کور / راپور / د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير د ۳۹ مي اوونيزي غونډي رپوټ

د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير د ۳۹ مي اوونيزي غونډي رپوټ

د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير نه دیرشمه اونيزه غونډۀ د ديارلس سوه اته اتياوم لمريز کال د وري دمياشتې په پنځلسمه نيټه ديو شمير خويندو په ګډون د استقلال ليسې په وړوکې تالار کې د راحلې نوري په وياندويې جوړه شوه په سر کې د د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير فعالې غړې ګرانې خوراغلې طوبا ندا د خدای بخښلي پلار اروا ته د دعا لاسونه پورته شول او ارواښاد ته له پاک خدای نه دجنت فردوس او تکړه لیکوالې او شاعرې ندا ساپۍ او ددوی درنې کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتنه وسوه.

       ورپسې خاطرې اسحق زۍ د تيرې اونۍ ريپوټ ولوست او د بهير غړو پر ريپوټ خپل نظرونه بيان کړل د تل په شانې بيا د بهير د فعاليتونو او يا کاري برخې په اړه خبرې وشوې چې راحلې نوري د بهير د ويب پاڼـې ته د خویندو له خوا د مطالبو د برابرولوپه اړه خبرې وکړې او وي ويل که څه هم چې څو موده مخکې پاڼه مخ پر پياوړتيا وه خو په دې ورستيو کې يو څه کمزورې ښکاري ورپسې خاطرې اسحاق زۍ هم د راحلې نوري د خبرو په پخلي سره وويل په ريښتيا هم پاڼه د نوي کال راهيسي ډيره کمزورې ده او هيڅ ډول معلوماتي توکي ندي پکې ډير شوي سولې نيازۍ د خبرو مزۍ وغځاوه او زياته يې کړه چې پاڼه ځکه کمزورې ده ځکه چې د نوې کال پر له پسې رخصتيو زمونږ په کاري برخې يو څه اغيز ه کړې وه خو له دې ورسته به پاڼه بيرته په ښکلو توکو رنګينه شي .

     دوهمه برخه چې کره کتني ته ځانګړې شوې وه دخاطرې اسحق زۍ يوه نظم کره کتنې ته وړاندي شو.او د بهير حاضرو غړو د خاطرې اسحق زۍ نظم وستايه او وي ويل چې ډير ښه نظم ؤ او مونږ کومه نيمګړتيا نه پکي وينو.

    دريمه برخه چې د مشاعرې وه راحلې نوري درحمان بابا د يوه شعر په ويلو سره پيل کړه ورپسې خاطرې اسحق زۍ ، سولې نيازۍ ، نظيفې نيازۍ ، تورپيکۍ او سپوږمۍ په خپل وار سره شعرونه ، غزلونه ، او نورې ليکنې ولوستلې او دغونډې په ورستيو شيبو کې  د غونډې ميلمه نظير احمد نظير د ښځو په اړه يو ډير ښکلی شعر ولوست چې د بهير د غړو له خوا ډير وستايل شو  او له هغه نه غوښتنه وشوه څو خپل شعر د بهير د کاري ډلي ته ورسوي څو په پاڼې کې خپور شي او غونډه د ماسپښين پر څلورو بجو پايته ورسيده ياده دي وي چې د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير اونيزه غونډه دهرې شنبې په ورځ د استقلال ليسې په وړوکې تالار کې د ماسپښين پر يوه نيمه بجه جوړيږي .