اوباما د جګړې دپاره ۸۳ مليارډه اضافي بودجه وغوښتل

د لراوبر اداره | اپریل 10th, 2009


د امريکا ولسمشر بارک اوباما د امريکا له کانګرس د عراق اوافغانستان د جګړې دپاره د  ۸۳.۴ مليارډو(83.4 بېليون) ډالرو اضافي بودجې د منظورۍ غوښتنه کړې ده .

نوموړي پخپل غوښتنليک کښي ويلي چي موږ په افغانستان او پاکستان کښي د امنيت د جدي ستونزي سره مخ يو او له کانګرس څخه يې د اضافي بودجې د ژر منظورۍ غوښتنه کړې ده .


د امريکا د کانګرس دمحاسبې له مخي د اوباما ددې غوښتني په منظورۍ سره د جګړې ټول مصارف د ۲۰۰۱ د سپټمبر د حملې راهيسي يو ترېليون ډالرو(زر مليارډه = ۱,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰) ته رسيږي .


ددې نوي  اضافي بودجې ۹۵٪ به په عراق، افغانستان او پاکستان کښي په نظامي برخه کښي مصرفيږي ، ۳.۶ مليارډه د افغان ملي اردو د بيا پر پښو درولو دپاره، ۳۵۰ ميليونه د امريکا او مکسيکو د ګډي پولي د خوندي ساتلو او ۴۰۰ ميليونه د ډيورنډ د پولي د خونديتوب دپاره په نظر کښي نيول سوي دي .


د امريکا کانګرس د جکړې دپاره د ۲۰۰۹ زېږديز کال څه کم ۶۶ مليارډه ډالره لا وړاندي منظور کړي ول او د کانګرس ځينو غړو د اوباما ددې نوي غوښتني په وړاندي خپله اعتراضونه څرګند کړي دي ، خو د دفاع وزير رابرټ ګېټس په وينا د اوباما د عراق او افغانستان پاليسۍ د ځان سره د واشنګټن پراخ ملاتړ لرلئ دئ .


د دفاع وزير ګېټس زياته کړل چي د اضافي بودجې بديل د عراق او افغانستانه څخه زموږ د عسکرو ژر تر ژره را وتل دي او زياته يې کړل چي زه نه پو هېږم چي دا به نو د چا په آند يو ښه خبره وي .

Copyright Larawbar 2007-2024