کور / تازه خبرونه / فارياب: د ځمكې د ښويديو له امله ۳۸ كورونه ويجاړ شول

فارياب: د ځمكې د ښويديو له امله ۳۸ كورونه ويجاړ شول

 



د فارياب د بيل چراغ ولسوالۍ په شېرم كلي كې د تېرو درېيو ورځو را په دې خوا د ځمكې د ښويدو له امله ۳۸ كورونه ويجاړ او نږدې ۶۰۰ څاروي له منځه تللي دي.


 


د دغه ولايت چارواكي وايي چې د سيمې خلكو ته زيان نه دى اوښتې او دم ګړى د ولسوالۍ په مركز كې ميشت دي.


 


د والي وياند رسنيو ته ويلي چې د سيمې اوسېدونكو سره د دولت او مرستندويه ټولنو لخوا د خوراكي توكو او خيمو مرسته شوې ده.


 


د هغه په وينا په سيمه كې د كورونو د بيا ودانولو امكان نشته او دوى په پام كې لري چې د ولسوالۍ په نورو برخو كې زيانمنو خلكو ته كورونه برابر كړي.


 


د والي وياند دا هم وويل چې د ځمكې ښويدنه لا روانه ده.