افغان کرکټ لوبډلې د بيلات سربيره دوهم پړاو ته لار وکړه
27
که څه هم افغانستان کرکټ ټيم د عرب اماراتو له لاسه په پنځوو ويکټو ماتي وخوړه خو افغان لوبډلې د سياليوو دوهم پړوا )سوپر ايټ( ته لار ومونده.
نن افغانستان لومړی بيټنګ وکړ او د ۸ لوبغاړو په سوځيدو يې ۲۵۸ منډې جوړې کړي. اضغر ستانکزي له ټولو ډيرې ۶۹ ، نوروز منګل ۴۶ او سميع الله شينواري په اتلسو بالونو ۳۱ منډې وکړي. د عرب اماراتو لوبډلې دغه هدف په اته څلويښتم اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځيدو تر لاسه کړ.
که څه هم دا د افغانستان په پرله پسې توګه درييمه ماتې وه خو دې کار هغوی بل پړاو ته له تګ څخه منع نه شو کړای. افغانستان د خپلو دوو لومړنيوو لوبو د ګټلو له کبله د خپل ګروپ د ۶ لوبډلو په کتار کې په څلورم ځای دی او دا چې د ګروپ د سر څلور لوبډلې سوپر ايټ پړاو ته وځې نو په دې توګه افغانستان مخ پر وړاندې لاړ.
سوپر ايټ هغه مرحله ده چې د دې ټورنمنټ د ۱۲ لوبډلو څخه ورته د سر ۸ لوبډلې وځي. د سوپر ايټ په مرحله کې به د سر څلور لوبډلې د ۲۰۱۱ نړيوال کرکټ کپ ته او د سر۶ لوبډلې به د ۲۰۱۳ کال پورې د يو ورځنيوو سياليوو کولو اجازه لاس ته راوړي.
د افغانستان او عرب اماراتوپه لوبه کې څه څه وشول، د رحيم ګل څاروان په ژوندي راپور کې يې دلته ولولئ !