کور / راپور / مومند بابا ادبي بهير په چمتال ولسوالۍ كې نوى بهير پرانيزي.

مومند بابا ادبي بهير په چمتال ولسوالۍ كې نوى بهير پرانيزي.

 



مومند بابا ادبي بهير د ۱۳۸۸ لمريز په درېيمه غونډه كې فيصله وكړه چې د روانۍ اونۍ په اوږدو كې د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ كې نوى بهير پرانيزي.


  


غونډه د وري په ۲۱ نېټه د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په دفتر كې د مولوي عزيز الرحمن افغان په تلاوت پيل شوه او ويندويې چاري يې بريالي جلالزي تر سره كولې.


 


د تېرې اوونۍ راپور نجيب الله يارپال ولوست.


وروسته تر دې د محمد عيسى ساحل په غزل كره كتنه پيل شوه چې لومړى ازاد بحث او بيا په ليكلي بڼه پرې متنونه ولوستل شول.


 


د غزل عنوان (( عدالت څه ګناه)) و، د ګډونوالو له خوا بحث پرې و شو. ذبيح الله احساس اوږد عنوان ناسم وګاڼه او وې ويل تر ډېره بايد هڅه وكړو چې عنوان لنډ يا يوه كلمه وي.


نوموړي زياته كړه چې غزل پخپله ښه غنوان دى.


 


دا دې غلطه ده ناصحه محبت څه ګناه


د ښكلو ښكلو د ذكرونو عبادت څه ګناه


 


احساس په دغه بيت كې د ذكر او عبادت كلمو كارول د شاعر د خيال ژورتيا وښوده نوموړي د ((ښكلو)) كليمې تكرار د ذكر په مانا واخيست او ويې  ويل چې د ذكر ذهني تصوير سړي ته وركوي.


 


د تا خو كاڼې زړه خوښېږي چې يې مينه نه وي


زاهده ستا له روايت نه بغاوت څه ګناه


 


ډاكتر محب الله زغم په دويمه نيم بيتي كې د(( نه)) كلمې كارول ښه و نه باله، ويې ويل چې (( نه)) جمله منفي كوي او روايت كلمه په پښتو كې د نكل كولو لپاره كارول كېږي او په اردو كې بيا د سنت مانا وركوي. هغه وويل چې هغه كلمې دې وكارول شي چې زموږ په سيمه كې په كومه مانا كارول كېږي.


 


چې دې په سترګو كې اوس وينم د نفرت خيالونه


 اې د مغرورې خولې واكداره دا يو ست څه ګناه


 


ذبيح الله احساس د واكدارې كلمې كارول ناسم وباله، ويې ويل چې دا داسې مانا لري لكه قدرت يا څوكۍ چې يوه ورځ د يوه سره وي او بله ورځ له بل سره.


مولوي غزيز الرحمن افغان وويل موږ داسې اصطلاحې هم لرو چې وايي (( خوله يې په خپل واك كې نه ده.))


احساس د افغان دليل د پښتو ژبې يوه اصطلاح په ګوته كړه او زياته يې كړه چې واكداره به سمه وي خو دلته په شعر كې ښكلې مانا نه وركوي.


 


احمد شاه پښتون دغه كلمه داسې بدله كړه


(( د مغرورې خولې خاونده دا يو ست څه ګناه))


 


خو نجيب الله يارپال د خولې واكدار مفهوم په دوه ډوله واخيست. لومړى دا چې د خولې واك يعنې د خولګۍ واك، مانا دا چې د خپلې خولګۍ يو ست خو راته وكړي نو په كې څه ګناه ده. دويم دا چې ست هم په خوله كېږي چې كارول يې شعر ته كوم زيان نه رسوي.


امير بريال هم د يارپال سره موافق و.


 


زغم په لومړۍ نيم بيتي كې د نفرت كلمې كارول په تقوا باندې وړانديز وكړ. د وويل : كنه د مانا تنافض ليدل كېږي.


 


تر ازاد بحث وروسته په ليكلې بڼه كره كتنه پيل شوه.


لومړۍ ليكنه ضمير خال ولوسته، هغه وويل چې،


ستا خو له كلي د غيرت څلې اوبو وړي دي


ستاسې په ښار كې له حيا سره عزت څه ګناه


 


په دويم نيم بيتي كې د حيا سره عزت دوه ځاى راغلى كه څوك حيا لري عزت هم لري، حيا ته د عزت ضرورت نشته.


خال په د ساحل شاعري وستايله.


 


ورپسې زغم ليكنه واوروله، ده ده په اند دساحل شعر د نورو اړخونو تر څنګ موسيقي هم لري او د ده ليكنه په همدې اړخ څرخېده:


 


دا دې غلطه ده ناصحه محبت څه ګناه


د ښكلو ښكلو د ذكرونو عبادت څه ګناه


د پورته بيت په اړه زغم ليكلي و: (( ددې بيت په اوله مسره كې ( طه، ده، حه، څه) د ( هـ) د توري د تكرار په وجه موسيقي لري؛ خو كمزورې موسيقي، ځكه چې (هـ) پخله څرګنده اواز نه لري او له بلې خوا تر هغې مخكې راغلي اوازونه سره يو شان نه دي.


 


ستا خو له كلي د غيرت څلې اوبو وړې دې


ستاسو په ښار كې حيا سره عزت څه ګناه


 


زغم پورته بيت د موسيقي له نظره تر ټولو ښه وګڼه او زياته يې كړه چې د شعر په موسيقي كې نه يوازې د همغږو اوازونو تكرار بلكې د هغو تر منځ واټن او وزن يا د څپو شمېر هم پوره اهميت لري.


 


وروسته تر دې ازاده مشاعره پيل شوه چې ځوانانو پكې شعرونه ولوستل. د يادولو وړ ده چې په دغه غونډه كې ذبيح الله احساس د دغې اوونۍ په اوږدو كې د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ كې د يو نوې بهير د پرانستلو زېرى هم وركړ.


 


د غونډې اوږدو كې فيصله وشوه چې د روانې اونۍ په اوږدو كې به د مومند بابا ادبي څو ځوانان چمتال ته سفر كوي او هلته به يو ادبي بهير پرانيزي.


 


راتلونكۍ اونۍ تر ډېره د ډاكټر محب الله زغم چاپ شوي كتاب ((جنګي سپى)) ته ځانګړې اعلان شوه چې د بهير ملګري به پرې مخكتنه كوي.


 


اوس مهال په بلخ كې د مومند بابا ادبي بهير سر بېره  مېرمن كلتوري او ټولنيز بهير- بلخ ، بلخ ولسوالۍ كې ام البلاد ادبي بهير د هېواد د ادب خدمت په چوپړ كې دى چې په سلګونو ځوانان يې هڅولي.


غونډه د وياند په دعا پاى ته ورسېده.