راځئ چي د پښتنو يو نوى بنسټ كېږدو! 

د لراوبر اداره | اپریل 12th, 2009


وروستۍ دوه نيمې پېړۍ او په ځانګړي ډول وروستۍ درې لسيزې د پښتنو پر ضد د جنګونو او استخباراتي دسيسو لسيزې وې. كه له يوې خوا دغو جنګونو او دسيسو پښتنو ته زيات ځاني او مالي زيانونه واړول او له واك او سياست څخه يې لرې كړل، خو له بلې خوا يې دوى له بل هر وخته ويښ او له سياست سره روږدي هم كړل.

دا سمه ده چې نن د پښتنو په ځوان نسل كې تر بل هر وخته زيات مسلكي پوهان او سياستوال شته، خو لاهم پښتانه د پرديو او دښمنانو تر ګوزار لاندې دي، د تاريخ له جبر سره مخ او په بېلابېلو نومونو سره وژل كيږي او ټول پښتانه د پرديو دغه ظلم او د ځان محكوميت ته ګوته په غاښ ولاړ دي، ننداره يې كوي او د پښتنو د ژغورلو له پاره هيڅوك هم څه اغېزمن اقدام نه شي كولاى.

بايد ټول مسوولانه له ځانه وپوښتو چې د پښتنو د ژغورلو له پاره څه كول په كار دي؟

دغې پوښتنې ته مو ځواب څه دئ؟

راځئ چې خپل فكرونه او سوچونه سره شريك كړو او په ګډه دغې پوښتنې ته ځواب ومومو.

شايد د دغې پوښتنې په ځوابولو كې زموږ د هر يوه مخ ته بلا ستونزې تر سترګو او په بيړه دا يو ډېر ستونزمن، لانجمن او ان ناشونى كار وبولو او ځنې لاس واخلو او ووايو چې دا يوه هسې هڅه ده.

خو داسې نه ده، ځكه هيڅ يوه ټولنيزه ستونزه داسې نه ده چې ورته د هوارۍ لارې چارې ونه موندل شي.

د افغانستان د ستونزو هوارى بهرنۍ لاسوهنې او كورنيو پرديانو ستونزمن كړى او بهرنيانو په خپلو استخباراتي لګښتونو او پانګونو سره د افغانانو تر منځ ځينې داسې پروژې په لاره اچولي چې افغانانو او پښتنو ته تعريف شوي نه دي او د دوى د ګټو تضمين په كې نه شي كېداى او حالات يې پېچلي، ترينګلي او ستونزمن كړي دي.

د دغو پروژو په سر كې د بهرنيانو په سرلارۍ او ملاتړ يو شمېر بې هويته، چالاكه او دوكه باز افغانان ولاړ دي، ولس يې غافل او هيپنوتيز كړى، پښتانه او افغانان يې د بهرني زور او ځواك پر مټ يرغمل كړي او د خپل ملت په ځورولو، ربړولو او سياسي سوداګريو او قاچاقو لګيا دي او د ملت وركونې او بربادۍ پر سر له بهرنيانو پيسې او امتيازونه ترلاسه كوي.

دا سمه ده چې دغه سياسي سوداګران نن هر يو لكه فرعونان د ولس پر برخليك واكمن دي او د ولس خواخوږو او رښتنيو افغانانو ته اجازه نه وركوي چې واك او سياسي ځواك د الهي د يو امانت او عدالت په توګه ولس ته وګرځوي او ولس له دغه بد ناورين او ناتاړ څخه وژغوري او هېواد د سولې، امنيت او پرمختګ پر خپلې طبعيي تګلارې سم كړي.

په دې كې شك نشته چې له باطل سره د حق مبارزه ډېر وخت نيسي او زياتو سرښندنو ته اړتيا لري، خو رښتيني خلك د ټينګ هوډ او ژمنې خاوندان وي او هيڅكله د حق او الله ج د رضا پر ځاى دنيوي مادياتو ته لومړيتوب نه وركوي، د الله ج د رضا لاسته راوړلو او د ټولنيز راحت، پرمختګ او ابدي ژوند او سوكالۍ تر لاسه كولو له پاره لاس تر زنې كرار نه كېني، د ظلم پر وړاندې او پر ځمكه د الله ج د سپېڅلي عدالت د ټينګښت له پاره مبارزه كوي.

له دې سره-سره پر ظلم د عدالت برى ناشونى نه دى او الله ج پر ظلم د عدالت د بري ژمنه كړې ده.

يو ژمن او هوډمن مسلمان، مومن او پر ولس مين سياستوال پر ټولنيزې ناشونتيا هيڅكله باور نه لري او فكر كوي چې فرعونان هيڅكله هم خلق شوي نه وو، بلكې جوړ شوي وو، د خدعې، پيسو، تدبير او دوكې په زور رامنځته شوي او د رښتينولۍ په قهر، تدبير، پيسو او ځواك له منځه تللي دي.

الله ج مومنانو ته د ټولنيز واك دوه بېلګې په خپل سپېڅلي كتاب قرانكريم كې بيان كړې دي.

