د لويې چاودنې(big bang) د نظريې تاريخچه
61
د لويې چاودنې (big bang) د نظريې بنسټ د البرټ انشټاين يو فرمول و ،خو ددې نظريې کشفوونکى خپله انشټاين نه و،ځکه په لومړيو کې انشټاين هم د لويې چاودنې(big bang) نظريه نه منله،کله چې د نورو ساينس پوهانو له خوا ډېر شواهد لاس ته راغلل ،بيا يې ومنله.
نامتو انگرېزساينس پوه(Arthur eddington) (1882 _ 1944) او بلجيمي تشيال پوه (جورج لميټر)دواړو د انشټاين د فرمولونو پر بنسټ په لومړي ځل د لويې چاودنې(Big bang) نظريه ورکړه، خو د نن ورځې ساينس پوهان بيا ددې نظريې اصلي وړاندې کوونکى او کاشف امريکايي اډوان هيبل بولي ځکه هغه ديوه مجهز او عصري تلسکوپ په مټ وکړاى شول دکايناتو غوړېدنګ(انبساط) زباد کړي چې همدا غوړېدنګ ددې الواک(نظريې) دځواکمنو لاسوندونو څخه و.
اډوان هېبل په خپل يوه کنفرانس کې چې دلويې چاودنې اودکايناتو دپراخوالي په هکله و ، وويل هر هغه شى چې اورو بايد ويې پلټو، هر هغه شى چې وينو بايد پخلى يې وکړو.زه تاسې ته دکايناتو انبساط درښيم.
خو مودې وروسته په ١٩٦٤زېږدي کال دلويې چاودنې دزباد په موخه دوو (Aonopenzias) او(Robertwiloor) لخوا لاښه شواهد وړاندې شول.
دې دوو ساينسپوهانو غوښتل چې دځمکې له فضا څخه دباندې څپې(Microwave) پيدآ کړي.
په تصآدفي ډول يې دآسې آوآز کشف چې ټولو خوآووته پآشلى و آو له ځمکې سره يې هېڅ آړه نه لرله .
دآ آوآز چې دکهکشآني ذرآتو و له ځمکې څخه په خورآ خورآ لرې وآټن کې کړنګېده آو دآسې يې ښووله چې دکآينآتو ټولې زرې له يوه ټکي څخه دغټې چآودنې له آمله بېلې شوې دي .
په لنډ ډول دآ آوآز له Big bangيالويې چاودنې څخه پاتې شوى و.
په دې کشف سره دلويې چاودنې نظريه په ډيرى رايو ومنل شوه .
دجورج سموټ(Goorg Smoot)په لارښوونه يوې ډلې په ١٩٩٢کې دناسا دسپوږمکۍ په مټ لاښه او بريالي معلومات لاسته راوړل.
له دې برياليو پايلو وروسته دلويې چاودنې نظريه ټولوپوهانو په يوه خولۀ ومنله.
ددې ډلې مشر له خپلوليدنو وروسته يوه خبره وکړه چې دنړۍ دزياتو نامتو ورځپاڼو لکه Lodon times او Newyark timesدسرخبر و. نوموړي دbIg bang دنظريې په هکله وويل ((its like looking at god )) دا کټ مټ داسې و لکه خداى چې ګورې .
ښاغلي ليون ليډرمن(Lean Laderman) چې دنوي عصر تکړه فزيکپوه اودنوبل دجايزې ګټونکى هم دى پخپل يوه اثر کې چې (The god parctical) نومېږي دغټې چاودنې دنظريې په هکله په څو کرښو کې ليکي : (( له يوه کنجکاو فکره پرته په لومړيوکې هېڅ شى نه و، داسې هېڅ چې نه پکې فضا، نه زمان، نه توک ، نه رڼا، او نه اواز و، خو يو قانون پلى و، چې هېڅ ته يې ځواک ورکړ. کيسه له همدې ځايه پيل شوه ددې کيسې نوم کاينات و.
