کور / سياسي / لکه ونه مستقيم په خپل مکان يم (پوهندوی محمد اسمعيل يون)

لکه ونه مستقيم په خپل مکان يم (پوهندوی محمد اسمعيل يون)


 


 څو موده دمخه ما (( د کانديدانو مارکيټ)) په نامه يوه ليکنه خپره کړه. که څه هم د ډېرو خلکو له خوا ددې ليکنې ستاينه وشوه، خو د بېلابېلو مطرح او نا مطرح کانديدانو او د هغو د لږوډېرو کمپاينرانو له خوا سخته وغندل شوه. ځينو ددې پرځاى، چې د ليکنې محتوا رد کړي، په ماپسې يې هم سپکې سپورې وليکلې او مستقيماً يې زما پر شخصي حريم تېرى وکړ. زه ځکه هغو ټولو تورونو او سپکو سپورو ته ځواب نه وايم، چې هغه د ډېرې ټيټې کچې خبرې وې او په ځواب هم نه ارزي، يوازې ځينو ټکو ته د خپلې ليکنې په ترڅ کې اشاره کوم.


زما اصلي کار د حامد کرزي په ګډون له ټولو کانديدانو سره دى، چې د خپل ځاني قدرت او شهرت په خاطر نږدې ده، چې دا هېواد له لوى بحران سره مخامخ کړي. زه ان د هغو مبتدي ليکوالو ليکنې هم ډېرې نه راسپړم، چې د خپلو کانديدانو په پلوي يې کړي. تر کومه چې د جمهور رئيس حامدکرزي او زما د دولتي دندې ترمنځ رابطه ده، په دې باب دومره وايم، چې زه دندې پسې نه يم تللى، دنده ما پسې راغلې ده. دا پوسټ چې زه په کې اوس مقرر يم، دا مخکې نه و، دا يې زما په وړانديز جوړ کړ، زما هدف دا و، چې د چغو او نارو سورو پر ځاى بايد کار وکړم.


د تېرو څو کلونو په بهير کې چې ما جمهور رئيس ته د هېواد د اکثريت (پښتنو) د محروميت او محکوميت په باب څومره چغې وهلي او څومره مې ورته د خپل زړه درد ښکاره کړى، پوره باور لرم، چې دې يو شمېر کانديدانو نه پخوا د خپل ملت لپاره دومره چغې وهلي، نه يې د حاکميت پر وخت وهلي او اينده يې هم د ماضي په شان وګڼه.


 ما دې يو شمېر کانديدانو ته چې پخوا وزيران وو، هم د خپل ولس فرياد وررسولاى. پر دې خبره يو الله(ج) خبر دى، همدارنګه خپله اوسنى ولسمشر، همدا يو شمېر پخواني وزيران او اوسني کانديدان او يو شمېر نور ملتپال او شعوري افغانان، چې زما دريځ څه و او څه دى؟ همدا اوس ماته پته ده چې د اکثرو کانديدانو ترمنځ څه روان دي؟ تراوسه پورې يوازې له ډاکتر اشرف غني پرته، چې د شمالټلوالې په تېره بيا د نظار شورا لمن يې نه ده نيولې، نور نو د حامد کرزي په ګډون ټول کانديدان د نظار شورا او د پنجشېر سيمې د زورواکانو ترحم ته منتظر دي، چې د کوم يو سوال به قبول شي، دې سره به د افغان ولس هيلې يوځل بيا د يوه منفور ايتلاف قرباني شي.


 زه چې له هغې ورځې ارګ ته راغلى يم، تر يو څو ورځني کار وروسته، استعفى په جيب کې ګرځوم، له ولسمشر حامدکرزي نه په دې ډېر خفه يم، چې زموږ د ولس هيلې يې د څو جنګسالارانو پښو ته وغورځولې، دا خبرې چې اوس يې دلته ليکم، دا مې ډېرې پخوا ولسمشر ته مخامخ کړي، يوه ورځ مې ولسمشر څخه وخت غوښتى و، چې د اکثريت ولس د محکوميت فرياد ورته ورسوم، د اوسنيو کانديدانو له جملې څخه يو ښاغلى هم ناست و.


