کور / کیسه / غنيمت

غنيمت

له كله نه چې زه د قوماندان مير علي په ګروپ كي شامل شوى يم ارامه ورځ مي نه ده ليدلې، خو هغه ورځ مو تر ټولو ورځو ستړې تېره شوه، نيمه شپه له خوبه پاڅېدو او د قوماندان صاحب د هدايت سره سم نژدې كارخانې ته ولاړو، د كار خانې اوسپنې مو په كاماز موټر كي له ښار څخه وايستلې او خرڅې مو كړې بدبختي دا وه چې د كارخانې ماشينونه په ځمكه كي خښ شوي وو، له ځمكې څخه يې ايستل اسانه كار نه و، موږ مجبور شوو چې د ماين په واسطه ماشينونو ته انفلاق وركړو او اوسپنې يې ولېږدوو، تر غرمې پورې مو وكړاى شواى چې د كارخانې ټولې پاتې اوسپنې د خپل مطلب ځاى ته ولېږدوو، كله چې د غه دنده په برياليتوب سره سرته ورسېده او قوماندان ته مو رپورټ وړاندې كړ، هغه بلې دندې ته موظف كړو لكه چې قومندان صاحب ميرك همدا ورځ غنيمت ګڼلې وه تر مازديګره مو د يوې دولتي موسسې غالۍ، ميزونه، يخچالونه، بادپكې او چوكۍ د قوماندان دوهم كور ته چې له ښاره بهر واقع دى ولېږدول، د ماښام لخوا مو وظيفه لرله د وزارت جنسونه راوړو، دغه دنده يو څه درنده وه ځكه په هغه وزارت كي ډېر جنسونه موجود و، او تر اوسه پورې لا چور شوي نه و، د دې احتمال موجود و، چې د بل قوماندان نفر هم د هغو د وړلو نيت ولري ځكه يې نو زموږ په ډله كي نور اعتمادي نفر هم را زيات كړل د ماښام له اوو بجو څخه به څه وخت تير شوى و، چې موږ هغه وزارت ته ورسېدو د وزارت د ودانۍ ځينې دفترونه د برېښنا په وسيله روښانه شوي و، مزو ته د چا پام نه و او برېښنا په ښار كي موجوده وه د وزارت نور دفترونه تياره وو، خو موږ له ځان سره هر څه لرل درندې وسلې، لاسي څراغونه او كاماز موټرونه.


   كومه ستونزه مو نه لرله، داسې مالومېدل چې په وزارت كي څوك نشته يوازې د نوكريوالۍ په كوټه كي څو تنه وسله وال سړي ناست و هغوى دومره ټلوېزون ته متوجه و، چې زموږ په ورتګ خبر هم نه شول، بې ځنډه مو د هغوى لاسونه وتړل په ټلوېزون كي خبريال له چا سره مركه درلوده زموږ قوماندان مير علي خان و موږ ټول د هغه خبرو ته غوږ كېښود.
      موږ برسېره پر نورو امنيتى دندو چې په پوره برياليتوب سره مو سرته رسولې دي په ښار كي د نظم د راوستلو په برخه كي هم زيات فعاليتونه سرته رسولي دي، تر اوسه مو پنځه ويشت تنه غله د قانون منګولو ته سپارلي د دولتي موسسو د ساتلو لپاره مو ګرځند ګروپونه جوړ كړي د بيت المال څخه مو په كلكه دفاع كړې ده او په سر او مال مو د خلكو د شتمنيو او د بيت المال ساتنه كړې او په دې. . .
     خو موږ نور وخت نه درلود چې په ټلوېزون كي د قوماندان ميرك خبرې واورو ټلوېزیون مو په څادر كي ونغښت او له نورو سامانونو سره مو يو ځاى د قوماندان صاحب كور ته ولیږداوو.


پكتيا – زرمت
11/11/1373