کور / شعر / فې البديهه مشاعره :

فې البديهه مشاعره :


دغه في البديه مشاعره تېره شپه (2009-04-07) زمادملګري محمدغفورمهيدي په حجره كې شوې ده ،نن سهار مهيدي صيب په هغه كاغذونه چې دمشاعرې بيتونه يې ورباندې ليكلي وو ماته راوسپارل او راته ويې ويل چې ،دامشاعره بېګاشپه ترسره شويده په كوم سايټ كې يې خپروې ،نوماهم دادي دملګرولپاره دلته خپارۀ كړل ،هيله ده چې ادبي تنده موپرې ماته شي .


پدې مشاعره كې لاندې شاعران شتۀ وو.
۱: محمدغفورمهيدي  ۲: محمداورخاورين ۳: لطيف الله ضمير ۴ : نوراكبرقرباني  ۵ : شيرمحمدمجبور 
۶ : كمال شهزاده او اندېش .


دمشاعر لړۍ
ستاله پامه ولويدم اتل نشوم
ستادپښوله خاوروسره مل نشوم
ضمير
ـــــــــــــــــــــــــــ
پريوتم زره زره په هره لار
ستاپه تورڅڼوكې چې ګل نشوم
شهزاده
ـــــــــــــــــــــــــــ
ښه شوم چې په مينه دې تورن شومه
بدشوم چې ټپه نشوم غزل نشوم
قرباني
ـــــــــــــــــــــــــــ
وخت رانجه رانجه كړم پروا نه وه خو
ستادخماروسترګوكجل نشوم
خاورين
ـــــــــــــــــــــــــــ
لاس مې اول ستاپه څڼوايښۍ ؤ
دريغه چې دې وركړه كې اول نشوم
شهزاده
ـــــــــــــــــــــــــــ
شوخ نه يم لاهغسې چې پاتې يم
بس دامې خمي ده چې پاګل نشوم
شهزاده
ـــــــــــــــــــــــــــ
رنګ دبهارونوراسره نه ؤ
رنګ دعاشقانودمحفل نشوم
قرباني
ـــــــــــــــــــــــــــ
ستادقدمونوشاته ګردشومه
خښ دې دتنكيوپښوپه تل نشوم
شهزاده
ـــــــــــــــــــــــــــ
سترګې دې خمارپرسجده پرانيستې
زه پدې اورونوكې معطل نشوم
ضمير
ـــــــــــــــــــــــــــ
پټ يم دغربت په خړودوړوكې
درديم خونغمه دكوم بلبل نشو
خاورين
ـــــــــــــــــــــــــــ
وسوم دپتنګ په شان په مينه كې
خيركه دچراغ په شانې بل نشوم
قرباني
ـــــــــــــــــــــــــــ
هجركې دې هره ورځ اوبه شمه
وصل كې دې يوځلې ګنګل نشوم
شهزاده
ـــــــــــــــــــــــــــ
شوخوبڼوګانودې رېشخندكړمه
شكرستادسپينې خولګۍ غل نشوم
خاورين
ـــــــــــــــــــــــــــ
ستوري جوړوم خوتورى پاتې شوم
ستاپه تكوسروشونډوچې ښكل نشوم
قرباني
ـــــــــــــــــــــــــــ
زه هم پښتني مورللوكړى يم
بس خودبابادپګړۍ ول نشوم
خاورين
ـــــــــــــــــــــــــــ
ته بيده وې ماپه سترګوښكل نكړې
دريغه په ثوابه سره مل نشوم
ضمير
ـــــــــــــــــــــــــــ
خيال مې غرونه غرونه وطن ونيوۀ
ستادرحمتونوډك ځنګل نشوم
قرباني
ـــــــــــــــــــــــــــ
ناست دمهيدي سيوري كې بياياران
چادې چې دبلوډيووځل نشوم
خاورين
ـــــــــــــــــــــــــــ
چغه شوم وچواوسپېرواغزو
كاش دليوني ګلاب منګول نشوم
شهزاده
ـــــــــــــــــــــــــــ
مړ دې واى ماشوم څومره بېوسه يم
زه دخپل ولس د درد درمل نشوم
خاورين
ـــــــــــــــــــــــــــ
سرپه ورانولاروشوم خوشال نشوم
ځكه سرخوږى دهېڅ مغل نشوم
ضمير
ـــــــــــــــــــــــــــ
پوى دې په خبرواداګانوشوم
پوى دې دخوږوكتوپه چل نشوم
قرباني
ـــــــــــــــــــــــــــ
دادې په خواږه نظرونه كتم
ستاپه ليدوياره په پښوشل نشوم
شهزاده
ـــــــــــــــــــــــــــ
شكرخپل پښتون ښايست مې وساتۀ
شكرله بدرنګوسره مل نشوم
قرباني
ـــــــــــــــــــــــــــ
دلته چې راځي سړي خوارۀ راځي
بياهم دبدرنګوخلكوخپل نشوم
مجبور
ـــــــــــــــــــــــــــ
راشه پسرليه بياخومه ګرځه
