دسولې سندرمارې

سعيد لودين | اپریل 18th, 2009


 ليمو کې مې اوسيږې  د ګلونه ښايسته يې
 سلګۍ مه شه خوږ ژونددی د مينې پلوشه يې


 مسکا نه دی ځاريږمه تاثير لرې په سترګو
 بڼو نه دې ځاريږم ته زما د زړه ټوټه يې


درلېږم دوعا ګانې به د مينې له فضا نه
د زرو په کاسه کې له شاتو نه خوږه يې


ځلانده ستورې اوسې   شینکي اسمان لمن کې
د خويندو په قطار کې  يوه بله شان ډيوه يې


پښتو به په تا وياړي ای دسولې سندر بولې
 را پورته دې اواز کړه د وخت هسکه شمله يې


رڼا به مې  ړندې شي  ديدن دی تر ما راوړه
زر ګرې ،ګل پرستې غيرت يې، حما سه يې

Copyright Larawbar 2007-2024