کور / تازه خبرونه / بلخ: د دولتي چارواكو ادعاوې رد كړاى شوې.

بلخ: د دولتي چارواكو ادعاوې رد كړاى شوې.

 



د المان صدراعظمې انګيلا ماركيل تېره ورځ د دغه هېواد د دفاع وزير جوزف يونګ سره په مزارشريف كې په ګډه خبري ناسته كې د بلخ ولايت د دولتي چارواكو د بيارغونې په اړه شوې ادعاوې رد كړې.


 


د بلخ دولتي چارواكو او په ځانګړي توګه د دغه ولايت والي عطامحمد نور بار بار په شمال كې ميشتو بهرنيو ځواكونو باندې تور لګولى چې په شمال او په ځانګړې توګه بلخ كې د بيارغونې كار په هېڅ ډول نه دى كړى.


 


نوموړي ويلي چې د افغانستان د نورو سيمو په ځانګړې توګه د جنوب او ختيځ په پرتله په شمال كې د بهرنيانو لخوا د بيارغونې كارونه د نشت برابر دي.


 


همداراز د بلخ والي څو ځله په ډاګه كړې چې په بلخ كې شته امنيت د بهرنيو ځواكونو د شتون له امله نه بلكې د له دولت سره د عامو خلكو د مرستې له امله منځ ته راغلى.


 


د المان صدراعظمې هم بلخ او ټول شمال د هېواد په كچه باامنه سيمه وګڼله خو د بيارغونې د كارونو نه ترسره كېدو په اړه يې د دولتي چارواكو ادعاوې په كلكه رد كړې.


 


نوموړې وويل چې دم ګړۍ په بلخ كې د  ميشتو بهرنيو ځواكونو لخوا د هوايي ډګر بيارغونه او د ۱۲ ميليونه امريكايي ډالرو په لګښت د ۴۰۰ بستريز روغتون جوړونه د بيارغونې ښې بېلګې دي.


 


د هغې په وينا په جنوب كې خلك وايي چې په شمال كې بهرنيان ډېر كار كوي او د شمال دولتي چارواكي وايي چې په جنوب كې ډېر كار كوي.