کور / نثر / د زړګي رحمان مزار

د زړګي رحمان مزار

عادل اڅکزی / چمن پښتونخوا
(((  غزل )))
د خوار زړګي رحمان مزار مي رانه مه ورانوه
په مينه جوړ ښکلی يادګار يادګارمي رانه مه ورانوه


دتصوف ډېوه چي بله په پښتو کي چا کړه
ها د عظمت لوړ افتخار مي رانه مه ورانوه


له فريادي چيغو نه وکړه يؤ څه ترس رقيبه
د دروېشانو د کور لار مي رانه مه ورانوه


د وينو رنګ دي دباران په تالابو کي توی کړ
خوني زمانه روڼ شهکار مي رانه مه ورانوه


ما و قلم باداره ستا در ته لمن نيولې
د وران کورګي يؤ روغ چينار مي رانه مه ورانوه


چي نه د خپل او نه د بل تر منځ توپير کوي څوک
د ويښ تړون مشفق سالار مي رانه مه ورانوه


عادله ؛ ستا د زړۀ پرهار په وينو داسي وايي
د سباوون د ژوند رويبار مي رانه مه ورانوه


٤ اپرېل  ٢٠٠٩م کال
(چمن)