کور / تازه خبرونه / کرزى : بمباري جگړه نه شي گټلى

کرزى : بمباري جگړه نه شي گټلى

 
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي يوځل بيا له طالبانو غوښتنه وکړه، چې په دغه هيواد کې د سولې له روان بهير سره يوځاى شي او له جنگ جگړو لاس واخلي.
ولسمشر چې د لوى اختر په لومړۍ ورځ له خبريالانو سره خبرې کولې، همدارنگه ټينگار وکړ چې په افغانستان کې هوايي بريدونه له ترهگرۍ سره جگړه نه شي بريالۍ کولاى.


هغه له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د افغانستان ملي اردو او ملي پوليس پياوړي کړي او له افغانستان نه بهر د ترهگرۍ ځالې ورکې کړي.


هغه همدارنگه په افغانستان کې له ترهگرۍ سره د جگړې په برخه کې د ناټو د ستراتيژي د بدلون خبره هم وکړه.


ولسمشر کرزي د اختر خپلې خبرې ولس ته د اختر په مبارکۍ او د تېرو تاوتريخوالو له قربانيانو نه په يادونې پيل کړې.


هغه طالبان د هيواد بچيان وبلل او ويې ويل چې کولاى شي د افغانستان په بيا جوړونه کې مرسته وکړي.


)) هيله لرم چې د دغې مبارکې ورځې په برکت زموږ ټول هيواد وال په هر دليل چې خپل کورونه او خاوره يې پرېښې وي او د خپل هيواد پر وړاندې د بهرنيو له خوا کارول کيږي يوځل بيا خپل هيواد ته راشي او د هيواد د پرمختگ په لاره کې کار وکړي. ((


ولسمشر د موسى کلا ولسوالۍ ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، هغه طالبان چې همدا اوس له موسى کلا نه بهر دي، خپلو کورونو ته دې راشي او سوله ييز ژوند دې پيل کړي.


ولسمشر په افغانستان کې د ناټو او بهرنيو سرتېرو د جنگي ستراتيژۍ د بدلون په اړه وويل، چې دولت يې له دوه نيم درې کاله راپدې خوا د دغې ستراتيژۍ د بدلولو غوښتونکى دى.


هغه وويل:


(( په افغانستان کې هوايي بمبارۍ له ترهگرۍ سره جگړه نه شي بريالۍ کولاى، بايد نړيوال له افغانستان نه بهر د ترهگرۍ ځالو ته پام وکړي.))


هغه وويل، تل يې له نړيوالې ټولنې نه غوښتي چې د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو په پياوړتيا کې دې مرستې وکړي، دا ځکه چې د هغه په وينا، ملي پوځ او ملي پوليس په ښه توگه کولاى شي له خپل هيواد نه دفاع وکړي.