د ښاغلي عبدالوهاب څاروان د شعري ټولګي مخکتنه وشوه

د لراوبر اداره | اپریل 7th, 2009


پېښور : د افغان ادبي ټولنې او نوى کابل کتاب خپرونديه ټولنې له خوا په گډه د ځوان تاند ، غزل بول شاعر  ښاغلي عبدالوهاب څاروان د شعري ټولگې ((زما د ژوند خواږه له تاسره دي)) د مخکتنې غونډه د پېښور صدر د ايران د کولتوري خونې د امام خميني په تالار کې وشوه .


 د غونډې صدارت د کوزې پښتونخوا نامتو ليکوال سعد الله جان برق وکړ او د مشرانو ميلمنو په توگه ورسره پر سټيج د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مشر کتونکى ښاغلى عبدالروف قتيل خوږياڼى، جنرال عبدالصمد مومند، پروفيسور  اسلم تاثير او صابر شا صابر ناست ول .


 غونډې ته د نوموړو ليکوالو په گډون لايق زاده لايق ، محمد عارف همدرد ، اسلام گل شيرزاد، ډاکټر انور ظفري او نورو خبري وکړې او  شعري ټولگه يې ښه وارزوله .


 د غونډې په ترڅ کې د نوى کابل خپرندويه ټولنې مشر زيور هېواد مل ته د پښتنو پټکى په سر کړاى شو او په پاى کې يو شمېر ليکوالو او ژورناليستانو ته د پښتو ادب په خدمت ستاينليکونه ورکړل شول .


 لکه: استاذ عبدالروف قتيل خوږياڼى ، محمد عارف همدرد، فضل قادر انډيوال ، نجيب الله اکرامي ، اسلام گل شيرزاد ، ننگ ننگيالى ، عبدالوهاب څاروان او نورو ليکوالو ته ورکړل شول .
 غونډه د زاهدي احمدزي له خوا په دعايه پاى ته ورسيده .

Copyright Larawbar 2007-2024