غزل

سعيد لودين | اپریل 28th, 2009


 نه بې زړه يم نه بې کاريم
خوبې وسه بې اختيار يم
دراتلو نښې دي نشته
خدايزده ولي انتظار يم
په ماګرانه ليونتوبه
ستا له لاسه ناکراريم
بس لوګيږم اېره کيږم
نه لمبه شوم نه انګار يم
په لستونړي کي مي لوی شو
زه چيچلی داسي مار يم
 سپين مي نه وويل تور ته
که په تخت ووم که په دار يم
 نه يي سر شته نه يي پای شته
لاروی دداسي لار يم
دجانان دلوري باده
ولي نه راځي بيماريم

Copyright Larawbar 2007-2024