کور / نوميالي / لالې د پښتو ژبي يو بلوڅ سندرغاړى !

لالې د پښتو ژبي يو بلوڅ سندرغاړى !


موسيقي چي ورته د روح خواړه ويل كيږي په خپل ځان كي پر څو برخو وېشل سوې ده .د هرې څانګي يې خپل خوند او خپل ارزښت دى .د خوند تعلق په اورېدونكي پوري اړه لري چي هغه څه ډول موسيقي خوښوي او اوري .خو د ارزښت تعلق بيا په دې خبره پوري تړلې دى چي د موسيقۍ هره څانګه په خپل وخت او زمان كي د هغه قام چي دا ورسره تړلې وي د ژوند،دود او دستور او حالاتو عكاسي كوي .


د نړۍ د نورو قامونو او هيوادونو په شان زموږ خپله بدبخته خاوره لويه پښتونخوا چي د ژوند د هري څانګي هرڅه يې د تېر سويو او روانو حالاتو له اغېزي په امان نه دي پاته سوي موسيقي هم په نړۍ كي خپل ځاي او ارزښت لري .هم دغه ډول بيا په وطن كي دننه هره سيمه دخپلو ځانګړيو رسمونو سره سره خپله دوديزه موسيقي هم لري .دغه موسيقي او له موسيقۍ سره ويلكېدونكې شاعري سل په سل كې د اړوند سيمي د مېشتو خلكو د ژونداو ژواك ټول اړخونه انځوروي .


بورى چي د لوي پښتونخوا د درو نومياتو ناووپه شمېر كي تر پېښوراوكندهار وروسته راځي يو داسي سيمه ده چي د خپل تاريخ او ځانګړيو رسمونو او ادب له كبله يو لوړ مقام لري .د ژوند د نورو برخو تر څنګ د موسيقۍ او له هغې سره ويلكېدونكې شاعرۍ له امله بورى د ځان پېژندګلوي په خپله كوي .

د بوري او شاوخوا سيمو لكه ږوب ، كلاسېف الله ، زيارت او پښين اولسي ادب چي په سل كې اتيا برخي پركوم څه مشتمل دى هغه ته كاكړۍ غاړي ويل كيږي . له هغه وروسته د امۍ ياني اتڼ غاړي هم دلته بېخي زيات مينه وال او اورېدونكې لري . د بوري د خلكو له ژوند او خوشحاليو سره مينه د امۍ يا اتڼ له دې لاندينۍ غاړي څخه څرګنديږي چي وايي !

اتڼ مي د بوري نجونه كوينه

پرملا كږې وږې سي

امېل يې د نامه غوټۍ وهينه

په بوري كي چي چا سيميزه موسيقي او د اولسي ادب دغه دوې مهمي برخي لكه كاكړۍ غاړي اود امۍ يااتڼ غاړي ژوندۍ ساتلي دي هغه لالې نومېدى چي اوس يې له موږ څخه پر بېلتون پنځه كاله اوښتي دي .نوموړى په قام احمدزى دى چي پلار او نيكه يې د بلوچستان ايالت د قلات له سيمي څخه دجنوبي پښنونخوا د تل د خاله ښهره نومي سيمي ته تللي وه د كومي سيمي دښائيست په هقله چي په كاكړۍ غاړه كي داسي ويل سوي دي !

ښائيستې نجونه د پۍ دي

ليا د تل سپيني لوڼۍ دي

په تل كي له يو څو كلونو تېرولو پس يې د لوڼي د بنهر كلي ته كډه كړېوه . د پښتو ژبي دغه ستر خدمتګار د ۱۹۳۸م كال د فرورۍ د مياستي پر پنځلسمه نېټه دلوڼي په بنهر كلي كي د پراته ګوهري احمدزي په كور كي د لومړي ځل دپاره دې نړۍ ته خپلي سترګي پرانستې . مور او پلار ورباندي د لالې نوم كښېښود . داحمدزيو په هقله كه څه هم دا ويل كيږي چي پښتانه دي خو بيا هم د دوي په كور كي بلوڅي ويل كېده .

د لالې له هلكوالي څخه تر پلستګاني دغه دمستيو او خوشحاليو مده د لوڼي د بنهر په كلي كي تېرږي او هلته دى په اوه كلنۍ كې له خپل اكا لښكو چي دچغكي شوقي او ږغوونكى و د چغكي وهل يا ږغول زده كوي . دى به د پنځلسو كالو و چي كورنۍ يې بنهر ته هم دخدائ په اماني په مانا لاس وښورا وى او د بوري د وهاري په نامه نومياتي كلي ته يې خپله د غريبۍ كډه يوړه . دلته د لالې په ژوند كې د واده كولو په بڼه كې يو لوي بدلون راځي خو دى بيا هم له خپله شوقه لاس نه اخلي .


