کور / شعر / غزل

غزل

 


 


غزل


مومندبابا ادبي بهير- بلخ


 


ځه چې دا سپېڅلى ګـــــــــــــرېوان وګنډو


نور به دا شلېدلى ګـــــــــــــــــرېوان وګنډو


 


هــــــــــــــــــــــــــــاغه د اټك خبر مې ياده ده


اوس به دا ځپلى ګــــــــــــــــــــرېوان وګنډو


 


بيا به دې اورنګه ســــــــــــــترګې وباسوو


ودرېږه چې نوى ګــــــــــــــــــــــرېوان وګنډو


 


نن به د ژوندون فلســـــــــــــــــــــــــفه وګورو


نن به يو پاللى ګــــــــــــــــــــــــــرېوان وګنډو


 


څومره چې مې وس كې وي قسم دى بس


نور به دا ښــــــــــــــــــــــاغلى ګرېوان وګنډو


 


پرېږدئ شـــال د زلفو غم دې ګور ته وړي


لږ به يې ولېدلى ګــــــــــــــــــــــرېوان وګنډو