى په خپله راغبرگ سو ماته نژدې راغى او کاغذي کڅوړه يې راته ونيوله او ويې ويل :
((دا واخله ،ما ستا د کوچنۍ لور (مينى ) له پاره انگور راوړي دي  دې ته به يې ورکړې .))
ما چې کڅوړه ځينې واخستله لاس مې جېب ته کړ ،چې څو  انې دۀ ته ورکړم ، دۀ مې لاس ټينگ ونيواو په يوه متاثر لرونکې لهجه يې راته وويل :
((ته ډېر مهربانه يې ، زه دانگورو بيه نه اخلم ته هم کوچنۍ لور لرې او زه هم دغسې کوچنۍ لور په وطن کې لرم ،هر وخت مې يادېږي ، نن مې هم هغه له ما څخه په کلونو بېله لور را په زړه سوله دهغې په ياد مې دغه انگور ستا کوچنۍلور ته راوړل ، ما غوښتل چې د((مينى ))په ليدلو دخپلې کوچنۍ لورکۍ دليدلو تنده ماته کړم ، ما دا انگور د پيسو له پاره نه دي راوړي .))
له دې وينا سره سم کابلى والا  لاس جېب ته کړ يو زوړ او خوړين کاغذ يې راويوست او په خورا احتياط يې زما دمېز پر مخ راته وغوړاوه ، پر دغه کاغذ نه دچا عکس و نه دچا تصوير ، ليک او لاسليک هم نه پرې ليدل کېده ، ښه چې ورته ځير سوم ، يوه نانۍ منانۍ خپړه مې وليدله  چې په سيهي لړل سوې او پر دغه کاغذه لگېدلې وه ، زه پوه سوم چې دخپلې کوچنۍ لورد خپړې دغه نخشه کابلى والا څو کاله ديوه خواږه او گران يادگار په توگه له ځانه سره گرزولى وه ، په کلکته کې به چې دمېوو له خرڅلاوه  وزگارسو ددغې نانې منانې خپړې دنخشې په ليدلو به يې دخپل غمجن زړه سودۀ کوله ، داسې معلومېږي چې په زرو  وارو به يې دغه يادگار مچ کړى ، په زړه پورې نيولى او په سترگو پورې موښلى وي.
دې اندېښنې زه وژړولم ، تر سترگو مې پر، پر اوښکې را توى سوې ، ما وليدل چې زه او کابلى والا په يوه صف کې ولاړ يو ، دى هم پلار دى او زه هم پلار يم ، دکابلى واﻻ زړه په هغې گرانې لورکۍ پسې کړېږي چې دلويو اوجگوغرو په هې خوا اوسي او زه د((مينى)) په مينه کې نولېږم څوک مې ولېږل او ورته ومې ويل :
((هر څومره ژر چې  کېداى سي مينى بايد راسي او خپل دکوچنيوالي انډيوال کابلى واﻻ وويني .))
دمينى مور اونورو دوستانو دا خبره خوښه  نه کړله ، ډېر دليلونه يې راته وويل او زياتې ستونزې يې راوړاندې کړلې ، خو ما يوه هم ونه منله ، پاى ته مجبور سول مينى يې راوستله ، په دغه وخت کې ((مينى)) سره ورېښمينه ساړي تړلې وه د سوندرو خال يې پر تندي وروهلى و او دناوې توب په گېڼو او سينگار کې يې ښکلا يو په دوه سوې وه .
کابلى واﻻ چې مينى په دغه حال کې وليدله ، له هرياني يې خوله وازه پاتې سوه، د ټوکو توان يې نه و . يو ان  پټه خوله ولاړ و ، پاى ته يې مينى ته وکتل او په خندايې وويل :
((وړې جينکۍ ! دخوسر کره ځې ؟))
اوس ((مينى ))د خوسر په مانا پوهېدله او نه يې سواى کولاى هغه دکوچنيوالي جواب ورکړي له شرمه سره وشنه سوه ، دناويانو په ډول يې سر وځړاوه او رهي سوله .
((مينى )) چې ولاړه _ کابلى واﻻ يو سوړ اسوېلى وکيښ ، پر ځمکه کېناست او په فکر کې ډوب شو ، زما په خيال ددۀ  ناببره دې ته پام شو چې دده وړه لورکۍ به هم اوس پېغله سوې وي د پﻻرد ليدلوپه ارمان به وي ځکه چې اته کاله يې پلار نه دى ليدلى _ خداى خبر دى چې په دغې بې وزلې به په دغو اتو کلونو کې څه خواري اوتنگسي هم نه وي راغلې .
دشهنايي غږ زموږ تر غوږ کېدۀ  واده په خورا جم او جوش جاري و ، خو پردېسي کابلى واﻻ د کلکتې په ښار کې په ځمکه ناست و او دافغانستان دجگو غرونولړۍ يې يو په بل پسې تر نظر تېرېدلې .
ما څه لوټونه له جېبه راوکښل کابلى واﻻ ته مې ورکړل او ورته ومې ويل :
((ځه، خپل وطن ته ځه  ، خپلې لورته ورسه ، خداى دې دغه پېښه زما په لور پورې نېکمرغه کړي او  دې ښې ايندې پيلامه دې سي .))
ماچې دغه لوټونه کابلى واﻻ ته ورکړل ، په جېب کې هومره راپاتې نه سول چې په کور کې مينا بازار جوړ کړم  او نظامي باجه دلور واده ته راوبولم _ دې کمبوت ښځې خورا ودردولې او زما په غندنه سر سوې خو ما فکر کاوه چې زما دلور واده تر پخوا مجلل سوى دى ځکه چې ددې د واده په څو پيسو به يو پردېسي پلار پس له اتو،نهو کلونو په ليرې ملک کې خپله نازولې لورکۍ وويني.