کور / راپور / د ننګرهار ادبي بهير (ناب)د وروستۍ غونډي رپوټ

د ننګرهار ادبي بهير (ناب)د وروستۍ غونډي رپوټ

د ١٣٨٨لمريز کال د وري پر ١٧مه د دوشنبې پر ورځ د تېر په څېر يو ځل بيا د ننګرهار د اطلاعاتو  او کولتور رياست د غونډو تالار کې د ننګرهار ادبي بهير(ناب)ملګرو خپله اونيزه غونډه وکړه چې دريځ چارې يې د سيد انتظار خادم او ارشاد رغاند او رپوټ ليکنه د انور الحق يرغل پر غاړه وې .

غونډه د ماسپښين پر درېيو بجو د ميرويس افغان ترک لخوا د قرانکريم د څو سپېڅلو اياتونو په تلاوت پيل شوه چې پکې د محمد نبي وقار د نشتوالي له امله د تېرې غونډې ګذارش له لوستو پاتې او د ژمنې له مخې شېر علم امله وال ((دښې غونډې جوړولو لارې چارې ))ترسرليک لاندې خپله يوه ليکنه د درس په بڼه وړاندې کړه ورپسې خيرالله خيرالله خيال هم ژمنې سره سم خپل يو دولس بيتيز خو له خوند او نوښته ډک غزل کره کتنې ته وړاندې کړ چې د ټولو ګډونوالو لخوا له کومې نيوکې او نور څه ويلو پرته وستايل شو،بيا خيال د خپلو لنډو خبرو په ترڅ کې له ملګرو مننه وکړه ،وروسته ازاده مشاعره پيل شوه چې عبدالجليل جلالي،قاري محمد خالد کريمي،داود صديقي،عبدالقهار خاورې،سنګر اسرار،رحمت الله زيارمل،سهراني ګل پاڅون،فضل الله ناصري،جلال الدين غريب دوست،عبدالله عزام،ميرويس افغان ترک،خيرالله خيال،انورالحق يرغل،استادملوک رغون،عطا الله عاقل،احمد بختيار ساحل،څراغ کږه وال،برهان الدين بېتاب،ذاکر کوټوال او فريدون فريد خپل شعرونه واورول.

په پاى کې پريکړه وشوه چې وروسته له دې به ترڅه وخته دريځ چارې سيد انتظار خادم او رپوټ ليکنه انوراالحق يرغل ترسره کوي او دغه راز به په راتلونکې غونډه کې د ځوان شاعر و ليکوال بهيروال طائر ځلاند پر شعري ټولګې ((خوشبو نه وينه د رنګونو څاڅي))د مخکتنې غونډه کېږي.

غونډه ماښام نېږدې د دعا په کولو پاى ته ورسېده.