ادم خیل دره : په طلاق او نصوارو بندیز ولګید

16 | مې 11th, 2009


  دادم خیل درې اوسیدونکي وایې چې دتیرو څو ورځو راهسي په دغه سیمه کې ځایې طالبانو پرطلاق او نصوارو بندیز لګولي دي ، ځایې خلک وایې چې  په ادم خیل دره کې د‌طالبانو یوې اف ام راډیو هم په فعالیت پیل کړي او هره شپه دیوه ساعت لپاره خپرونې کوي ، خلک همداراز وایې چې دا وړپریکړی دهمدغه راډیو له لاري دادم خیل درې دطالبانو مشر طارق افریدی له لوری اورول کیږي ،دسیمي خلک همداراز وایې له هغه وخته چې دطالبانو له لوري پر طلاق او نصوارو بندیز لګیدلي عام خلک له دغوچارو سره ډیراحتیاط کوي ، 

Copyright Larawbar 2007-2024