چي كله د وهاري ځوانان له ده سره اشنا كيږي او د ده پر دغه فن باندي خوند اخلي نو پلار يې له وهاري څخه د برنيمي په نامه هغه كلي ته د تلو تلكل كوي چيري چي لالې د شهرت د بام سر ته خيزي . برنيمى د هغه فن ته هغه زمينه برابروي چي د كلي له وړو څخه تر زړو پوري د ټولوتر څنګ د ټول بوري د خلكو پام ځان ته را اړوي . برنيمى د بوري ولسوالۍ هغه كلى دى چي نيمه پېړۍ پخوا په كې د كمري امۍ په نامه هغه اتڼ موجود و چي يو به ځوان چي د بوري كاكړان ورته پلستكى واىي او ورپسې به يوه پېغله چي ورته نجلۍ ويل كيږي روان و او امۍ يااتڼ به يې كاوه . دغه اتڼونه يا امۍ ګاني يوازي په برنيمي كې نه وې بلكه ټول بورى په دې دود مشهوره و . امۍ د بوري په خلكو كي دومره محبوبيت لري چي خلك ورته هسي بهنه غواړي . خو نن سباپرې هغه د چا خبره د سپين پېري سايه سوې ده . خو يوه كاكړۍ غاړه ده چي !

خدائ غني دى داد به وكې

موږ به هم له خيساره كي

لالې چي په خپله هم ځوان و او د چغكي ترڅنګ يې له امۍ ګانو يا اتڼو سره هم ښه جوړه وه هر واده ته چي د بوري خلك ورته ورا هم وايي تلى او هلته به يې ځوانانو او پېغلو ته چغكه وهله . هغوي چي د نابودي له هرڅه به بې پرواه وبه د لالې پر چغكه اتڼ كاوه . لالې به د دې ترڅنګ چي د واده او د چا د زوي د زوكړي په خوشحالي كي چغكه ووهي او د كلي او سيمي خلكو ته د يو ځاي كېدولو اتڼونو كولو او پام بدلولو زمينه برابره كړي شخصي مېلمستياو ته هم تلى او هلته به يې د ماسخوتن له ډوډۍ وروسته چغكه وهله .

دا محفل به داسي و چي د مېلمنو په كوټه كې به د پښې دښولو ځاي نه و او ټول به داسي په پټه خوله ورته ناست و لكه په كوټه كي چي له سره څوك وي نه . لالې به د خلكو له خوا ور جوړي سوي كاكړۍ غاړي او د اتڼ غاړي ويلې او په خپله به يې هم د سيمي پر نومياتو خلكو غاړي جوړولې او خلكو ته اورولې .دغه په هغه وخت كې يو لوى اعزاز ګڼل كېده . لالې چي به پر يوه سړي باندي غاړي جوړي كړي وې نو هغه به په دې باندي لوي كوله او ځان به يې ډېر خوښ و .

لالې چي د بوري له لويه تر كمه ټولو خلكو پېژانده په ټوله سيمه كې ډېر مينه وال او احترام هم درلود . لكه څنګه چي به ده د خلكو د سات تېري دپاره خپله چغكه له ځان سره ګرزوله نوهم دغه رنګه هر چا په خپله خوشحالي كي دته د مېلمستيا بلنه وركوله چي د بوري خلك ورته ست وايي .

د لالې د چغكي د خواږه او د خپل وخت بې ثاري محفل ته به هغه وخت لاره نوره هم هواره سوه چي به د بوري خلكو لاندي حلال كړل . لاندى د جنوبي پښتونخوا خلك هغو پسونو ته وايي چي د ژمي دپاره يې ساتلي وي او زياتره يې د دسمبر په مياست كي حلالوي .هغه وخت چي پسونه ارزانه و نو خلكو به ډېر لاندي كول او بيا به يې د ټول كلي له هره كوره څخه يويو كس په هغه شپه مېلمه كاوه چي كله به يې لاندي حلال كړل . په دغه شپه به يې لالې هم مېلمه و او د لاندي له كټوي ورسته به يې دهغه له چغكي خوند اخيسته . لالې به د ځوانۍ غاړي كولې او د سيمي د هغو خلكو غاړي به يې كولې چې په مړانه كي به يې نوم درلود .هغه به د هغو خلكو غاړي كولې چي په ځوانۍ كي به يې د دنيا له فاني كوره كوچ كړى و . بس هغه به و چغكه به وه او محفل به تود و .كله كله خو به په شنه يخ كي د كلي پېغلي د هغې كوټې له وره سره نژدې په تياره كې ناستي وې او د لالې له ږنګاوڼي چغكي او پر زړه لګېدونكيو كاكړۍ غاړو به يې خوند اخيسته .

