کور / کیسه / د مهدي اخیر زمان راتګ

د مهدي اخیر زمان راتګ

۳
دویم- په نبوی مبارکو حديثونو کي:
مهدی(ع) د پيغامبر (ص)  لارپالی دی لکه چې پيغامبر (ص) فرمایي:
هغه زما  لار پالی (پیرو) دی اونه  تیروځي (الفتوحات المکیة)
د مهدی (ع) (وجود) رحمت دی  لکه چې د رسول (ص) ( وجود) رحمت دی په دې هکله په قران کریم کې خدای (ج) فرمایي دی:
 و ما ارسلناک الا رحمة للعالمین-(سوره انبیاء ایه  ۱۰۷
) .  پیغامبر (ص) د هیڅ چا په هکله  په دومره صراحت نه دی ویلی بېله  مهدی (ع) چې هغه يې لاره تعقیبوي او اشتباه نه کوي.
طبرسي لیکي ،چې په صحیح ډول له پيغامبر(ص) څخه روایت شوی دی چې:
«کیف انتم اذا نزل ابن مریم فیکم و امامکم منکم، یعنی المهدی، علیه‏السلام»ستاسو حال به څه ډول وي ،چې د مریمی زوی په تاسو کې را کښته شي، چې امام ستاسو وي یاني  مهدی ستاسو وي- صحیح بخاري
حضرت محمد (ص) فرمایي : تر ټولو ښه  عبادت د خلاصون انتظار دی- نهج الفصاحه
حضرت محمد (ص) فرمایي : د مهدی  مثال لکه د قیامت غوندې دی دهغه د راتګ وخت بېله خدای (ج) بل چا ته نه دی مالوم  ناببره راځي- بحارالانوار
و رسول (ص) فرمايي:
 «من کذّب بالمهدی فقد کفر»
هغه څوک چې د مهدی له  راتګه انکار وکړي هغه کافر دی
رسول (ص) فرمائي: ((  قيامت به رانه شي ان تر دې چې مځکه له ظلم، ستم او له  دښمنيو څخه ډکه شي بيا به زما له اهلبېتو څخه يو کس پاڅون وکړی او مځکه به له عدل او انصاف نه داسې ډکه کړی چې څنګه مخکې له ظلم او ستم نه ډکه وه)) يا دا چې فرمایي: (( مهدی زما د اهلبېتو او د فاطمې له ځوځاتو( اولاد ې) څخه دی )) يا دا چې فرمائي: (( مهدی (ع) زما له اهلبېتو څخه دی ښکلې اوږده پزه، ښکلی پراخ مخ او روښانه تندی لري چې مځکه به له عدل او انصافه داسې ډکه کړي لکه څنګه چې مخکښې له ظلم او ستمه ډکه وه )) .يا دا چې فرمائي: (( که د دنيا يوه ورځ هم پاتې شي نو خدای پاک به هغه ورځ اوږده کړی ان تردې چې زما له اهلبیتو څخه به هغه سړی پاڅون وکړي چې نوم يې زما په نوم دی ))
رسول (ص) فاطمي(رض) ته وایي:
«فاطمې جانې! قسم په هغه خدای چې زه يې مبعوث کړی یم ددې امت مهدی د حسن او حسین له نسله دی چې وروسته له اله ګولې،  دفتنې ښکاره کیدو ، نامنیو ، او  غلاوو به  ښکاره شي ، هغه وخت  به  لویان پر وړو رحم نه کوي او واړه به  هم لویانو ته درناوی نه لري»
عبدالله بن عمر روایت کوي، چې رسول ((ص) ویل: مهدی هغه څوک دی چې عیسی بن مریم د اسمانه د کښته کیدو وروسته  دهغه تر شا لمونځ کوي
رسول (ص) فرمایي: دمهدی  پام کیږي چي عیسی(ع) راکوز شو ی دی داسې مالومیږی له وېښتانو څخه یې اوبه څڅیږي؛ نو مهدی هغه ته وایي:راځه مخ کې ودریږه !عیسی (ع) ځواب ورکوي: لمونځ  منحصراً ته ورکوې بیا عیسی  زما د اهلبیت تر شا لمونځ کوي؛ چې لمونځ خلاص شي  عیسی (ع)درېږي ، چې مهدی پر ځای کښيني دهغه  سره بیعت کوی بیا عیسی څلویښت کاله ژوند کوي.
 او داسې نور ډېر  نبوی حديثونه  د امام محمد مهدی (ع) د ظهور په هکله په   صحيح ابوداود، مسند احمد بن حنبل، کنزالعمال،مستدرک الحاکم، حليه الاولياء، سنن ابن ماجه، تفسير سيوطی، ميزان الاعتدال، ذخائرالعقبی او نور کې شته  چې محتوايي همدا  ټکي دي چې ذکر شول

نوربیا…