په نيپال کې سلطنتي نظام پای ته ورسيد
سعيد لودين
د نيپال قانون پوهانو رسماً په دې هيواد کې د پاچاهي نظام د ختمېدو طرحه تصويب کړېده .
د نيپال سلطنتي نظام چې د پېړيو راهيسي په دې هيواد کې واکمن وو او په دې هيواد کې يې ډېره اوږده سابقه درلودله ددې پسته نور و تاريخ ته سپارل سوی دئ .
د فرانسې خبري آژانس خبر ورکوي تر هغو چې د نوې قانون جوړونکې شورا په لومړنۍ غونډه کې د ماويستانو او دولت لخوا ګډه لوزنامه مطرح کيږي، د نيپال پاچا ګيانندر به د واک پر ګدۍ پاتې وي . نوموړې لوزنامه دنيپال د سلطنتي نظام څخه و جمهوري نظام ته د اوښتو په اړه ده .
د ماويستانو يو لوړ کچي لارښود كريشنا بهادرماهارا ، ويلي دي چې دا زموږ د هيواد په اړه يوه تاريخي لحظه ده . نوموړي زياته کړېده چې موږ به د آزادو انتخاباتو د پاره تلاښ کوو او موږ به په نیپال کې د جمهوري نظام دټينګدو دپاره د ټولو ګوندو سره مرسته وکړو .
د نيپال پارلمان د جمعې د ورځي په رايې اخيستنو کې د پارلمان د ۳۲۱ استازو نه ۲۷۰ استازو د سلطنتي نظام د ړنګېدو په اړه مثبته رايه ورکړېده او يوازي دريو تنو منفي رايه درلودله . پاتي استازي يا غايب وه او يايې هيڅ رايه نده ورکړې .
ګياندرا دخپل ورور ټولواک بيرندرا د وژلو نه وروسته چې په کال ۲۰۰۱ کې يې د قدرت واګي په لاس کې اخيستې دي، تر اوسه يې په دې اړه کوم غبرګون ندی ښودلی .
نوي قانوني اصلاحات د نيپال و قانون جوړونکو ته دا حق ورکوي چې تر ټولټاکنو مخکې سلطنتي نظام ړنګ او هغه و جمهوري نظام ته را واړوي .