دملي پيوستون ۸ پروژې ګټي اخستني ته چمتو شوې

34 | مې 16th, 2009


دکليو دبيارغوني او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام اته پروژي پدي وروستيو کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .


ددي ولايت دملي پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدي پروژو کي سرک ، پياده رو ،د(١٥٠٠) مترو په اوږدوالي دڅښِاک دپاکو اوبو دشبکي غځول ، تنور جوړول ، او دښځو لپاره دگلدوزي دکورسونو دايريدل شامل دي .


يادي شوي پروژي دنورستان ولايت د وانت وايګل ، واما، په ولسواليو کي د(٧،٦١٠٠٠) افغانيو په لگښت دملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس دکليوالو دونډي په شمول بشپړي چي له هغه نه څه دپاسه ( ١٦٠٠) کورني گټۀ اخلي .

Copyright Larawbar 2007-2024