طالبان : تر وروستي حالته د مرجې پرېښودلو ته تيار نيو

محمد هارون خپل شعشعي | مې 19th, 2009


دنادعلي ولسوالي په يوه پراخه سميه مارجه كي دسه شنبه په ورځ سهار وختي دافغان ملي اوردو او ايساف ځواكونو له لوري دوسلوالوطالبانو دايستلو په موخه پلټونکي عمليات پيل سوه
داخبره دهلمند والي محمدګلاب منګل رسنيو ته وکړه
ښاغلي منګل وويل يادسوي عمليات يي دنادعلي ولسوالي په مارجه سيمه كي دخلګو له پاره د سوکاله ژوند برابرولو او په هغه ولسوالي كي دبيارغوني دنوو پروژو دعملي كولو او ددولتي حاكميت دټنګښت ترڅنګ دښوونځيو دپرانستني په خاطر پيل كړي دي
مارجه دتيرڅه كم يوه كال راهسي ددولت دوسلوالومخاليفينو په لاس كي ده چي دولت او بهرنيو ځواكونو دكال په بيلا بيلو وختونو كي دعملياتو په نوم نښتي او جګړي كړي دي چي كومه نتجيه يي نه ده وركړي خو داځل دهلمند چارواكي خبر وركوي چي ترهغه به يي عمليات نه پريږدي چي سميه يي دطالبانو له ولکي نوي خلاصه کړې .
بل اړخ دمارجې دسيميي ملكي اوسيدونكي ويره لري چي كه چيري دغه عمليات سم ترسره نه سي نو كيداي سي ملكي كسانو ته په كي مرګ او ژوبله واوړي.دمارجه دسيمي يو كس چي نه غواړي نوم يي واخستل سي دتليفون پركرښه خبريالانو ته وويل، په كليو كي يي دبهرنيو ځواكونو ټاكنونه ګرځي او ملكي كسان دكډي كولو په حال كي دي
دمارجي دسيمي دنوو عملياتو له امله داحتمالي بي ځايه كيدونكو كورنيو سره لا تر دي دمه كومي مالومي مرستي په نظر كي نه دي نيول سوي
دوسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي بهرنيان او دولتي مسئولين هميشه دسيمو دنيولو خبرونه وركوي خو دقاري يوسف په خبره ملګري يي تر وروستي حالت پوري هم دمارجې دسيمي دپرښودلو تكل نه لري

Copyright Larawbar 2007-2024