درسول الله صلی الله عليه وسلم څلوېښت حديثونه

مختار احمد احسان | دسمبر 26th, 2007


ګرانو! دمهربانی له مخي يې هره ورځ يو-يو پیادوئ او که هيڅ وخت نلری نو يې فقط او فقط د هفتې يو-يو پيادوئ. نه پوهېږم چي ددې ګټي او ثوابونه په کومو ټکو کښي بيان کړم…


لا اله الاالله محمد رسول الله


حضرت محمدصلی الله عليه وسلم فرمايلي :
مَن حَِفَظ َعَلي ا ُمُتِي اَربَِعينَ حَدِيثًا فِي ا َمرِ دِينِهَا بَعَثَهُ اللهُ َفِقيهًا وَ كُنتُ لَه يَومَ الِقيَامَةِ شَاهِدًا وَشَِهيدًا (ترمذی)
څوک چه زما دامت ددينی ګټو دپاره څلويښت حديثونه جمع کړی (راټول يا یی ياد کړی او نورو خلکو ته یی ورسوی )الله تعالی به هغه سړی دقيامت په ورځ فقيه راپورته کړی ،زه به خپله دده شفاعت وکړم او خپله به دهغه شاهد شم .


۱- اِنَّمَاالاَعٌمَالُ بِالنِّيَاتِ (بخاری اومسلم)
دعملونو قبلېدل دنيت سره تعلق لري .


۲- مَن اَحَبَّ اَن يُبسَطَ لَه فِي ِرزقِه وَيُنسَا لَه فِي اَثَر ِه فَليَصِل رَحِمَه (متفقٌ عليه )
څوک چي خپله روزي ډېره او عمر زيات غواړي نو هغه ته پکار ده چه خپلوي ښه وپالي.


۳- اَلله ُ اَفرَحُ ِبتَوبَةِ عَبدِه مِن اَحَدِكَم سقَط َ عَلي بَعِيره وَ قَد اَ ضَلَّه فِي اَرِض فَلاةٍ (بخاري مسلم).
چه ديوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کی خپل اوښ ورک شوی وی او هغه پيدا شی نو دغه کس به څومره خوشحاليږی – بس الله تعالی ددی نه هم ذيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږی .


۴- مَنٌ غَشَّ فَلَيٌسَ مِنَّا (مسلم)   فريب وركونكي له موږ څخه نه دی .


۵- السَاعي عَلي الاَرملة وَ المِسكين كَالمُجَاهِد فِي سَبِيل الله وَفِي رَوَاية او كَالذي يَصوم النَهَار ويَقوم الليل (بخاري مسلم).
دکنډو او محتاجو خلکو په کار کی کوښښ کوونکی داسی دی لکه مجاهدين فی سبيل الله او په بل روايت کی داسی ثواب لری لکه چی د ورځی روژه او دشپی عبادت کوی.
دنيا يوسامان دی ددی سامان يوه غوره حصه نيکه دينداره ښځه ده.


۶- الغَيبَة ُ اَشَدُّ مِّنَ الِزّناَ (مشکوة )   غیبت کول تر زنا هم بتره دی. 


۷- زنَا الٌعَيٌنِ النَّظَرُ (مشکوة)       دسترګو زنا ناروا ته کتل دی.


۸- لاَيَدٌخُلُ الٌجَنَّةُ مَن لاَّ يّأمَنُ جَارُه بَواَءقَة (مسلم )
هغه سړی به جنت ته داخل نه شی چه دده  همسايګان دده له شر او ضرر نه په امن نه شی.


۹- کُلُ مَسٌکِر ٍحَرَام (ابوداؤد)   هر شی چه سړی ته نشه راولی حرام دی.


۱۰- ِمفتاحُ الجَّنةِ الصَّلوةُ وَمفتَاحُ الصَّلوةِ الطَّهُورُ (ترمذي).
دجنت کلی لمونځ دی او دلمانځه کلی اودس دی.


۱۱- السِّوَاكُ مُطَهِّرَةُ لِّلفَِم وَ مَرٌضَاةُ لِلِرّبِّ (نسايی) .
دمسواک وهل خوله پاکوی او دالله (ج) دخوښی سبب ګرځی.


