کور / تازه خبرونه / فارياب: ۳۵ پروژې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې

فارياب: ۳۵ پروژې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې

 




د فارياب په خواجه سبزپوش ولسوالي كې د ملي پيوستون په لړۍ كې ۳۵ پروژۍ د نړيوال بانك په ۲۷ ميليونه او ۴۷ زره افغانيو په لګښت، بشپړې او ګټيې اخيستنې ته چمتو شوې.


 


چارواكي وايي چې دغو پروژو د ۶ زره  كورنيو بېلا بېلې ستونزې حل كړي.


 


په يادو شويو پروژو كې څاګانې، پر سړك چغل اچونه، د اوبو ذخيرې، د فرهنګي شورا ګانو ودانۍ، د حرفوي زده كړو كورسونه ، يو ښوونځى، استنادي ديوالونه، د اوبو واړه بندونه او پلچكونه شامل دي.


 


په دغه ولسوالۍ كې تر دې دمه نږدې ۵۰ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې دي.