کور / راپور / کنړ: د ارواښاد شمس الهدا شمس په نوم کتابتون پرانیستل شو

کنړ: د ارواښاد شمس الهدا شمس په نوم کتابتون پرانیستل شو

په کنړ کښي د افغان ملت ګوند د پخوانی مشر ارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شو .


د شنبې په ورڅ د کنړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د هیواد د سیاسي او فرهنګي شخصیت او د افغان ملت ګوند د پخوانی مشرارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شو ـ په دې مناسبت په همدغه ولسوالۍ کې یوه غونډه جوړه شوه چه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ښاغلي غلام نبی فراهي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ښاغلي نجیب الله منلۍ ، د کنړ والی ښاغلي سید فضل الله واحدي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او بهرنیو اړیکو رئیس ښاغلي زردشت شمس د افغانستان د سوداګریز اطاقونو معاون ښاغلي الکوزي، د افغان ملت ملي مترقي ګوند لوۍ منشي ښاغلي وصلي خان ملاخیل ،دکنړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلې حکیمزي او ګڼ شمير نورو فرهنګیانو او قومي مشرانو او د د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشرانو ګډون وکړ.


 ویناوالو د ارواښاد شمس الهدا شمس په ژوند، مبارزی او د سیاسی او فرهنګی هڅو یادونه وکړه او د ملی احساس او مفکوری د ژوندی ساتلو په لار کې د ارواښاد نه ستړی کیدونکې هلی ځلی وستایلی ـ د کنړ والی ښاغلي سید فضل الله واحدي د شمس کتابتون سره د پنځوسو زرو مالی کمک اعلان هم وکړوـ د یادونې وړ ده چه نوموړی کتابتون د نورګل ولسوالی د یو شمیر فرهنګیانو په زیار او شخصی لګښت جوړ شوئ  ـ 
 



د کتابتون د پرانستلو مراسم



د کنړ والی ښاغلې سید فضل الله واحدي


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ښاغلې غلام نبی فراهي


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ښاغلې نجیب الله منلې


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او بهرنیو اړیکو رئیس زردشت شمس



د غونډی ګډونوال