له بده مرغه چې ددې کيسې له پيل څخه ډېر معلومات په لاس کې نشته، تر دې چې کاينات دپوخوالي عمر ته ورسېدل . کاينات چې دپوخوالي عمر ته ورسېدل زيات وخت يې ونه نيو، له يوې چاودنې څخه وروسته ديوې ثانيې د تريليونمې برخې په يوه بيليونيمه شېبه کې دپوخوالي بريد ته ورسېدل او دکايناتو بڼه يې غوره کړه . کله چې دکايناتو دزېږېدنې په هکله څه اورو او يا يې لولو يو څوک مو ياد ته راځي .
هوکې! يواځې الله پوهېږي چې په لومړنيوشېبو کې څه پېښ شوي و ))
دې کتآب يوآځې په دې يو څو ليکو خورآ ډېرمينه وآل وموندل .
دقرآن کريم او لویي چاودنې تر منځ داړيکو په هکله څو خبرې
دغټې چآودنې دتيوري له کشف آو په موثقو شوآهدو له ثبوته وروسته دقرآن کريم دآنبيآ سورة دېرشم آيت دټولو مسلمآنو آونآمسلمآنو پآم ځآنته رآ وآړآوه ځکه چې دآ مبآرک آيت به ډېرڅرګند آو سپړلى ډول دآ موضوع بيآنوي :
((آولم يرآلذين کفروآ آن آلسموآة وآلآرض کآنتآآتقآ ففتقنهمآوجعلنآمن آلمآءکل شى ءٍ حى آفلآ يومنون.
ژبآړه:آيآ کآفرآن په دې نه پوهېږي،چې دغه ټول آسمآنونه آوځمکه يو له بله سره نښتي وو،بيآ موږدوى بېل کړل،آو له آوبو نه مو هر ژوندى شى پيدآ کړ،آيآ هغوى زموږ دغه خلآقيت نه مني.
دلته لومړى ټکى چې د پآم وړ دى دآدى،چې له لويې چآودنې (big bang) مخکې ټول کاينات سره نښتي او بسته و،چې د لوى الله په امر خلاص شول.
ترتېرو درې نيمو پېړيو پورې ساينس پوهانو ،ستورپېژاندو،او تشيال پوهانو ځمکه د کايناتو د يوې برخې په توګه نه منله،په هغه وخت کې به چې د کايناتو په باره کې هره نظريه وړاندې کېده،ځمکه به يې نه پکې شاملوله،،بلکې ځمکه يې يوه ځانگړې ،لويه،او جلا ټوټه تصور کوله،چې ګويا ټول کاينات يې په شاوخوا څرخي. خوپه قرانکريم کې له کايناتو سره ځمکه هم ياده شوې ده،تر څو دا ناسم پوهاوى لرې شي،او خلک پوه شي چې ځمکه هم د کايناتو يوه ټوټه ده،نو ځکه داسمانونو د يادېدلو سره يوځاى ځمکه هم ياده شوې ده.
په دې ايت کې فرمايل شوي دي،چې هر شى، بلکې ټول کاينات که ځمکه ده،ياله ځمکې هاخوا (اسمانونه) دي په کايناتو پورې تړلي دي،او په لومړيو کې په يوه ټکي کې سره نښتي وو،بيا وروسته،سره وغوړېدل،خو په ننني شکل نۀ، بلکې په يوه خالصه، اوله نننيو انرژي ګانو څخه بېخي په بېل ډول.
مارټين ريز(Martin Recs) چې د اوسنۍ دورې نامتو تشيال پوه دى د خپل مشهور نښېر(اثر) (Our cosmic habitat) په پنځه پنځوسم مخ کې ليکي ،چې: ((هرڅه چې په ځمکه پورې اړوند دي يا او يا له ځمکې څخه هاخوا دي يعنې ټول کاينات دفضا، زمان او مکان په ګډون حتى زه اوته بايد پوه شوو ،چې پيل مو له هماغې وړې زرې څخه شوى او په هغه يوۀ ټکي کې سره راټول وو. دلته مارټين نه يوازې ځمکه بلکې د ځمکې اجزا حتى زه او ته ذکر کړي يوو.
