عراق: پنځه امريکايي عسکر ووژل سول

د لراوبر اداره | اپریل 10th, 2009


د عراق د موسل ښار په شمال کښي يو ځانمرګي بريد کوونکي د خپل لارۍ موټر په واسطه پر يوې قرارګاه باندي بريد ترسره کړ چي د دوو عراقي عسکرو تر څنګ پکښي دوه امريکايي سرتيري ټپيان او پنځه نور وژل سوي دي .

د عراق د کورنيو چارو د وزارت د وياند جنرال عبدالکريم خلاف په وينا بريد کوونکی د نه درېدلو نه وروسته تر سخت بريد لاندي ونيول سو اوموټر يې ۵۰ متره د خپل هدف څخه ليري وچاودېدئ .

بريد کوونکي په خپل لارۍ موټر کښي زر کېلو چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړې وه چي د دريو ودانيو د له منځه وړلو ظرفيت يې درلود .

عراقي پوليسو د ۷۰ تنو عامو ولسي خلګو د ټپي کېدواو د پنځو عراقي او دوو امريکايي نظامي موټرونو د له منځه تللو يادونه هم کړې ده .

د امريکايي ځواکو په وينا د پيښي په تور يې دوه تنه نيولي چي تر تحقيق او پلټنو لاندي دي .

د امريکايي ځواکونو تلفات په تيري عيسوي مياشت مارچ کښي لږ وه، په فبروري کښي ۴ تنه وه چي په يوه حمله کښي وژل سوي ول خو په عراق کښي د امريکايي ځواکو ټوله تلفات ۴۲۰۰ تنه دئ اود وژل سويو عراقيانو شمېر ه لسګونو زرو ته رسيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024