جمهور رئيس ماته وويل: دده مخ کې خبرې کوې که ځانته؟ ما ويل يو څه دده په مخ کې او يو څه کېدى شي ځانته وي؟ ما چې خپلې خبرې شروع کړې، چې رئيس صيب څه ګناه مو کړې ده، هم مو رايه درکړې، هم محکوم يو، هم ټکول کېږو، هم له حکومته ايستل کېږو، هم بمبارېږو، هم بدنامېږو، طالبان مو ښوونځي سوځوي، حکومت او خارجيان مو کلي ورانوي… دا مې هم ورته وويل: داسې پښتانه هم شته، چې مېرمن يې د نسايي ولادي تکليف له امله مري خو ډاکتر ته يې نه بيايي، خو په انتخاباتو کې مې داسې پښتنه مېرمن هم وليده، چې دوه ورځنى ماشوم يې غېږ کې و او تاته يې رايه درکړه. ايا اوس د هغې رايې غچ همدا دى، چې ماشومان يې وژل کېږي، کورونه يې بمبارېږي، په شلو نومونو له حکومته شړل کېږي؟


 جمهور رئيس راته وويل: ((پوهېږم زړه دې ډک دى، په قلموال اخبار کې دې هم دا ټولې خبرې ليکلي، اخبار يې پر مېز پروت و، اوسني کانديد صيب ته يې وويل: ((خبر يې يون څه شروع کړي، يو يې هم نه دى پريښى، دا قلموال اخبار دې کتلى؟ سره له دې چې اوسني کانديد صيب اخبار کتلى و، خو تجاهل عارف يې وکړ، ويې ويل: نه صيب زه والله خبر نه يم. کانديد صيب هلته زما د يوې خبرې تائيد هم ونه کړ خوله کې يې مشنګ اچولي وو.


بل وخت ما په بهسودو کې د هزاره ګانو او کوچيانو د شخړې او همدارنګه ځينو نورو مسايلو په باب له څو ټلويزيونونو او اخبارونو سره مرکې وکړې او ومې ويل چې دې مسئله کې ايران او ځينې لوړ پوړي دولتي چارواکي لاس لري، د محقق دريځ ملت ضد دى او بايد له حقوقي مراجعو دا ستونزه حل شي. د جمهور رئيس لومړي مرستيال او دويم مرستيال سم لاسي له مانه سخت شکايت وکړ. سهار چې کله دفتر ته ورسېدم، نو  د جمهور رئيس له دفتره يو کس راغى ويې ويل: رئيس صيب دې عاجل غواړي، هلته چې ورغلم، دويم مرستيال؛ کريم خليلي صيب هم ناست و، د اطلاعاتو او کلتور وزير کريم خرم صيب، ډاکتر صيب فاروق وردګ او داودزى صيب هم ناست وو، جمهور رئيس ډېر په قهر و، راته يې وويل: ((ته د دولت مامور يې ته هېڅ حق نه لرې چې دا ډول مرکې وکړې اول معاون او خليلي صيب دې دواړه خفه کړي، عاجل مطبوعات راوغواړه او معذرت وغواړه…))


ما ويل رئيس صيب په اصولو کې خو ستا خبره سمه ده، د دولت يو ټيټ رتبه  او لوړ رتبه مامور حق نه لري د بل حکومتي شخص په باب داسې څرګندونې وکړي، خو کاشکې دا فورمول پر ټولو تطبيق شي، ستاسو اول مرستيال، چې ستاسو تر وزره لاندې دې څوکۍ ته رسېدلى، هم تر تا وروسته د دولت لوړ رتبه مامور دى او هم په مخالفه جبهه کې ناست دى، همدارنګه ستاسو نور وزيران لکه  اسمعيل خان او نور وزيران دې هم، د دوى په خپله اصطلاح د مخالفې جبهې يا اپوزېشن غړيتوب لري. جمهور رئيس نور هم په قهر شو. په بحث کې چې کوم کسان ناست وو. يو يې هم زما ملاتړ ونه کړ. د جمهور رئيس له دفتره ډېر خفه راووتم، کله چې خپل دفتر ته راغلم، نو خپله استعفى مې يو ځل بيا کمپوز کړه او په يوه نوې دوسيه کې مې کېښوده، تر هغه وروسته څو مياشتې زه جمهور رئيس ونه غوښتلم.


 د تخار پر پښتنو کېدونکى ظلم، د سرشمېرنې موضوع، سرپل کې د اسحقزو موضوع، د ايران په ژبنۍ او فرهنګي حوزه کې د افغانستان داخلول، په پښتون مېشته ولايتونو کې د تعليم موضوع، د ډيورنډ کرښې د پرتو ولسواليو د اقتصادي کچې د اوچتولو مسئله او داسې نورې ګڼې موضوعګانې مې په مستقيم او نامستقيم ډول د جمهور رئيس او نورو اجرائيه چارواکو تر غوږونو پورې په وارو وارو وررسولي، په ځينو موضوعګانو کې خو له دومره ستونزو سره مخامخ  شوى يم، چې د خپل فزيکي ژوند د خطر تر پولې هم رسېدلى يم.


