خصوصي راپور::”عدل ریګولیشن” ډېرې ناندرۍ رامنځ ته کړيدي
52
خصوصي راپور:”عدل ریګولیشن” د پاکستان دننه ډېرې ناندرې رامنځ ته کړي دي
دملاکنډ ډویژن دپاره د پاکستان قامي اسمبلۍ تصویب کړي عدل ریګولېشن که یو لور ته د عوامي نېشنل ګوند د خپلې زړې او اصولي نظرې نه په انحراف محبور کړو نو بل لور ته د متحده قامي تحریک مشر الطاف حسین ته یې دا طلایي چانس په لاس ورکړو چې هره ورځ داسې بیانېې خپرې کړي چې د طالبانو سره سره خلک په عوامي نېشنل ګوند هم شکمن او بدګومانه کړي ـ
ددې سربیره اهلسنت مولیانو هم دغه تصویب شوي قانون ته “شریعت محمدي ” نه بلکې “شریعت صوفي” وايي او د پاکستان حکومت څخه پوښتي چې که چېرې دغه قانون د پاکستان د اساسي قانون سره په تضاد کې نه وي نو بیا ولې د اسلام په نامه د هندوستان څخه جلا شوی دې هیواد(پاکستان )کې ریښتونی شریعت نه پلی کوي ـ
دوۍ دا ګیله هم کوي چې پارلیمان کې ځکه ټولو ګوندونو په ګډه دا قانون تصویب کړو چې طالب سره ټوپک وو او هلته پولیس،فوځ او سیاسي حکومت په بشپړه توګه د ناکامۍ سره مخ شوی وو ـ
پاکستان کې قانون پوهان ددغه قانون سخت مخالفت کوي او دا قانون د پاکستان د اساسي قانون سره په ضد بولي او ادعا کوي چې هغه سېمې چې دغه قانون پکې پلی دی د پاکستان ریاست څخه عملا بهر دي ـ
د پاکستان ځینې لیکوالان دغه قانون ښه ګڼي او دا دلیل نیسي چې پریږده اولس د طالبانو دشریعت خوند هم وڅکي ـ ځېنې نور لیکوالان دا هرڅه د حکوت ماتې ګڼي او فکر کوي چې وسله وال طالبان به هیڅکله وسله په زمکه کینږ دي ځکه چې د سولې په دغه تړون کې یو فریق ایالتي حکومت او بل فریق مولانا صوفي محمد دی ـ یعنې وسله وال طالبان ددې تړون فریق نه ،بلکې فاتحین دي ـ