قاري يوسف: د ستاره اڅګزۍ وژونکي نه دي نيول سوي
دطالبانو ویاند قاري محمدیوسف احمدي ددولتي ادارې هغه دعوه په کلکه رد کړه چی ویلي یې وو موږ د ستاره اڅکزۍ قاتلان نیولي دي احمدي لراوبر ته په يوه ځانګړي تماس کي د ستاره اڅګزۍ وژونکي طالبان وبلل او زياته يې کړه چي نوموړي کسان په هغه ورځ خپلوخوندي مرکزونوته روغ رمټ راورسیدل اوله خپلوملګوسره یوځای په خدمت لګیا دي .
ددې پوښتني په جواب کي ددلت لخوا په دې تور نيول کسان هم طالبان دي که څنګه ؟ هغه د طالبانو نيول کېدل رد کړه او زیاته يې کړه دولت غواړي چي په داډول بې اساسه درواغواویاهم دبې دفاع اوعاموهیوادوالوپه نیولوسره خپله ناکامي اورسوایې پټه کړي خوڅه چي حقیقت دي هغه اوس ټول هیوادوال اونړیوال دسرپه سترګوووینی .
د کندهار په ولايتي شورا کي د خلکو استازې ستاره اڅګزۍ کار ته د تلو پر مهال د موټرسيکل سپرو وسله والو لخوا په ډزو ووژل سوه چي وروسته يې مسوليت طالبانو پر غاړه واخيست .
دا لومړی ځل نه دی چي وسله وال طالبان پر ولايتي شورا او پر غړو يې مرګوني بريدونه کوي ، طالبانو لومړی ځل پنځه کاله پخوا په افغانستان کي د پارلمان او ولايتي شوراګانو د ټاکنو پر مهال د بريدونو خبردارئ ورکړئ و .
تر اوسه په پارلمان او ولايتي شوراګانو کي په لسګونو تنه په بېلابېلو پېښو کي وژل سوي دي چي د ځينو مسوليت طالبانو پر غاړه اخستئ او پغمان د بورې د فابرېکې د پېښي غوندي ځينو نورو چي په هغو کي ملکي وګړو تنه زياته مرګ ژوبله اوښتې مسولين نه دي څرګند سوي .
په دا ډول بريدونو کي تر ټولو وروستی د کندهار پر ولايتي شورا په سپينه ورځ ترسره سو چي لسګونو کسانو ته پکښي د مرګ ژوبلي تر څنګ د ولايتي شورا ودانۍ ته هم سخت زيان واوښت ، ددې پېښي مسوليت هم د اسلامي امارت لخوا ومنل سو .
که څه هم عام ولس د طالبانو ددا ډول بريدونو سخته غندنه کوي خو له بلي خوا د سيمه ايزو چارواکو زور زياتي ،په عامه توګه اداري فساد او په خاص ډول د بهرنيو ځمکنيو او هوايي ځواکونو لخوا دافغانانو سره د مرستي پر ځای د هغوی پر مقدساتو او ارزښتونو باندي تيري دې ته لاره هواره کړې ده چي د اسلامي امارت طالبان د افغانستان د پلازميني کابل په ګډون نورو مهمو ښارونو په منځ کي د ولس په مرسته خپل عمليات په برياليتوب سره تنظيم کړي .