۱۲- اَفضَلُ الَاعمَاِل اَلحُبُّ فِي اللهِ وَالبُعضُ فِي اللهِ (ابوداؤد)
بهترين عمل دوستی دپاره دالله(ج)  او دوښمنی دپاره دالله(ج)  وی .


۱۳- مَن بَنَا ِللهِ مَسجِداً بَنَي اللهُ لَهُ بَيتًا فِي الجَنَّةِ (بخاری مسلم ).
چا چی دخدای (ج) لپاره جومات جوړ کړ خدای (ج) دده لپاره په جنت کی ځای جوړ کړی.


۱۴- مَآ اَسفَلَ مِن الكَعبَين مِن الِازَاِرفِي النَّاِر(بخاري اومسلم).
دهرچا پايڅی چه تر بجلکو ښکته وی هغه حصه دبدن به یی دوزخ ته ولاړه شی.


۱۵- ِايَّاكُم وَالحَسَدَ يَأكُلُ الحَسَنَاتَ كَمَاتَأكُلُ النَّارُ الحَطَبَ (ابوداؤد).
دحسد او بغض څخه ځانونه وساتی ځکه چه حسد اوبغض دانسان نيکی داسی خوری لکه اور چی بوټی خوری.


۱۶- سَبَابُ المُسلِِمِ فِسقٌ وَّقِتَالُه كُفرٌ (بخاري مسلم)
مسلمان لره نا لايقه وينا او په نا حقه سره وژل لويه ګناه او دکفر سره برابر دی.


۱۷- اِرحَمُوامَن ِفي الاَرِض يَرحَمُكُم مَّن فِي السَّمَآءِ (ترمذي ابوداؤد).
تاسی دځمکی په مخلوق رحم کوی رحم به وکړی پر تاسی هغه (الله ج ) چه دآسمانو خالق دی.


۱۸- لَِقّينُوا مَوتَاكُم لآاِلهَ اِلَّاالله (مسلم)
خپلو مړو ته دزنکندن په وخت تلقين ورکوی په کلمه د لآ اله الاالله .


۱۹- لَايُؤمِنُ اَحَدُكُم حَتيّ\’ اَكُونَ اَحَبّ اِلَيه مِن وَّالِدِه وَوَلَدِه وَالنَّاِس اَجمَعِينَ (بخاري مسلم ).
ستاسی څخه  هيڅ سړی تر  هغی کامل مؤمن نشی کيدای ترڅو  چه زما محبت تر خپل موراوپلار ،اولاد او تر ټولو خلکو ډير نشی.


۲۰- كُن فِي الدَّنيَا كَاَنَّكَ غَِريبٌ اوَعَابِِرِسَبِيلٍ (بخاری) .
په دنيا کی دمسافر او لاری تيريدونکی په شان ګزاره او ژوندکوه.


۲۱- مَاعَمِلَ آدمُّي عَمَلا ً اَنجي\’ لَهٌ مِن عَذَابِ القَبِر مِن ذِكِرالله
دالله تعالی دذکر نه ذیات دچا بنیادم هیڅ عمل دغذاب قبر نه ذیات خالصی ورکونکی نشته.


۲۲- اَفضَلُ الذِّّكر لاَاله اِلاالله وَاَفضَلُ الدُّعآءِ الحَمدالله .ِ(ترمذی).
بهترین دذکر لااله الاالله او بهترین د دُعا الحمدالله دی.


۲۳- مَامِن شَفِيعٍ اَفَضلُ مَنزِلَة ً عِندَاللهِ يَومَ القِيمَة
غَيِره  مِن القُرآنِ لاَنَبِيُّ وَلا مَلَكٌ وَلاَ ُ
دقیامت په ورځ به دالله تعالی په نزد دقرآن پاک نه ذیات څوک شفاعت کونکی نه وی نه نبی ،نه فرښته او نه نور.


