غزل

سعيد لودين | مې 10th, 2009


بېلتون مي دهېوادكړم رنځور ورو ورو
دا درمـل به په كـتو سي ګوره ورو ورو

غواړي زړه مي د يارانو مجلس ډېر بــيا
خو په نصيب مي دغه كـار راځي ډېر ورو ورو

بلبل طمعه کړي له ګل په ډېره مینه
لكه زړه چې زما غواړې د هېــواد ليدنه ورو ورو

په ايرو به اينه كړې صـــــــفا ګــــــوره
غمجن زړه مي صفا نه کړو اســمان ورو ورو

د ښكــــــلو په یارۍ کې صبر غواړه
زما له صبره ، صبر زده كـــړو اسمان ورو ورو

په تش سلام به كله زړه سي زما سوده
په يو بڅيري مالګه سمندر نه شي مالګين ورو ورو

نه سوه وركـــــه په ژړا مي د زړه مــينه

خدايه وركه وكيلي ته، بيا هغه هال ورو ورو

Copyright Larawbar 2007-2024