کور / تازه خبرونه / کرزى راتلونکې اوونۍ له مشرف سره ويني

کرزى راتلونکې اوونۍ له مشرف سره ويني

  
 
دا به له هغه راهيسته چې ولسمشر مشرف پوځي څوکۍ پرايښې له ولسمشر کرزي سره د دۀ لومړني ليدنه وي
په اسلام اباد کې چارواکي وايي د افغانستان ولسمشر حامد کرزى به د دسمبر په ٢٦ او ٢٧ نېټه ( د مرغومي ٥ او ٦ مه ) له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره ورځي .
پاکستاني چارواکي دغه سفر د (( ښه نيتۍ او له پاکستان سره د ښو اړيکو )) لپاره بولي .


له پوځي مقامه د پرويز مشرف له ليرې کيدو او په دويم ځل د ولسمشر په توگه د دۀ له ټاکنې راهيسته دا پاکستان ته د کوم بهرني واکمن دويم سفر دى .


ښاغلى کرزى به د دغه سفر په ترڅ کې له ولسمشر مشرف او سرپرست لومړي وزيرمحمد سومرو سره ويني