کور / راپور / د خال پر غزل دمومند بابا ادبي بهير- كره كتنه

د خال پر غزل دمومند بابا ادبي بهير- كره كتنه

نور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي
څه له وايم بل وطن ته ځمه


مور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي
خونې ديوالو ته كه ځير وګورم


كور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي
تور تور ديوالونه توره شپه كې


ګور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي
سم سم كه ونه لګي لوګى وكړي


اور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي
چيرې ژړغونى شان ښكاره شمه


ورور به مې له سترګو اوښكې تو ېي كړي
نه غواړم پيسې له چانه نه غواړم


پور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي
مومند بابا ادبي بهير په كومه اوونيزه غونډه كې چې د ضمير خال نوى غزل واورم نو ده پكې د نوښت تر پولو د رسېدو هڅې كړې وي، دى ځينې وخت په دغو هڅو كې د ده د شاعرانه وړتيا او ذوق په نظر كې نيولو سره كامياب هم وي، خو د خال په دې غزل كې نوښت نه، بلكې د نوښت څرك تر سترګو كېږي. زه ورته ځكه څرك وايم چې د ځينو كارېدلو خيالونو تكرار يې په نوي انداز كې كړى چې دا د شاعر برياليتوب ګڼلى شو خو نوښت نه.


څه له وايم بل وطن ته ځمه


مور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي


سربېره پر دې چې دغه بيت د وزن له مخې يو څه مات برېښي او لامل يې هم د لومړۍ نيم بيتي يو سيلاب كمښت دى. خو له لنډيو څخه متائثرتوب يې بيت ته ښكلا وركړې ده، د همدې بيت خيال ته ورته ډېرې لنډۍ لرو د بېلګې په توګه:


وطن د يار په سترګو خوږ دى


چې مې يار نه وي څه وطن څه بې وطنه


خونې ديوالو ته كه ځير وګورم


كور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي


د هېواد د تېرو ناخوالو يو ښه تصوير كېداى شي، د خپل هېواد د كورونو د نړېدلو دېوالونو خبره كوي چې اوس يې د ليدو وس نلري. خو له دې بيت څخه دغه اخيستنه ما په يو اټكل كړې ده. په بيت كې د ديوالونو د خرابېدو يا د نړېدو خبره نه ده شوې خو زما په نظر په  داسې حالاتو كې له سترګو اوښكې تويول به په همدې مانا وي. يانې زه د بيت خيال يو څه نېمګړى راخيستل شوى بولم خو بيا هم پخپله نيمګړتيا كې ښه راخيستل شوى دى.  


خال په دې غزل كې په دې دنيا د ښه كارونو لپاره يو ښه پيغام پروت دى، دى د ګور توره شپه او پكې تور تور دېوالونه د وېرې د سمبول په توګه كاروي او له وخته مخكې د اوښكو تويولو يادونه د ښو كارونو د هوډ لپاره لاره پرانيستل دي. د شاعر زور په هم دې وي چې بې دليله خبرې ونكړي كه پيغام هم وركوي نو لامل يې څرګند كړي. د خال دا بيت همداسې يو بېلګه ده:


تور تور ديوالونه توره شپه كې


ګور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي
په شعر كې د شېبو تصويرول د شاعر له ارزښتمنو هنرونو څخه يو دى، د خال لاندې بيت لولو:


سم سم كه ونه لګي لوګى وكړي


اور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي
خال عيني تصوير كارولى خو يو څه تت. تت مې ورته ځكه ووايه چې ما ته ژوندى نه ښكاري، دغه شېبه پكې داسې نه ده چې څوك اور ته پوكى وركوي او له سترګو يې اوښكې راونې وي بلكې د يو كېدونكي عمل له امله د منځ ته راتلونكي تصوير خبره پكې ده چې په ښه شاعرانه انداز راخيستل شوى.


په غزل كې اوږد رديف كارول د كمزورو شاعرانو د وس خبره نه ده، اوږد رديف له ځايه غزل ته يو ډول ښكلا وركوي په اوسنيو شاعرانو كې بېكسيار صيب يو له هغوڅخه دى چې په غزلو كې يې اوږده رديفونه كارولي دي، د خال غزل كې هم ((به له سترګو اوښكې تويې كړي)) اوږد رديف دى او ښه يې راخيستې دى. د اوږد رديف كارول ډېرى  وخت د غزل له پاتې تورو سره په مانيز اړخ كمزورى تړاو لري خو د خال رديف له غزل سره ډېرى وخت ښه شاعرانه تړاو لري.


خو په ځينو بيتونو كې يې زما په اند خيال دومره نېمګړى وي چې د اوږد رديف سره سره بيا هم كوم ځانګړې مانا نه وركوي، لاندې بيت يې لولو:


چيرې ژړغونى شان ښكاره شمه


ورور به مې له سترګو اوښكې توېي كړي


د دې بيت په مانا نه يم پوه شوى، ځكه خو ماته نيمګړى ښكاري، سړى له ځايه ژړغونى ښكاري او دپاسه ورور هم له سترګو اوښكې تويوي، ورور د مټ، تورې، ملګرتيا، د غمرازي، د اوښكو اوچېدو لپاره راتلى شي خو دلته يې اوښكې تويې كړي دي. 


نه غواړم پيسې له چانه نه غواړم


پور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي


له ټولو ښه بيت، د پور د ضرورونو د ښكاره كولو په موخه يو ښه خيال دى، شاعرانه انداز يې ښه دى كله چې هم موږ د بد كار د نه كولو لپاره خبره كوو نو تاكيد كوو، شاعر هم تاكيد كړى د لومړۍ نيم بيتي په پيل او پاى كې د ((نه غواړم)) كليمې تكرار بيت ته يو ډول ښكلا وركړې او ښكلا يې په همدې كې ده چې د ناسم كار د نه كولو يادونه پكې شوې ده.
خال اوس اوس د غزل باريكيو ته پام شوى، په خپلې شاعرانه پوهې يې د شعر لوړو ژورو ته نوې لاره موندلې ده، په دې لار چې لا بلدېږي نو يو څه وخت به غواړي، همدا ده چې په ځينو بيتونو كې يې د خيال كمزوري، او تت تصويرونه تر سترګو كېږي چې همدې نيمګړتياوو يې ځينې وخت د شعر مانيز اړخ هم زيانمن كړى.


د يادونې وړ بولم چې د غزل مطلع يې ماته هېڅ خوندنه دى راكړى او پاتې غزل يې د ستاينې وړ دى. زه هيله من يم چې كه د شعر لوستنې او شاعرانه رياضيت لمن يې همداسې ونيوه نو يو وخت به زموږ څه، بلكې د ټول پښتو ادب وياړ وي.


د خال د لا برياليتوب په هيله