د سرشمېرنې موضوع به ياده کړم: تر پارلماني انتخاباتو دمخه په ازمېښتي احصايه کې د درغلۍ په هکله مستند اسناد موجود وو او په ننګرهار کې مو په دې اړه يو سيمينار هم جوړ کړ. همغه وخت مو دا ټول اسناد نه يوازې اړوندو کورنيو او بهرنيو سرچينو ته ورکړل، بلکې  خپله د جمهور رئيس پر مېز مو هم کېښودل، يو ماښام له جمهور رئيس سره زما د ملاقات زمينه برابره شوه، له جلال اباده راغلم. تصادفاً د اوسنيو کانديدانو له جملې څخه دوه تنه له جمهور رئيس سره ناست وو. ماته جمهور رئيس وويل: ((دوى څو دقيقې نور دي بيا ځي بيا به زه او ته خبرې وکړو.)) ما ويل زما ځينې کارونه همدې دواړو سره دي، کله چې مې په سرشمېرنې کې د شوې درغلۍ مسئله مطرح کړه، له دوى دواړو څخه هېڅ يو زما ملاتړ ونه کړ، سره له دې چې يو يې همدا مهال د سرشمېرنې د پروسې عمومي مسول هم و. ارګ کې ددې لپاره ناست نه يم چې د ځينو په شان مې څوکۍ ځان پورې تړلې  اول خو زه په داسې مقام کې نه يم، چې خلک پرې سرماتوي، يو فرهنګي دفتر دى، زه چې هر چېرته يم، د فرهنګ وياړلى امتياز رانه څوک نه شي اخيستلاى، خو په دې دفتر کې به تر هغه وخته پورې يم، چې لږ تر لږ په خپل لاس لومړۍ درجې مسوليتونو ته د خپل ولس پيغام او درد ورسوم. که بيا هم دا څوکۍ داسې وي چې د بل چا په درد لګي، خوښېږي يې او غواړي يې، زما له خوا دې همدا اوس ورته مبارک وي.


تر کومه ځايه چې د ناسم ائتلاف خبره ده، په کانديدانو کې له ډاکتر اشرف غني پرته، چې د شمالټلوالې د توطيې قرباني شوى، خپل لياقت او ظرفيت ورته بلا شوى او سخت ظلم پرې شوى، زه يې نه کمپاينر يم او نه ورته کمپاين کوم، خو حقيقت راباندې ګران دى، نور چې اکثره کانديدان ګورې، دوى له همدې شمالټلوالې سره په شپه ورځ کې څو ځله ناستې پاستې لري. ما چې کومه مقاله ليکلې، زه د کانديدانو له اصلي متن څخه خبر يم، په دې ورځو يا مياشتې په بهير کې به نوي مشروع او نامشروع ايتلافونه او ان منفور هېواد ضد ايتلافونه راڅرګند شي، داسې ايتلافونه به وګورې، چې د حامد کرزي په ګډون له اکثرو کانديدانو څخه به ملاتړ (سړي) ته شرم ښکاره شي، کوم يو کانديد، چې دې ډول ايتلافونو ته غاړه نه ږدي، د وسايلو، امکاناتو او بهرنيو روابطو د نشتوالي له امله به ډېرې کمې رايې وګټي، زيات احتمال دى، چې يو ظالم او منفور ايتلاف به بيا پر مظلوم ولس واکمن شي. څو موده وروسته هر کانديد خپل دوه مرستيالان معرفي کوي، يو احتمال دادى، چې ښاغلى حامدکرزى ښاغلى محمدقسيم فهيم د خپل لومړي مرستيال په توګه غوره کړي، يو شمېر نور کانديدان به هم دې ورته ايتلافونه جوړ کړي، خو که چېرې حامدکرزى له هرې وجې چې وي دا کار وکړي، نو دا حامد کرزي ته د ځانوژنې په مانا ده حکومت ته د پاشنې او ملت ته د بدمرغۍ.


