هلمند: د طالبانو په يوه بريد کښي ۶ افغان سرتيري وژل سوي
د کندهار څخه د فرانس پريس خبري اژانس د خبر له مخي طالب وسلوالو د جمعې په ورځ د هلمند د ناوې په ولسوالۍ کښي د ملي سرتيرو پر پوستې د حملې په ترڅ کښي اووه افغان سرتيري ټپيان کړي اوشپږو نورو ته يې مرګژوبله اړولې ده .
ددې بريد پړه طالب وياند قاري يوسف احمدي پر غاړه اخيستې ده .
د هلمند ولايت وياند داود احمدي په وينا بريد د جمعې په ورځ سهار مهال رامنځته سوئ چي د ۶ افغان سرتيرو د مرګ ژوبلې سبب سو او ۷ ټپي سوي افغان سرتيري روغتون ته انتقال کړل سوي دي .
داود احمدي همدارنګه زياته کړل چي دافغان او بهرنيو ځواکو د تيري شپې په ګډو عملياتو کښي يې ۳۶ وسلوالو طالبانو ته مرګژوبله اړولې چي د ۷ تنو جسدونه يې لا پر ځای پاته او ۱۸ نور يې چي سطحي ټپيان ول په تېښته بريالي سوي دي .
د يو بل خبر له مخي بهرنيو ځواکونو د هلمند ولايت په لښکرګاه کښي د ۱۵ وسلوالو او په روزګان ولايت کښي د ۱۲ وسلوالو جنګياليو د وژلو خبر ورکړئ دئ ، پدې اړه نور جزيات نه دي ورکړل سوي .
په غربي رسنيو کښي جنوبي افغانستان د طالب وسلوالو په مرکز ياديږي له چيري نه چي زيات د جنګ -جګړو تاوده خبرونه ورکول کيږي او په پلان کښي ده چي را روان پسرلي ته به دلته په زرګونه نور امريکايي پوځيان د امينت د خوندي کولو دپاره ه ځای پر ځای کړل سي .