۲۴- لَقَد هَمَمتُ اَن آمُرَ فِتيَتِي فَجَمعُوالِي حُزَماً مِّن حَطَبٍ ثُمَّ آتِي قَوماً يُّصَلُّونَ فِِي بُيُوتِهِم لَيسَت بِهِم عِلَّة ٌ فَاُحَرِقُهَا عَلَيهِم .
ځما زړه غواړی چه یو څو ځوانانو ته ووایم چه ډير بوټی راجمع کړی رایی وړی بيا زه هغی خلکو ته ورشم چه بی غذره په کورونو کی لمونځ کوی  دهغوی کورونه وسوزوم.


۲۵- سَبعَة ٌ يُظِلُّهُمُ اللهُ فِي ظِلِّه يَومَ لاَ ظِلَّ اِلا َّ ظِلُّه اَلاِمَامُ العَادِلُ وَالشَّآبُّ نَشَآءَ فِي عِبَادَةِ اللهِ وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ\’لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ وَرَجُلٌ دَعَتهُ اَمرَاةٌ ذَاتُ مَنصَبٍ وَّ جَمَالٍ فَقَالَ اِنِّي اَخَافُ الله وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَاَخفَاهَا حَتّي\’ لاَتَعلَمُ شِمَالُه مَا تُنفِقُ يَمِينُه وَرَجُلُ ذَكَرَاللهَ خَالِيًا فَضَاخَتُ عَينا هُ.(بخاري او مسلم)
اووه کسان دی چه هغوی ته به الله تعالی دخپل (رحمت) سیوری کی په داسی ورځ ځای ورکړی په کومه ورځ چه به دهغه سیوری نه غیر بل  هیڅ سیوری نه وی ۱- عادل پاچا ۲- هغه ځوان چه په ځوانی کی دالله تعالی عبادت کوی ۳- هغه څوک چه دهغه زړه جوماتو سره تړلی وی (پنځه وخته لمونځ په جمع کوی کله چه یو لمونځ آدا کړی دبل په فکر کی وی) ۴- هغه دوه کسان چه دالله تعالی د رضا لپاره خپل منځ کی محبت وی ،هم په دغی دهغوی يوځای کیدل وی او هم په دغی د دوی جدایی وی ۵- هغه کس چه يوه ښايسه شريفه ښځه یی خپل طرف ته متوجه کړی او هغه ورته ووایی چه زه دالله تعالی نه ویریږم  ۶- هغه سړی چه پداسی پټه طريقه صدقه ورکړی چه بل لاس تری هم خبر نشی ۷- هغه کس چه دالله تعالی ذکر په تنهایی کی وکړی او اوښکی یی وبهيږی (یا په پټه کی د خپلو ګناوو په یادولو دالله تعالی له ويری وژاړی يا دشوق او محبت له وجی دذکر پر وخت پټ وژاړی).


۲۶- َلجَنَّة ُ تَحتَ اَقدَاِم الا ُ مَّهَاتِ (مسلم).
جنت دميندو تر قدمو لاندی دی.


۲۷- مَنٌ صَمَتَ نَجا َ (ترمذی)   څوک چه پټه خوله شو هغه خلاص شو.


۲۸- لَآ اِيمَانَ لِمَن لآ َّ اَمَانَةَ لَه ُ وَلاَ دِينَ لِمَن لا َّ عَهدَ لَه ُ (بيهقي ).
ايمان نشته هغه چا لره چه امانتداره نه وی او دينداره نه وی هغه څوک چه پر خپله وعده وفا نه کوی (دايمان  او دينداری نه مراد کامل ایمان دی .


۲۹- لا َ يَدخُلُ الجَنَّة َ خِبٌ وَّ لا َ بَخِيلٌ وَّ لا َ مَنَّانٌ (ترمذي).
فريبکاره ،بخيل او هغه څوک چه دخپل احسان منت پر بل چا اچوی جنت ته به داخل نه شی .


۳۰- ا\’يَة ُ المَنَافِق ِ ثَلثٌ اِذَاحَدَثَ كَذَبَ اِذَا وَعَدَ اَخلَفَ وَاِذَا أتُمِنَ خَانَ (بخاري مسلم).
دمنافق دری علامی دی کله چه خبری کوی درواغ وایی او څه وخت چه وعده وکړی وفا نه کوی او په امانت کی خیانت کوی .