هغه وخت به فهيم خان، ظاهراً او اصولاً  په دويم موقف کې کوي، خو عملاً به لومړى مقام او قدرت لري. د جمهور رئيس رول به ډېر سمبوليک وي. نو په دې برخه کې زما ځانګړى وړانديز دادى، چې فهيم خان بايد سر له همدا اوسه د جمهور رئيس په توګه نوماند شي او ښاغلى کرزى ورسره د مرستيال په توګه. که نور کانديدان هم د نظار شورا له افرادو ځانته مرستيالان ټاکي، نو احتمالي برخليک به يې همداسې وي. دا چې د احتمال به څه وخت پر واقعيت بدلېږي، لږ وخت پاتې، د اوسنيو ګڼ شمېره کانديدانو پټ سترګي کمپاينران او د هغو اړوند ليکوال دې ډېره ګرمه نه خوري، لږ صبر دې وکړي، چې د ټولو کانديدانو دواړه وزرونه معلوم شي، تر هغه وروسته دې د خپلواکو شخصيتونو پر تېرو او اوسنيو کړنو خپل قضاوت کوي.


 يو دوه ښاغلي چې نوې سياسي ليکنه تجربه کوي ډېر وارخطاشوي تر تنظيمي او شخصي احساساتو لاندې راغلي، د سقاويانو په باب د ځينو اثارو انتساب يې ماته کړى، په دې باب بايد ووايم، چې د سقاويانو (پخوانيو او اوسنيو) او جنګسالارانو پر ضد، چې هره ليکنه، کتاب او يا کتابګوټى ماته انتسابېږي، دا ماته د شرم او پېغور خبره نه ده، لږ صبر او هيله وکړئ، چې خداى(ج) افغانستان کې عادلانه حکومت جوړ کړي، سمه قضا او عدالت رامنځته شي، بيا به نو يوه خوا جنګسالاران، سقاويان، پښتانه سقاويان، پښتانه ستميان او ځينې غوړه مال ليکوال وي، بله خوا به (يون) وي او بله خوا به د همدې کانديدانو همدا شاهدان، هر څوک چې ملامت و، خپل حساب و کتاب به تصفيه کوي نه سقاويان پرښتې وې او نه هم دا اوسني ټول کانديدان، چې له ګناه معاف دي او څه پرې نه شي ليکل کېدى.


خو دې سره سره که ددې کمپاينرانو کانديدان، سقاويانو، نظار شورا او يا نورو جنګسالارانو ته په دې سپينېږي، چې د هغوى په باب ټول ليکل شوي اثار ماته منسوب کړي، نو دا کار دې هم وکړي، خو چې مقصد دوى سپين شي. موږ غير له هغه هم د ((مليتوب)) له دې پړاوه وتي يو، چې د اکثريت حقوق تر چا قرباني کړو او ځان ((ښه سړى)) او ((ملي)) وښيو، دا ((مليتوب)) دې دوى ته مبارک وي.


په لغمان کې زما د کانديدۍ د پېغور په اړه بايد ووايم، زه له خداى(ج) ډېر مشکور يم، چې د هغو جنګسالارانو پر وړاندې مې ځان کانديد کړ، چې همغه وخت يې په لغمان کې دوه زره ميله وسله لرله، د حکومت واک هم ورسره و، بېلابېلو ګوندونو په تېره بيا جمعيت او نظار شورا نږدې دوه لکه ډالر مصرف کړل، چې زه کامياب نه شم، د ټاکنو داى ټي سيستم مامورين يې له بېلابېلو سيمو راټول او هلته يې نصب کړل، خو دې سره سره زما او د اوسنيو بريالي شو قومندانانو ترمنځ د رايو ډېر کم توپير و.


ما د لغمان له بېلابېلو سيمو څخه پنځه نيم زره رايې ترلاسه کړې وې، خو زه چې د الينګار ولسوالۍ او د نيازيو د سيمې يم د همدې سيمې رايې يې قرنطين کړې، ددې وجه څه وه؟ له يو بل کس پرته، چې هغه هم وروسته شورا ته لاره پيدا کړه، نو نور په ټول لغمان کې دهېڅ چا سييمه ييزې رايې قرنطين نه شوې. همغه وخت ما جمهور رئيس او  ټولو ارګانونو ته مراجعه وکړه، چې ماته له شلو صندوقونو څخه فقط يو صندوق خلاص کړي، په دې سره زه تر نورو کانديدانو دمخه کېدلم. زه قرنطين رايې د نورو کانديدانو په شان نه حسابوم، چې هسې د خپل شرم په خاطر (غر په پر) پټوي.


