کور / تازه خبرونه / قذافي وايي د اوباما ژوند په خطر کښي دئ

قذافي وايي د اوباما ژوند په خطر کښي دئ

د ليبيا جمهور رئيس معمر قذافي چي په خپل تورت ويلو سره مشهوره دئ، څه موده مخکي د عربي اتحاديې په غونډه کي په يوه تونده بيانيه کښي  پر عربي  مشرانوباندي سخت لګېدلئ وو  چي لوی جنجال يې را پورته کړ .  تازه نوموړي بيا د خپلو خبرو په ترڅ کي  ويلي دي چي د امريکا د جمهور رئيس بارک اوباما د ترور احتمال ليدل کيږي .


 


د رويټر د خبري آژانس په حواله، قذافي د اوباما  دهغه څه په باره کي چي د چک جمهوريت  د خپل وروستي سفر په ترڅ کي يې  هيله  څرګنده کړې  او ويلي يې  وه  چي دی غواړي داسي يوه ورځ را ورسيږي چي نړۍ د اټومي وسلو څخه پاکه وي، ويلي دي :  چي دغه منطقي خبره د امريکا د تېرو جمهور رئيسانو د احمقانه خبرو څخه توپير درلود. د امپرياليستانو توره دوره نوره  تېره سوېده . که قرار دا وي چي  نړۍ داسي  يوه  لاره و وهي نو موږ د هغه سره يو.


 


قذافي زياته کړېده چي د بارک اوباما د سلامتۍ څخه اندېښنه لري او وايي چي هغه وېره لري دغه  ځوان او نوی جمهور رئيس به  هم لکه د جان کينډي او ابراهام لينکلن او د تورپوستانو مبارز مارټين لوټر کينګ غوندي چي تلاښ يې کاوه د امپرياليسټي سياستونو څخه ځان ليري کړي، ترور سي .