۳۱- اِنَّ ا ُمََّتِي يُدعَونَ يَومَ القِيمَةِ غُرًّا مَّحَجَّلِينَ مِن آثَاِر الوُضُوءِ (بخاري ومسلم ).
زما امت به دقیامت په ورځ په داسی حال کی رابلل کیږی چه د دوی د اوداسه اندامونه به ځلیدونکی وی.


۳۲- وَيلٌ لِّلا َ عقَابِ مِنَ النَّاِر اَسِبغُواالوُضُوءَ .
دداسی بندو لپاره چه په اوداسه کی وچ پاتی شی د وَيل عذاب دی (دپښو ، لاسونو یا بل ځای کوم بند یا برخه چه په  اوداسه کی وچه پاتی شی ).


۳۳- اَلعِبَادَة ُ فِي الهَرِج كَهِجرَةٍ ِالَيَّ (مسلم)
دآزمايش په وخت کی دالله پاک عبادت کول داسی فضيلت لری لکه چه زماسره یی یو ځای هجرت کړی وی.


۳۴- َمن سَرَّه اَن يُنَجِّيه اللهُ ِمن كُرَبَ يَومِ القِيَامَةِ فَليُنَفِّس عَن مُعسِر ٍ اَويَضَعَ عَنهُ (مسلم)
کوم سړی چه غواړی دقيامت په ورځ الله پاک دی له سختو نه وساتی نو هغه ته پکار دی چه ،هغه تنګ لاسه قرضدار ته مهلت ورکړی يا یی قرض بالکل معاف کړی.


۳۵- لَن يَشبَعَ مُؤِمنٌ ِمن خَير ٍ حَتّي يَكُونَ مُتهَاهُ الجَنَّة َ (ترمذي)
دمؤمن خيټه دنيکو نه تر هغه وخته نه ډکيږی ترڅو هغه جنت ونه رسوی.


۳۶- ِان فِي الجَنََّةِ مِاءَةَ دَرَجَةٍ اَعَدَّ هَا اللهُ لِلمُجَاهِدِينَ فِي سَبِسل ِ اللهِ مَابَينَ الدَّرَجَتَين ِ كَمَا بَينَ السَّمآءِ وَالاَرض ِ(بخاري).
الله تعالی د فی سبيل الله مجاهدينو لپاره په جنت کی سل درجی (منازل) تيار کړی دی ددوه درجو منځ کی فاصله دځمکی او آسمان د فاصلی برابر ده .


۳۷- عَينَاِن لاَ تَمَسُّهُمَا النَّارُ عَينُ بَكَت مِن خَشيَةِ اللهِ وَعَينُ بَاتَت تَحرُسُ فِي سَبِيل اللهِ
(ترمذي).
دوه ډوله سترګی دی چه هغه به د دوزخ اورهم مَس نه کړی یو خو هغه چه دالله پاک له ويری ژاړی او دوهم هغه سترګی چه دالله په لاره کی دحفاظت په خاطر بيداره اوسيږی.


۳۸- مَامِن عَبدٍ مُسلِم ٍ يَدعُوا ِلاَخِيه بِظَهر ٍ الغَيبِ اِلا َّ قَالَ المَلَكُ وَلَكَ بِمِثل ٍ (مسلم).
کوم مسلمان چه دبل مسلمان لپاره پسی شا (غايب ) دعا کوی دهغه په دعا فرښتی وایی دا دعا د ستا دپاره هم دهغه په شان قبوله وی.


۳۹- مَن خَرَجَ فِي طَلَبَ العِلمِ فَهُوَ فِي سَبِيل اللهِ حَتي يَرجِع (ترمذي).
دعلم دطلب لپاره وتونکی تر څو چه بيرته نه وی راغلی هغه به فی سبيل الله (دخدای ج دلاری  مسافر) شمارلی شی.


۴۰- مَن يَضمَن لِي مَابَينَ لَحيَيهِ وَمَا بَينَ ِرجلَيهِ اَضمَن لَهُ الجَنَّةَ (متفقٌ عليه )
کوم سړی چه ماته د خپلی ژبی او شرمګاه  د (حفاظت ) ضمانت راکړی زه هغه دپاره دجنت ضمانت ورکوم .

Copyright Larawbar 2007-2024