ما په لغمان کې د کلاشينکوفونو د برچې تر اورونو او خطرونو لاندې کمپاين وکړ، خو کله چې انتخابات خلاص شول، ټول محلي او سراسري جنګسالارانو ماته ددې مجال رانه کړ، چې زه له جلال اباده لغمان ته لاړ شم او د رايې شمېرنې د بهير نظارت وکړم. دوه لارې وې: يا ژوند يا د رايې شمېرنې د بهير څارنه، له دې دوو لارو پرته بله هېڅ لاره نه وه، زما د ترور توطيه ما او زما نږدې ملګرو ته لکه د لاس د ورغوي په شان څرګنده وه. نو د ملګرو په ډېر ټينګار چې ويل يې: ((انتخابات بيا کېږي، خو ژوند بيا لاسته نه راځي)) نو ځکه مو هر څه پرېښودل چې څه يې کول ويې کړل.


زه نه وايم چې زه ډېر توريالى او ننګيالى يم، خو که زه په ولسي جرګه کې واى، نو په هېڅ وجه د ولسي جرګې مشرتابه دا بڼه نه شوه غوره کولاى، د جرګو په تېر بهير کې د افغانستان د هويت او استحکام مخالفينو ته زما رول معلوم دى. نو په هېڅ وجه يې زما برياليتوب نه شو زغملاى، خو زه افسوس کوم د ځينو هغو ښاغلو پر ضمير، چې د قضيې اصلي ماهيت ورته معلوم نه وي او پر يو چا تور پورې کوي او پېغور ورکوي. د لغمان د اوياوو کانديدانو په جمله کې زه په څلورم رديف کې يم. څرنګه چې لغمان ټولې څلور څوکۍ لرلې، نو يوه يې د ښځو لپاره وه، درې د نارينه وو. نو درې کسان ولسي جرګې ته راغلل، چې هغه ټولو خلکو ته معلوم دي چې په څه ډول راغلل او څومره ظرفيت لري. په هر شي کې د خداى(ج) يو حکمت وي، دا چې زه ولسي جرګې ته رانغلم، په دې کې به هم د خداى(ج) يو حکمت و او ددې حکمت يوه برخه، چې لږ تر لږه ماته معلومه ده، داده چې دادى ددې ليک تر ليکلو پورې خداى(ج) له سترو جنايتکارانو ژغورلى يم.


((د کانديدانو مارکيټ)) په ليکنه کې يو بل شى هم ماته ډېر څرګند شو، هغه دا چې اکثره کانديدان او د هغوى نوي راټوکېدلي پلويان د انتقاد اوسېله نه لري، د دوى د زغم کاسه چې اوس دومره ډکه ده، که چېرې دا ډول خلک واک ته ورسېږي بيا به څه حال وي؟ تر دې وروسته نو چې هر چا پر کانديد څه وليکل پلويان يې ددې پرځاى چې د خپل کانديد برياوې په ګوته کړي او د مقابل کانديد کمزورۍ، نو له ليکوالو او خبريالانو سره به پر جګړه اخته کېږي، دا بحثونه به دوام پيدا کوي. زه خپله د هغو کانديدانو پر وړاندې، چې وړتيا يې نه لري يوازې د کاذب شهرت او نامشروع امتيازونو لپاره ولاړ دي او په راتلونکو ټاکنو کې د ولس د ذهني ستړيا، وېش او  پاشنې سبب کېږي، خپل دريځ بيا څرګندوم او دغه  راز د هر هغه نامشروع ايتلاف مخالف يم، چې د هېواد ملي ګټې زيانمنوي او په يو نه يو ډول تېرو جګړه مارانو ته د واک د بيا سپارلو سبب کېږي. که دا ايتلاف د کرزي له خوا وي، که د جلالي، احدي، احمدزي او يا نورو له خوا.


زه په دې ورځو کې پر يوې فرهنګي پروژې مصروف يم، چې په هغې کې د تېرو دوه نيمو لسيزو په بهير کې خپل کړى فرهنګي کار خپلې ټولنې ته وړاندې کړم. له ښاغلو کانديدانو او د هغو له اوسنيو اورنيو پلويانو څخه هم هيله کوم، چې هر يو خپل تېر ځاني فرهنګي، سياسي او ټولنيز فعاليتونه د يوه فرد په توګه ټولنې ته وړاندې کړي. دې سره به د هر چا ملي دريځ او فکري ليد لورى او تګلورى ښه څرګند شي. اوس همدومره.



خداى دې خير کړي د وطن او د ملـګرو
خـــرڅـــوي يې رهبران په ســــــــــــوداګرو
څه خبر يې چې په کوم لوري دې بيايي
چـې روان يې په ګـــــــــډا  او په ســـــندرو