داځلې كه ګل شوم بيابه تل نشم
اندېش
ـــــــــــــــــــــــــــ
اوښكې به مې وچې واى اوتم به واى
ستاپه اننګوكې جوړسنبل نشوم
شهزاده
ـــــــــــــــــــــــــــ
بياپه بام ولاړه حياناكه ده
شرم اوپښتووه چې درغل نشوم
خاورين
ـــــــــــــــــــــــــــ
څه تورې تيارې دي لاره نه ويني
اه دغولار وركوته مشعل نشوم
مهيدي
ـــــــــــــــــــــــــــ
ګام داوښكوبوتلم تراسمان پورې
لږ شانې هم پوى پدې مزل نشوم
ضمير
ـــــــــــــــــــــــــــ
خداى تنكي ګلونه په شنبم ستايي
ځكه تنكۍ مينې ته اجل نشوم
قرباني
ـــــــــــــــــــــــــــ
ستاسترګې مې زړه ته رانېږدې نكړې
زه يم لانيمګړى مكمل نشوم
ضمير
ـــــــــــــــــــــــــــ
پل په پل وخت انقلابونه دي
زه هغه پښتون يم چې بدل نشوم
خاورين
ـــــــــــــــــــــــــــ
ړنګ شومه په غېږه كې دې ولوېدم
ستادليوني نظرمزل نشوم
شهزاده
ـــــــــــــــــــــــــــ
ورك شول په وطن ها ليوني ځوانان
زه يې دلدلانوته تودځل نشوم
مهيدي
ـــــــــــــــــــــــــــ
ورك رانه جانان دى څه مين نه يم
مړى په لټون كې دمزل نشوم
خاورين
ـــــــــــــــــــــــــــ
كسى دشمرغشي تېرۀ باڼه
شكردى چې ګډپدې غوبل نشوم
شهزاده
ـــــــــــــــــــــــــــ
اوس به ترانې څنګه راويښې شي
زه دهغې دنګ چناربلبل نشوم
شهزاده
ـــــــــــــــــــــــــــ
ښكلوكركه هم دزړونورانه كړه
زه ددې ډبرولاندې ول نشوم
ضمير
ـــــــــــــــــــــــــــ
ستوري مې راوړل مګرځولۍ ځولۍ
بس خوپه هوانشوم دلدل نشوم
شهزاده
ـــــــــــــــــــــــــــ
نرمه څپه ستادويښتابۀ شومه
بادنشوم په زلفودې يرغل نشوم
قرباني
ـــــــــــــــــــــــــــ
څه ظالم حالات دي ژوبل ژوبل يم
شكردى چې زه دچااجل نشوم
خاورين
ـــــــــــــــــــــــــــ
ژوندراته دمينې افسانه راوړه
مرګ راباندې راغى خومعطل نشوم
اندېش
ـــــــــــــــــــــــــــ
وياړم چې دښمن مې زغلولى دى
نن پورې دهېچايرغمل نشوم
مجبور
ـــــــــــــــــــــــــــ
ستادسرټيكرى شومه حياشومه
خيركه ستادسرلاندې څنګل نشوم
قرباني
ـــــــــــــــــــــــــــ
شين نشوم سپرلى نشوم خاورين ومه
دښت دبخت مې بادنكړم تكل نشوم
خاورين
ـــــــــــــــــــــــــــ
زه ددې فاني دنياارمان يمه
لاهم نولس پاتې يمه شل نشوم
خاورين
ـــــــــــــــــــــــــــ
ستوريوته دشعرزينه واچوم
دريغه دشينكي اسمان چارګل نشوم
شهزاده
ـــــــــــــــــــــــــــ
ډېروخت زندانونوكې بندي يې ته
ستادجيلخانې مخ ته پيپل نشوم
مجبور
ـــــــــــــــــــــــــــ
اوس هم ددنيادتاريخ جبر وړم
پاتې پېښورنشوم كابل نشوم
قرباني
ـــــــــــــــــــــــــــ
خيال دځواني مرګوافغانانويم
نجونې ته سندرې اوتنبل نشوم
خاورين
ـــــــــــــــــــــــــــ
شين غمۍ په تړه كې راوختم
لاره كې دپړانګ دپښوسنبل نشوم
شهزاده
ـــــــــــــــــــــــــــ
زړونه مګر خلكورانه روغ يوړل
ستادمحرابي بڼوزنبل نشوم
شهزاده
ـــــــــــــــــــــــــــ
زړه ته مې رمې دبڼوراوله
چاوې دبروو،شين كبل نشوم
ضمير
ـــــــــــــــــــــــــــ
دغه كاروان نورمنزل ته رسي خو
زه يې پدې لاره كې كاكل نشوم
مهيدي
ـــــــــــــــــــــــــــ
يادونه : ماپدې مشاعره كې ګډون نه ؤ كړى ،خودلاندينۍ بيت مې دنظرماتي لپاره اوس پسې وليكۀ .


شمسه ستارخسارته مې تل كتى
درېغه ستادمينې كافر ګل نشوم