تازه خبر: افغانستان آيرلنډ ته ماته وركړه

34 | اپریل 11th, 2009



د كركيټ نړيوالو سياليو ته د لار موندني په دوهم پړاو لوبو كي افغانستان همدا اوس له آيرلنډ څخه لوبه وګټله.


افغانستان لومړى بيټينګ ته ودرېدئ، چي آيرلنډ ته يې په ۵۰ اووره كي د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۹ منډي هدف وټاكئ.


آيرلنډ په ۴۸ اووره كي د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډي جوړي كړي، چي افغانستان د ۲۲ منډو په توپير لوبه ځني وګټله.


د يادوني وړ ده آيرلنډ د نړۍ يوه له قوي لوبډلو څخه ده، چي د روانو سياليو په لومړي پړاو كي يې پنځه ټولي لوبي ګټلي وې او دې هيواد په تېرو نړيوالو سياليو كي پاكستان او بنګلدېش ته هم ماته وركړې وه.


افغانستان راتلونكي درې لوبي له سكاټلنډ، كاناډا او عمان سره لري، چي كه يې دوې نوري هم وګټي نړيوالو سياليو ته به د وتلو چانس پيدا كړي.


د افغانستان په نننۍ لوبه كي حميد حسن تر ټولو غوره لوبغاړى وګڼل سو، چي د حريف پنځه لوبغاړي يې وسوځل، او رئيس احمدزى د منډو په حساب غوره لوبغاړى وټاكل سو، چي په يوازي سر يې ۵۰ منډي جوړي كړې او د لوبي تر پايه ودرېدئ.


 د لر او بر ويبپاڼي اداره ټولو افغانانو او د افغان لوبډلي لوبغاړو ته مباركي وايي.


 

Copyright Larawbar 2007-2024