دويم ټکى دادى ،چې قرانکريم پېړۍ،پېړۍ مخکې او نوي ساينس اوس د (big bang)نظريه ،چې ګويا کاينات له يوې نقطې پيل شوي شرحه کوي، خو توپير يوازې په نومونۀ کې دى.
زموږ سپېڅلي کتاب قرانکريم د غوړېدلو او خلاصېدلو کلمه کارولې او ساينس پوهانو د چاودنې کلمه،توپير يوازې په ويي کې دى،په نظريه کې نه دى. خو په ويي (کلمې) کې بيا هم ساينس ښوېدلى دى،ځکه هر توپير چې د تاريخ په اوږدو کې د ساينس او قرانکريم ترمنځ موجود و،وروسته د ساينس پوهانو له فکري ودې معلومه شوې ،چې ساينس په لومړيو مرحلو کې غلط و ،دلته هم حتى په نومؤنه کې هم دا خبره رښتيا کېږي.
نوي ساينس په دې ورستيو کلونو کې روښانه کړه چې د(big bang) نوم ددې تيوري لپاره پر ځاى نوم نه دى،ځکه دا کلمه (لويه چاودنه) نويو زده کوونکو ته ناسم تصور ورکوي ،چې ګويا فضا لا په اول کې موجوده وه، اورين بڅرى په فضا کې وچاوده ،او د کهکشانونو او نورو موجوداتو د خلقت سبب شو ،چې دا ناسمه خبره ده.
نو ساينس پوهانو له ډېرو هڅو وروسته ددې نظريې لپاره نوى نوم (big split theory) وټاکه.
(split) د سوري کېدل ، او يوله بله بېلېدلو په مانا دى.
تردې چې ساينس پوهان ددې نظريي په نوم اېښودنه کې د قرانکريم په هماغه نوم سره يوه خوله شول ،چې پېړۍ ،پېړۍ مخکې ورته کارولى و.
بله په زړه پورې خبره داده،چې په کيميا کې به اتوم داسې تعريف کېده،چې اتوم دعنصر هغه کوچنۍ ذره ده،چې په نورو وړو زرو د ويش وړتيا ونه لري ،خو وروسته بيا ساينس ثابته کړه ،چې اتوم هم بې نهايته د وېش قابليت لري. هره زره له نورو وړو زرو څخه جوړه شوې، اوهره وړه زره له نورو وړو زرو څخه….
کاينات په ټوليز ډول له اتوم څخه وړوکي و،تردې،چې د اتوم له هستې څخه هم په بې حد اوبې اندازې کوچنۍ نقطه کې سره راټول و.
له اتوم څخه د کوچنيو زرو او اتوم دوېش د حقيقت په باره کې په قرانکريم کې لاندې ايت شريف ذکر شوى دى.
وقال الذين کفروا لاتاتيناالساعة قل بلى و ربى لتاتينکم عالم الغيب لايعزب عنه ميثقال ذرةٍ في السماوات ولا في الارض ولا اضغر من ذلک ولا اکبر الا فى کتاب مبين.
ژباړه: منکران وايي قيامت ولې پر موږ نه راځي،ووايه قسم دى زما په عالم الغيب پروردګار ،هغه به پر تاسې راشي،له هغه نه د يوۀ بڅري (اتوم) په اندازه کوم شى نه په اسمانونو کې پټ دى او نه په ځمکه کې،نه له يوه بڅري (اتوم)نه غټ او نه له هغه (اتوم) څخه کوچنى ،هرڅه په يوۀ څرګند دفتر کې درج دي.