بلخ: د المان لخوا د ۱۲ ميليونه يورو په لګښت روغتون جوړېږي.

عطاالله محمدي | اپریل 7th, 2009


 



د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د المان هېواد لخوا د ۱۲ ميليونه يورو په لګښت ۴۰۰ بستريز روغتون جوړېږي.


 


د المان صدراعظمې انګيلا ماركيل د بلخ د روغتون څخه د كتنې پر مهال وويل چې په راتلونكو دوه مياشتو كې به په دغه روغتون كار پيل شي.


 


د بلخ د عامې روغتيا ريس ډاكټر ميرويس ربېع رسنيو ته ويلي چې د روغتون به په څلور پوړونو كې جوړ شي، ۷ عمليات خونې به ولري او لوړ طبي تجهيزات به ولري.


 


د هغه په وينا د دې روغتون په جوړېدو به هېواد له كابله وروسته د يو ستر او د اروپايي معيار لرونكي روغتون درلودنكى شي.


Copyright Larawbar 2007-2024