زمونږ په ټولنه کښي د لیکلو او لوستلو کلتور
دا یو څرګند حقیقت دی چی یوه ژبه او ادبیات یی په ویلو، لیکلو او لوستلو ژوندۍ پاتی کیږې. هر څومره چی په یوه ژبه کی زیاتې لیکنی شوی وي یعنی زیات کتابونه، څیړنې، ژباړنې، مقالی، لیکنی اوشعری ټولګې په کې برابری شوی وي، په هماغه اندازه یی د پیاوړتیا او ژوندی پاتی کیدو احتمال ډیر وي. په لیکولو او لوستلو د انسانانومعلومات ډیریږی، پوهه او علمی کچه يي لوړيږی، د ټولنی د عامو وګړو ذهنونه روښانه کیږی او په پایله کی ټولنه د سمون او پر مختگ په لور ځې .
په افغانستان کې د باسوادئ کچه ټیټه ده، د بعضی مدنی ټولنو په حواله ددی وطن یوازی ۲۸ په سلو کې وګړې باسواده دی او له همدی کبله ډیر خلک د لیکلو او لوستلو توانمندی نه لری. د بلی خوا هغه ځوانان، لویان او پوهان چی د لیکلو او لوستلو د غوره نعمت څخه برخمن دی او د ځانه سره ډیری علمي او تاریخي زیرمې لری، له بده مرغه د لیکلو لپاره یې کوم ځانګړی پروگرام نه لری. همدا رنگه هغه څوک چی زيار باسې او لیکنې کوی، د لوستلو مينه وال یې لږ دی پدی مانا چی زمونږ زیات شمیر هیوادوال د لوستلو د کلتور سره هم علاقمندي نه لری. کله کله زمونږ بعضی وطنوال ددی په ځای چی د یوي ګڼې پر محتوی فکر وکړی د هغې رنګ او فزیکی ښکلا ته ارزښت ورکوی او دا خو لا پریږده چی هټۍ وال پکی خوراکی توکې پلوري.
لنډه دا چی زمونږ ډیر هیوادوال نه لیکل کوی او نه لوستل خوښوي، او د همدغې تشی نه په ګټه اخستلو سره یو شمیر بهرنیو ژبو زمونږ پر خوږه ژبه یرغل کړی. د بیلګی په توګه همدا اوس زمونږ د هیواد په اکثرو سیمواو په ځانګړی توګه پلازمینې کابل کې په ډیرو شخصی ښونځیو کې حتی لمړنۍ ښوونې او زدکړی هم په انګلیسې ژبه کې تر سره کیږی په داسی حال کی چی په دولتی ښونځیو کی د پښتو او دری ځای کرار کرار فارسې (ایرانې) ژبه نيسې.
پورتنۍ ستونزی ته په پام سره، زه د یوه افغان په توګه د افغانستان حکومت اړونده چارواکو څخه په درنښت هیله کوم چی ددی کلتوری یرغل مخه دی په عملی توګه ونیسې او په عینی حال کی ګران وطن پال، کلتور پال، ساینس پال او اسلام پال هیوادوال دی ته هڅوم چی په پښتو ژبه ګټوری لیکنې وکړی. او ددی تر څنګ باید یوازی په پردیو ژبو کې پخپلو لیکنو تکیا و نکړو، راځۍ چی په عینی ډول د پردیو ژبو څخه علمي او په زړه پوری مشروع مطالب هم پښتو ته وژباړو، ترڅو د یو پلوه خپلو بچو ته په مورنۍ ژبه د زدکړی مواد برار کړو او د بل پلوه خپله ژبه د پردیو د یرغل څخه وژغورو.
تل دې وي افغانستان، ژوندې دې وي افغانان او پیاوړی دې وي اسلام.