 پخوا چي په بوري كي د لوبو په برخه كې تر نور هر څه كومه لوبه ډېره كېده هغه ته به يې ډاپي ويل . ډاپي به د دوو كليو تر منځ ويستل كېده . هغه داسي لوبه وه چې په يوه وړوكي لانده خټين دېوال كي به يې د لسو روپيو نوټ چي هغه وخت يې بېخي زيات ارزښت درلود كښېښود او له قريب لس قدمه لري ځاي څخه به يې په يوه ښوۍ او تراشلې ډبره ويسته چې ډاپى به يې ورته ويل . له يوې خوا به د يوه او له بلي خوا به د بل كلي خلك ولاړ وه او يوه كس به رامنډه كړه او له ټاكل سوي ځاي څخه به يې په ډاپي هغه د نخښي په حېث اېښودل سوى د لسو روپيو نوټ ويستى . چي كله به يې وويست نو به يې ځان وغورځاوى او د كلي خلك به پرې راټول سو او شاباښى به يې وركاوه . د لالې كار په دغه لوبه كې دغه و چي ده به چغكه وهله تر څو د ډاپي ويستونكى په جذبه او ولووله سره خپله لوبه تر سره كړي .


لالې چي بېخي غريب و او هيڅ پوله پټى يې نه درلود بس يوازي به يې په دې ګزاره وه چي كله به يې پر چا كومه غاړه ښه ولګېده نو به يې لس روپۍ پر تسي كړې . ده به خپله چغكه لږ سوه كړه او اعلان به يې وكړ چې ’’پلانى پر دغه غاړه لس كالداري ’’ او دغه ناره به يې دوه درې ځله تكرار كړه . دا رنګه ځني خلكو دټولو ناستو كسانو پر سره روپۍ اچولې چي لالې به يې ناره داسي كوله ’’ پلانى د ګړد ګډي پر سر لس كالداري’’ په دې محفلونو كې به هغه د چا خبره ځني بولډاله كسان داسي هم و چي د سيمي د نومياتو كسانو چي هغه به په دغه مجلس كي نه و ناست پر سر هم پېسې اچولې .دغه رنګه لالې د خپل ژوند اړتياوي پوره كولې او ورځي شپې به يې سبا كولې .


لالې چي په خپل دربدره ژوند كي يې د ښونځي مخ نه و ليدلى د داسي حافظې څښتن و چي په زرګونه كاكړۍ او د اتڼ يا امۍ غاړي به يې زباني په ياد وې .داستانونه به يې ويل او اولسي سندري به يې ويلې . د ملنګ جان دلاري مله د پښتو ژبي دې ستر خدمتګار په نالوستې ورځ داسي كاكړۍ غاړي جوړولې چي نېغ په نېغه به يې له زړه سره خبري كولې . هغه په پښتني دود او دستور تر دې حده پوه و چې چا يې د بلوڅ په حېث د پېژندلو فكر هم نه سوائ ګولائ .د لالې كړه وړه ټول د بوري د يوه سنزرخېل كاكړ مړګي په رنګه و . ښه كمره لونګۍ ، د پلوانو لرونكى مفلر،لنډه سدرۍ او ښې كلكي كفۍ هغه څه و چي لالې به يې تل وراباڼى ښكاره كاوه .

د۲۰۰۳م كال د جنورۍ ۲۴مي نېټي ورځ د فاني ژوند د ژور سمندر هغه ځاي و چيري چې د لالې د ژوند كښتۍ ډوبه سوه .هغه د تل لپاره له موږ څخه جدا سو . چغكه ،كاكړۍ غاړي او د بوري د سيمي د ماسخوتن محفلونه بې لالې سو او د لالې ږغ د همېشه دپاره خاموشه سو .

’’روح دې ښاد وي ’’


هغه وخت چي د ريكارډنګ يا ثبتولو اسانتياوي د نه برابري وې نو بيا به هم د هغه وخت د تر ټولو ښو سوني ټيپونو چي يوه پته به يې ږغوله په واسيطه ډېرو خلكو د لالې محفلونه ثبتول .دا د هغه وخت له سته اسانتياو څخه يوه د پام وړګټه اخيستنه وه .دهغو له خوا ثبت سوې پتې له نېكه مرغه تر موږه رارسېدلې دي . په دې كاركي تر بل هر چاچي ډېر زيار اېستلي دي هغه سړى د لالې له ملګرو څخه و چي عبدالرحيم وردګ نومېده او د بوري ښار د ږوب پر سړك يې د پتو دوكان و. هغه دوكان لاتر اوسه هم سته خو د ورسره د تل دپاره خداي په اماني كړې ده او په ابدي خوب ويده دى . مرحوم عبدالرحيم وردګ د لالې په درځنونو پتې ثبت كړي او د پښتو كلاسيكې اوپه خاصه توګه د سميزې موسيقۍ مينه والو ته يې پرې يښې دي . دا هم بايد ووايم چي له نېكه مرغه د هغو پتو لويه برخه دا وخت هم زموږ په لاس كي ده .

زما په نظر د دې لوي ملي او كلتوري شتمنۍ خوندي كول اوس په موږ پوري اړه لري ځكه چي موږ په داسي وخت كي ژوند كوو چي لږ تر لږه دې ته لاس رسى لرو چي د لالې ټولي پتې پر سي ډي او ډي وي ډي واړو. دا به له يوې خوا د دې جوګه سي چي د نن په پر مختللي زمان كي يې هم خلك واوري او له بلي خوا به د دې كار ګټه دا وي چي زموږ د ژبي د دې بې ريا خدمتګار زيار به له خاورو سره له ګډېدو راوګرزي .