د پوهني د وزارت روانو تعليمي چارو ته كتنه

د لراوبر اداره | اپریل 8th, 2009


دپکتیکا په ولايت د دریوبابو ښوونځی ودانی پرانيستل شوه

پکتیکا ولایت: نن د وری  دمياشتي په ١٩ نيټه، د پکتيکا  ولايت دسروبی ولسوالی  دزاړه قلعه ، اباس خيل اوشا طوری  ښوونځيو  ودانې دنوموړی ولايت دپوهني رياست دمسئولينو له خوا دپټي په پريکولوسره رسما پرانيستل شوه.

دنوموړی ښوونځي تعميرونه په پاخه اواساسی دول په يوه پوړکی ديو يوجريب ځمکی په ساحه کی چی دسيمی دخلکو لخوا دنوموړی ولايت دپوهنی رياست په واک کی ورکړل شوی ديونسف نړيوالی اداری په مالی لګښت  ديوسلو ٤٤٧٠٠ امريکايي دالرو په مجموعی لګښت جوړشوي چی دهريو ښوونځی ودانۍ ٦ درسی ټولګی ،٣ اداری خونی  اونور ضروري ملحقات لری.

ديادونی وړده چی دزاړه قلعه په ښوونځی کی ٣٠٠  ،اباس خيل  ٢٨٤ او دشاطوری  په ښوونځيو کی ٣٢٠  تنه  انجونی زده کوونکی په زدکړه بوخت دی . 





اهدای زمین به معارف کشور

ولایت بدخشان: اهالی معارف دوست ولایت بدخشان موازی پنج  جریب زمین ملکیت شخصی خویش را جهت اعمار مکتب دراختیار ریاست معارف آنو لایت قرارداده است.

این هموطنان  مازمین ملکیت شخصی خویش راجهت اعمار مدرسه شمس المدارس امام ابوحنیفه مربوط مرکز شهر فیض آباد  دراختیار ریاست معارف قرارداده است.

وزارت معارف کشورضمن سپاس گذاری ازاقدام نیک این هموطن ما ،ازسایر هموطنان می خواهد تا با مساعدت شان معارف خودرا یاری رسانند.





شاوخوا څلور سوه شلو تنو فارغانو د تدريس په موخه ازاده سيالي وكړه

بغلان ولایت: د بغلان اوپنجشير ولايتونو په ښوونځيو كې د تدريس په موخه شاوخوا دری سوه ديرش تنو د پوهنتون او څوارلسمو ټولګيو فارغانو د يوې ازادې سيالۍ په موخه ازموينه وركړه.

د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې نن د چهارشنبی په ورځ شاوخوا ١٦٢ تنو ددولسمو ټولګيوفارغانو د بغلان ولايت د پوهنې رياست په تالار كې د دغه ولايت دپوهنې رياست په اړونده ښوونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيستله.

دغه راز دپنجشيرولايت دپوهنتون ،څوارلسمو اودولسمو  ټولګيو  ٦٦ تنو فارغانو،دپروان ولايت ٩٠ تنو دڅلوارلسم اودولسم ټولګيو اودغزنی ولايت ددولسمو ټولګيو ١٨٩ تنو فارغانو د دغه ولايت د پوهنې رياست په اړونده ښوونځيو كې د دندې ترسره كولو په موخه ازموينه وركړه.

د پوهنې په برخه كې د چارو پوهان دا ډول ازموينې يو ښه ګام بولي او هيله څرګنده وي چې له دې لارې به وكولاى شي په هيواد كې د زده كړې بهير ښه پرمختګ وكړي اوپه  ښوونځيو كې تكړه او مجرب ښوونكي جذب شي.

د يادونې وړده چې د پوهنې وزارت  روان تعليمي كال ته د پوهنې د كيفيفت د ښه والي نوم وركړي او هڅه كوي په هيواد كې د ښوونې اوروزنې روان بهير د كيفيفت له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيوكې د تدريس كولو په موخه يې د دا ډول ازادو سياليو ترسره كيدل يې يوه برخه ګڼلاى شو.





دلغمان ولایت دپوهنی ریاست ته ددرسی موادو مرسته

لغمان ولایت: نن دوری په ۱۰، په لغمان کی میشت  ولایتی  بیارغونی ټیم یو شمیر قرطاسیه با باواداری توکی دلغمان ولایت دقرغیوولسوالی دنسوانو دلیسی سره مرسته وکړه .

نوموړی توکی 200 دمکتب بکسونه ،24 پایی رادیو کانی ، 100 قعطی رنگه قلمان ، 75 دانی دوالیبال توپونه ،200 پلاستیکی داوبو بوتلونه شاملی دی چی دڅانګړی مهال ويش سره سم به دنوموړی ښوونځی پر مستحقو زده کوونکو وويشل شی.

Copyright Larawbar 2007-2024