يو پر ظلم او باطلو ولاړ د فرعونيت بېلګه ده او بله پر رښتينولۍ او عدالت ولاړه د پيغمبرانو ع او د خليفه ګانود واكمنيو بېلګه.

كه لږ سوچ وكړو او د ټولنيز واك دغه دواړه بېلګې وڅېړو، نو وينو چې د فرعونانو قوت او ځواك په دې كې وو چې له پيسو، عقل، منطق او تدبير څخه يې كار اخيسته او په خدعې سره يې بېوزلي، ناچاره اوعام وګړي په خپل تدبير سره يو موټى او همغږي كول، ستر ځواك يې ترې رامنځته كاوه، واك يې په خپل لاس كې راټولوه او بيا يې له دغه ځواك څخه د ظلم دودولو، د شيطاني او مادي ګټو د ترلاسه كولو له پاره كار اخيسته او د پيغمبرانو ع او پرهېزګارانو توپير ترېنه په دې كې و چې هغوى له خپل عقل، منطق،تدبير او ځواك څخه د ظلم، ټولنيزې بېعدالتۍ او شيطاني نفسانياتو د له منځه وړلو او د برحقې واكمنۍ د ټينګولو له پاره كار اخيسته او هيڅكله د واك د انحصار او فساد په لټه كې نه وو.

د پورتنيو څرګندونو پر بنسټ ويلى شو چې د پښتنو روان حالت خورا خواشينونكى او د ترحم وړ دى او ټولو رښتينو او پر ولس مينو پښتنو ته په كار ده چې ځانونو ته ټكان وركړي، له عقل، سوچ او تدبير څخه كار واخلي، پښتانه پر يو محور سره راټول، له هغوى يو فعال او رښتينى ټولنيز ځواك رامنځته او په دې سره له روانو حالاتو، ټولنيزې بېعدالتۍ، ظلم او فرعونيت سره مقابله وكړي.

دا چې دغه محور او دوكتورين يې څه وي، څنګه رامنځته كېداى او خپل كار ته ادامه وركولاى شي، ښه به وي چې پښتانه لومړى د انټرنېټي سايټونو له لارې خپل وړانديزونه وړاندې او د برېښنايي پتو له لارې سره اړيكې ونيسې او خپل نظرونه سره تبادله كړي.

د دغې هڅې په پايله كې كېداى شي د پښتنو يوې سترې، مثبتې، رښتينې او اغېزمنې ټولنې د جوړېدو له پاره زمينه برابره شي، هلته چې واك د يو شخص په لاس كې نه بلكې د شورا او ولس په لاس كې وي.

د دغې طرحې ننګه يوازې په دې سره كېداى شي چې انفرادي هڅې د ټولنيزو بدلونونو له پاره دومره اغېزمنې نه وي لكه څومره چې ټوليزې او د ټولنيزډيناميزم هڅې اغېزمنې دي.

بل پلو د پښتنو د ناورين يوه برخه دا هم وه چې ډېرى پښتنو چارواكو په انفرادي توګه د سياست ډګر ته رادانګل او عامو پښتنو يې هم ملاتړ كاوه، خو په پايله كې ډېرى له دغو سياستوالو خپلسرۍ او مطلق العنانۍ ته مخه كړې او شخصي ګټو ته يې پر ولسي او ملي ګټو لومړيتوب وركړى او په پاى كې د عدالت له بهير څخه يې شا اړولې او د ظلم له بهير سره يو ځاى شوي دي.

اوس پر يو محور او رڼو دوكتورينو د پښتنو را ټولېدل د خپلسريو مخ نيولى او د دغه ټولنې په غړو كې د مسووليت احساس رامنځته كولى شي. ځكه د ټولنې دوكتورين د هندارې او ترازو غوندې كولى شي د يو شخص بد كړو وړه وارزوي او د اړتيا په وخت كې د ټولنې له خوا فشار پر واچول او مخنيوى يې وشي.

په انفرادي فعاليتونو سره كېداى شي د يو چا كړه وړه وارزول شي، خو دغه فعاليتونه د ټولنيز فشار كچې ته نه رسېږي او په ټولنيزو بدلونونو او د ګواښونو په راكمولو او مخنيوي كې يې اغېز ډېر كم دى.         


هيله ده چې له راتلونكو ټولټاكنو مخكې پښتانه د يو داسې ټولنيز ډيناميزم په رامنځته كولو بريالي شي، چې وكولى شي د هيواد په سياسي بهير كې ونډه واخلي او كه يا هم  كېدوني وي ټولټاكنو ته خپل نوماند وپېژني او په هيواد كې د پخلاينې او سولې د ټينګېدو له پاره خپل پلان وړاندې او كار پرې وكړي. 



ياداشت: د ټولنې په اړه لومړني جزيات به له نظرونو اورېدلو او ارزولو وروسته په ډاګه شي، په تمه اوسئ، خو لومړى مهرباني وكړئ او خپل نظرونه شريك كړئ . 

د ايمېل پته : baryali.jahish@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024