د پولنډ جمهور رئيس افغانستان ته ورسېد

34 | اپریل 8th, 2009



د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د پولنډ هيواد جمهور رئيس افغانستان ته راغلى دئ او د افغان چارواكو سره به وګوري.
د بهرنيو چارو وزارت وياند سلطان احمد بهين وايي نوموړى به د افغانستان له ولسمشر او نورو چارواكو سره وګوري.
دا په تېرو اوو كلونو كي د پولنډ د رئيس جمهور لومړى سفر دئ چي افغانستان ته يې كوي.
پولنډ د ناټو په ماموريت كي افغانستان ته ۱۶۰۰ عسكر رالېږلي.

Copyright Larawbar 2007-2024